اختر
غفار لا کوچنى و، چې پلار او مور ورته کوژده وکړه، دى د مور او پلار يواځنى نارينه اولاد و، ډېر پرې ګران و او تل به يې نازولو، د پلار به يې، چې څه په بازار کې خوښ شول ده ته به يې راوړل.
غفار د کلي له نورو هلکانو څخه توپير درلود، هراختر به يې پلار ورت نوې جامې، بوټان، خولۍ او ... اخيسته، مور به يې يوه شېبه هم له ځانه نه جدا کاوه، غونډه ورځ به ورسره په کور کې اوخت را اوخت، کله چې لږ غټه کى شو د جومات له ملا نه يې سيپاره شروع کړه، جومات د دوى له کور څخه يو څو کوره وړاندې و ، مور به يې ترهغې ناکراره وه ترڅو بېرته رستون شي.
پلار يې په يوې دولتي ادارې كې مامور و، په معاش يې څه ناڅه ګوزاره کېدله ، بس ورځې شپې يې تېرولې، ترڅو يې پلار ژوندى و ده يوه تيږه هم په بله نه اېښوده، يوازې ښوونځي ته به تلو، خو پلار يې ډېر وخت پاتې نه شو، دى لا نوى زلمى و چې پلار يې د کلي پر لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله سترګې پټې کړې، ده ته مور او خويندې ورترغاړه شوې.
دا چې غفار د پلار په ژوند هيڅ کار نه و کړى او نه يې ځمکه وه چې ګوزاره يې پرې کړاى واى، له مجبوريته يې د يوه او بل دېکاني پيل کړه، دومره به يې کولى شول چې خپله خېټه پرې وچلوي، خو د واده لپاره ورسره روپۍ نه پيدا کېدې.
د خلکو د پېغور له کبله مجبور شو د کلي له خان افضل خان څخه يې دوه منه اپين د يوه کال لپاره په پور واخيست او خپل واده يې پرې وکړ - د واده يې لا مياشت نه وه پوره شوې، چې خان ترېنه پور وغوښت، ده که څو ورته وويل، چې تا خو خان صيب د يوه کال لپاره پور راکړى و، خو خان نه منله او خپل پور يې غوښتو، يوه ورځ يې د کلي مشران د خان لپاره جرګه کړل، چې خان ته غذر وکړي، چې تر ټاکلې نېټې راته صبر وکړي، خو خان له خپلې خبرې نه اوختو، ويل يې که پور نه شي راکولى نو يوه خور دې په کې راکړي.
غفار دې كارونو نور تنګ كړ او بله ورځ په پټه د کلي له نورو زلمو سره پنجاب ته په مزدورۍ پسې لاړو، شپه او ورځ يې په ځان يوه کړه او د خان د پور د پوره کولو په هڅه کې شو، ده لا درې مياشتې نه وې پوره کړې چې کليوالو ترېنه دا ختر لپاره کلي ته د روانېدو تابيا نيوله، ده هم غوښتل، چې وزرونه پيدا کړي او خپل کلي کورته لاړ شي، خو څه يې کړى واى، ده لا نيمايي پور هم نه و پوره کړى، ډېر خپه و لومړۍ مسافري يې وه، مور خويندې او ناوې ښځه يې په زړه ورېده ، په دې ورځ يې هيڅ کار ونه کړ، غونډه ورځ او شپه يې په خفګان تېړه کړه، سهار چې کله کليوالو ترېنه رخصت اخېستو يوه کليوال يې ورته وويل: غفاره ستا څه نيت دى ته لکه، چې نه ځې که څنګه؟
د غفار سترګې له اوښکو ډکې شوې او وې ويل: ګلابه وروره! دا داسې ورځ ده چې زه بايد تللى واى، خو څه وکړم د خان پيسې ډېرې زياتې دي او هغه له وخته مخکې غوښتنه وکړه ، که لاړ شم بيا به مې له ګرېوانه نيسي ، يوازې سلامونه مې کورته ورسوئ.
کله چې کليوال ترېنه رخصت شول دى هم د کار په لور روان شو - اختر ته يواځې دوه ورځې پاتې وې ، خو ده ته يې څه؟ ده ته د اختر او نورو ورځو هيڅ توپير نه و، د کليوالو له تګ څخه وروسته يواځې شو، ټوله ورځ يې کار کاوه، خو دشپې به يې هيڅ خوب نه و، له مجبوريته يې د شپې هم کار پيل کړ، کله به چې چرته خوب ورغى هماغلته به ويده شو.
اختر تېر شو، خو دى پرې هيڅ پوه نه شو - يوه ورځ مازيګر خپلې ګوټې ته راغى ګوري، چې کليوال يې راغلي، ډېر خوښ شو له هر يو سره يې بېلا بېله ستړي مشي وکړه، د خپل کور کلي په هکله يې ترې وپوښتل - يوه کليوال ورته يو ليک ورکړ، ليک د غفار ښځې ښاپېرۍ ليکلى و ، ښاپېرۍ په کلي کې لومړنى ښوونځى لوستى و څه ناڅه په ليک لوست پوهېده.
غفار ليک واخيست او د خپل کټ په لور لاړ، زر زر يې ولوست، د مور خويندو او ښځې لخوا ورته سلامونه او د اختر مبارکۍ ليکل شوې وې.
کله چې غفار ليک ولوست سترګې يې له اوښکو راډکې شوې ، څادر يې په سر راکش کړ او ښه ډېر يې وژړل ، ټوله شپه يې خوب ونه کړ، سهار له اذانه مخکې له کوټې ووت، په سړک لکه لېونى روان شو او ليک يې بيا بيا لوستلو ، له خپلې کوټې ډېر لرې تللى و، کله چې کليوال د لمانځه لپاره راپاڅېدل ګوري، چې غفار نشته او څادر يې د کوټې په دروازه کې پروت دى، ورخطا شول يو خوا او بلخوا ورپسې ووتل.
يو کليوال يې په هماغه لار لاړو په کوم چې غفار تللى وو، يو ځاى يې دخلکو بير او بار ته پام شو، کله چې ورنيږدې شو ګوري چې غفار په وينو کې لت پت پرسړک پروت دى ، په لاس کې يې هماغه ليک نيولى و چې په وينو رنګ رنګ و او د لوستلو يې مجال نه و، يواځې دا څوټکي وه:
( مور او خويندو دې له ژړا ځانونه مړه کړل ، هره ورځ ستا ده راتلو لاره څاري هرکله چې له ښاره د کلي موټر راشي دوى يې يو ځل ګوري ګوندې ته په کې وې ، خو ستا هيڅ درک نشته.
خان هم خپل زوى هره ورځ رالېږي چې غفار نه دى راغلى ؟ زما پيسې مو څنګه کړې؟
زه به د ځان په هکله څه درته وليکم، زما له حاله يواځې يو خداى خبر دى.
ګرانه! زه پردې نه يم چې لېچې مې له بنګړو تشې وې ، لاسونه مې په نکريزو نه وه سره او د اختر لپاره مې نوې جامې نه درلودې، ماسره يواځې ستا غم دى خداى دې تا روغ رمټ راولي ته ماته هرڅه يې. )
خداى دې په خپل امان کې لره
ستا ښاپېرۍ