دخوست په هوايي ډګرونوکې د امريکايي پوځيانو ترځاى پرځاى کيدو، وروسته بيا تر دې دمه د افغان حکومت کومه پوځي او يا ترانسپورتي الوتکه نده راکوزه شوې.
نوموړي هوايي ډګرونه چې د طالبي رژيم ترړنګيدو پورې فعال وو، لږ تر لږه په اونۍ کې دوه ځلې له دوبۍ اوکابل څخه مسافرين د الوتکو په واسطه پدې ځاى کې ښکته کيدل چې له دې لارې خلکو په ځانګړي ډول د عربي هېوادونو مسافرو د راحت احساس کاوه، خو دا مهال په دواړو هوايي ډګرونو کې د امريکايي پوځيانو لويې اډې جوړې شوې او ترې د خاورو لوى ،لوى باجونه اواغزن مزي راتاودي چې افغان حکومت ترې هيڅ راز ګټه نشي پورته کولى. له شک پرته د هوايي ترانسپورت په واسطه د انساني ژوندانه په بېلابيلو برخو کې اسانتيا رامنځ ته کيږي او د هېواد په هره مساعده سيمه کې د هوايي ډګرونو شتون ته اړتيا موجوده ده.
د خوستيانو نږدې هره کورنۍ چې له يوه تن څخه تردريو تنو پورې په عربي هېوادونو کې مساپر لري اوهوري د افغاني مساپرو ٧٠سلنه خوستيان تشکيلوي، دې تشې اوستونزې ته ځوريږي اوهر وخت د هوايي ډګر د فعاليدو په فکرکې دي.
په اتيايمه لسيزه کې د روس پلوه حکومت پرمهال خوست ته ټول اکمالات د هوا له لارې ترسره کېدل او پدې ډګرونو کې روسي ساخت، انتونوف،يک چهل، بوينګ، AN.12، او باختر کاناډايي الوتکې راکوزيدې، وروسته د طالبانو په رژيم کې يوکس يوسف نومي له دوبۍ څخه مستقيماً خوست ته الوتکې قرارداد کړې چې په اونۍ کې به يې دوه ځلې له دوبۍ څخه خوست ته مسافرين ليږدول. هغه مسافر چې الوتکه کې به مستقيماً خوست ته راتلل سل عربي رياله يې کرايه لوړه وه. الوتکې به چې د کابل د خواجه رواش په نړيوال هوايي ډګر کې ښکته کېدې له کابل څخه به يې هم مساپر د څلورو ډالرو په بيه خوست ته راپورته كول. د خوست په صحرا باغ کې که څه هم هوايي ډګر د نجيب الله د حکومت پرمهال د ځينو نږدې پوځي هدفونو په غرض جوړشو، مګر زوړ (ملکي) ميدان له پخوا نه موجود وو او د ترانسپورت وزارت د هوانوردۍ ادارې په ملکيت کې دى. د لنډ مهالې ادارې د کار پرمهال کوم وخت چې مرحوم استاد حکيم تڼيوال د خوست والي و، هغه وخت د اړوند وزارت د انجنيري ګروپ يو پلاوى د ميدان د جوړولو لپاره د مقدماتي سروې کار بشپړاو د دې پروژې د ترسره کيدو په غرض د لنډ مهالې ادارې د رئيس په امر پينځه ميليونه اواته نوي زره امريکايي ډالر ورته د دولت له پراختيايي بوديجې څخه منظورشول. که څه هم نوموړى ميدان د درى کيلومتره ځغاست ليکې(رنوې خط) په درلودلو سره د هېواد په فرعي هوايي ډګرونوکې راځي مګر نوموړى هوايي ډګر زياته ساحه لري چې شونې ده دا ليکه په اسانۍ سره څلورو کيلومترو ته وغځيږي او له نړيوال سټنډرډ سره برابره شي چې پدې صورت کې نوموړى ميدان نړيوالو الوتنوته چمتوکيږي،هرکله چې د خوست سيمييزو چارواکو دا موضوع د ميشتوامريکايي ځواکونو له قوماندانانو سره ګډه کړه، دوى د دې موقعيت امنيتي ارزښت ته په پام سره دې کارته تيار نشول، په بګرام کې يې له عمومي قوماندانۍ څخه لا رښوونه وغوښته، د عمومي قوماندانۍ هدايت دا وو چې دا کار تر امر ثاني پورې وځنډوئ، اوس نو ستونزمنه ده چې څرګنده شي امر ثاني کوم وخت دى؟ په ١٣٨٢ لمريز کال کې د يوې دولتي سروې پر بنسټ د لويې پکتيا(پکتيا،پکتيکا،خوست) ولايتونو شاوخوا درې نيم لکه ځوانان په قطر،سعودي عرب،کويټ اومتحده عربي اماراتو کې پرکاروبار لګيا دي. همدا شان د هوايي شرکتونو د نمايندګيو د ارزونې پر اساس هره ورځ د نوموړو سيمو لږ ترلږه پنځوس کسان په الوتکوکې کابل ته راځي او په همدومره شميره کې مساپر بيرته عربو خواته ځي. د خوست – ګرديز سړک چې د خرابوالي وروستۍ کچې ته رسيدلى او موټر پکې ترلسو ساعتونو پورې مزل کوي، د خلکو او په ځانګړي ډول د مساپرو لپاره يو دروند پيټى دى چې د ناچارۍ له امله يې پورته کوي. د خوست ډيرى مسافرين وايي چې که چيرې دوى ته د هوا له لارې د تګ اسانتيا پيدا شي چمتو دي ترڅو په لوړه بيه د الوتکې ټکټ راونيسي. ٢٥ کلن سعيد چې له خپلو درې نورو وروڼو سره د متحده عربي اماراتو په العين کې خواري مزدوري کوي او دامهال په رخصتۍ کورته راغلى او دا دى د رخصتۍ تر بشپړيدو وروسته تکل لري په خوست کې د کام اير هوايي شرکت څخه د الوتکې ټکټ راونيسي وايې چې مسافر تل هلته ( عربو کې) په خوست کې د هوايي ډګر پر جوړيدو اوخلاصيدو خبرې کوي او پدې تمه دي چې دا کار دې ډير ژر تر سره شي، دى وايي چې د دوى د کلي درې سوه مسافرين يوځاى په يوه دېره کې استوګنه لري او همداشان په عربو کې د خوستيانو په زرګونو دېرې شته چې پکې په ډله ايزه بڼه اوسيږي. د ده لپاره په مسافرۍ کې تر ټولو سختې شېبې د کابل په هوايي ډګر کې له الوتکې څخه د راښکته کېدلو وروسته د ټکسي موندل اود دې ورانې لارې د مزل لنډول دي. هغه په کلکه د ترانسپورت وزارت له چارواکو غواړي چې د دې کارغم دې وخوري. انجنير خيال محمد طوطاخيل چې د خوست د هوايي ډګر د امر په حيث د خوست ښار په يوه مارکيټ کې کوچنى د فترلري وايي چې په هوايي ډګرونو کې د امريکايانو تر مېشت کيدو وروسته مو د الوتکې داخلې ليکه نده ليدلې. نوموړى چې له امريکايي پوځيانو څخه د هوايي ډګرونو پر تخليه کېدو باور نلري وايي چې دا خبره په جريان کې ده، يوځل په تيرکال کې د اړوند وزارت پلاوى خوست ته راغلى و، دوى په ګډه د هوايي ډګر لپاره د دريم ځاى د ټاکلو په فکرکې شوو. چې دوى ټولو د مندوزيو دښته ددې کار لپاره مساعده ګڼلې وه ،کله چې ځايي خلک له دې موضوع خبره شول، نو د ځيني خېلو او مندوزيو قومونو شخړې اودعوې راپورته شوې او دا ځمکه يې قومي وبلله، په هرترتيب په وروستي ځل مو د خوست والي په لارښوونه د تورې وړۍ دښته سروې کړه کوم چې څلورکيلومتره اوږدوالى او دوه کيلومتره پراخوالى لري.
دى زياتوي چې وړانديز يې ترتيب او د چارو د ادارې لخوا د منظورۍ په غرض رياست دولت ته واستول شو، رئيس دولت د دې پروژې کليدي ارزښت ته په پام سره ماليې وزارت ته امر ور کړ چې د دولت له پراختيايي بوديجې څخه پيسي ورته جلا کړي .مګر له بده شامته چې ماليې وزارت د کال په سم نيمايي کې د پيسو له برابرولو څخه ځان نيمګړى وباله، خو ژمنه يې وکړه چې د١٣٨٧ لمريزکال په پراختيايي بوديجه کې به يې شريکوي.
نجيب الله الوخېل- خوست