سرحدي ځواك له نن نه (۲۱) كاله وړاندې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه كې د مدير نور رحمان په كاله كې سترګې وغړولې، نوموړى له آره د كونړ ولايت د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونكى دى.
لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د نصرت په لېسه كې چې هغه مهال منځنى ښوونځى و ترسره كړي او په ۱۳۸۳لمريز كال د مياعمر۱ لېسې نه په ښو نومرو فارغ شوى دى او د همدې كال د كانكور له ازموينې وروسته د ننګرهار پوهنتون د كرنې پوهنځي ته بريالى شوچې اوس د همدې پوهنځي د دريم كال زده كړى دى.
ځواك له ۱۳۸۰ كال راهيسې شاعري كوي چې تر دې دمه يې ښه ډېره او خوږه شاعري كړې ده.
چې يوه ټولګه دلته رڼا كې خلك ژوند نه كوي شاعري يې د خيتزې سيمې ازادو ليکوالو او ژورنالستانو د اتحاديې لخوا په جلال اباد کې د استاد سعدالدين شپون او دروېش دراني د سيمينار په وياړ چاپ شوى.
دى د شعر تر څنګ طنز او لنډې کيسې هم ليکي او يوه موده د نوبهار له اژانس سره د خبريال په توګه هم پاتې شوى دى.
داهم د ځواك د شعر بېلګه:
راوستى دې د حسن كرشمو زما وجود كې
توپان د بې صبرۍ او زلزلو زما وجود كې
دونيا د محبت يې ځان سره زړه ته راوړې
يو څوك دى چې اوسېږي له مودو زما وجود كې
چې و هغه هم ستا دې لېوني نظر لوګى كړل
جانانه نور نو څه دي د كتو زما وجود كې
سرټيټ به نه كړي ستا د مغلي بڼو ګوزار نه
جرئت چې څو سمبال وي د پښتو زما وجود كې
ما پرېږده ماله خوب راځي، ځواك يار ته داسې و وې
توان نشته د پوره شپې، كېناستو زما وجود كې
ځواك د ښې راتلونكې په هيله
سردار ولي څرك