نه دې څه خط نه دې سلام راځي
تشې كوترې ستا له بام راځي

څنګه ته لاړې، څنګ دې فكر وكړ
چې بې له تا ماله ارام راځي

ستا په خاطر په ميكده كې راله
ړومبى له ټولو ځنې جام راځي

نن مې را ياد شوې، نن ضرور به ماله
د يوه نوي شعر الهام راځي

د يار له خولې قاصد ويل كلي ته
سردار ته وايه چې په پام راځي