پلار مې پر ما اس زغلول زده كړي و، ما لكه د نورو هېواد والو د اس په لوڅو ډډو سورلۍ كولاى شوه او په همدې حالت كې مې د انسان پر سر ايښودل شوى شى ښه سم ويشتلاى شو، د دې سوچ پر كولو مې زړه لږ ډاډه شو او غيرت مې راوپاريدو، په زړه كې مې ويل كه دښمن زموږ په كور حمله وكړي، نو زه به دا ثابته كړم چې سره له دې چې جنۍ يم خو د دوى چاره كولاى شم.
سره له دې چې مور ښه ډېر ډاډ راكړ،  خو ما دوكه ونه خوړه، زه له راتلونكيو خطرونو څخه ښه خبره وم او سوچ مې كاوه چې څه به كو؟ زړه نازړه مو د سفر توكي غوټه كړل، زه خپلې كوټې ته لاړم او د جامو په بدلولو بوخته شوم، مخكې به مې چې كله نوې جامې اغوستې نو زړه به مې له خوښيو باغ _ باغ كېده او لكه د كوچني ماشوم به مې ټوپونه وهل ، سندرې به مې ويلې او خنداګانې به مې كولې، خو نن مې چې تر ټولو قيمتي او ښكلې جوړه، له ياقوتو او نورو قيمتي ډبرو نه جوړې ګاڼې اچولې وې بيا هم غلې وم او ديوې پخې او تجربه كارې ښځې په څير مې د حالاتو په اړه فكر كاوه.
زموږ د كور خدمتګاران هم پرېشانه وو،موږ  ښه پوهيدو چې د دښمن حمله به څومره تېزه  او خطرناكه وي، په دوى كې ځينې داسې هم وو چې څو ځله يې په خپلو سترګو د جنګونو، وژنو او تالان ننداره كړې وه. دوى هم لكه زموږ فكر كاوه چې كه دښمن رښتيا هم بريد وكړي، نو څه به كېږي؟ ځكه د دوى عمرونه لا د ځوانۍ له پولې نه وو اوښتي او په اسانۍ سره د غلامانو په بازار كې پلورل كېدل.
زړه ته مې ډول ډول خبرې راتلې، داسې ښكارېده لكه خوښويو چې رانه كډه كړي وي او پر ځاى يې غم دېره شوى وي، په زړه كې مې اوس خوښي نه وه، غم او يره وه، ما سوچ كاوه چې ايا په دې حالاتو كې له كوره زموږ وتل مناسب دي؟ پلار مې دې خداى وبښي كه هغه ژوندى واى، نو ايا هغه به كور په دې حالت كې پريښى واى، نه هيڅكله نه، هغه به همدلته پاتې شوى واى او په پوره مېړانه به يې د دښمن مقابله كوله.
 ما هم پرېكړه وكړه چې له مور سره به مې خپله اراده شريكوم او د راتلونكي خطر لپاره به تيارى نيسم ترڅو خلكو ته دا موقع په لاس ورنشي چې و وايي: كاش نشاط جنۍ نه هلك واى!
له خپلې كوټې څخه ووتم، خو لا مې څو قدمه نه و اخيستي چې مور مې مخې ته راغله، غلې وه تابه ويل پر شونډو يې مهر لګېدلى دى، خو له څېرې يې پته لګېده چې خبره څه ده، دومره خپه او ورخطا  وه چې د خبرو په واسطه يې بيان ستونزمن دى.
په ډېرې ناقرارۍ مې ترې وپوښتل: څه خبره ده مورې! ولې دومره ورخطا يې؟
مور مې پرته له دې چې څه ووايي زه يې كلكه كړم، ښايي ويره يې درلوده چې پرېنوځي چې د مور د دې حالت په ليدو ما هم خپل هواس وبايلل، يو ځل بيا مې ترېنه وپوښتل چې د خداى لپاره راته ووايه څه خبره ده؟ ناروغه خو به نه يې؟ خو مور مې همداسې ولاړه وه او هيڅ يې نه ويل.
همدې كې مو د چا د پښو ښكالو وارېده چې منډې وهي، شېبه وروسته چغې او كوكارې هم پيل شوې، موږ هغه چغو ته غوږ و چې غلامان او خدمتګاران مو په منډه راغله او راته يې ويل چې د خداى لپاره دلته مه اودرېرئ، ځئ خپلو خپلو كوټو ته لاړې شئ.
ما ورنه سره د دې چې پوهېدمه ځواب به يې څه وي، پوښتنه وكړه چې څه خبره ده؟
هماغه ځواب مې واورېد چې توقع مې يې درلوده، ويل يې چې داړه مارانو بريد كړى دى، د دې ځواب په اورېدو مې وينه په جوش راغله او په لوړ غږ مې خدمتګارانو او غلامانو ته خبرې پيل كړې چې كه موږ ماتې وخوړه نو د دې ماڼۍ سره به سم موږ هم د خاورو په ډېرۍ بدلې شو.
څو تنو ته مې د مور پالنه وسپارله او خپله د كوټې په لور لاړم، برچه او ټوپك مې راواخيستل او انګړ ته راغلم، په دې كې نوكرانو خبر راكړ چې بريد كونكيو بهرنۍ مورچې ماتې كړي او ماڼۍ ته د ننوتو هڅه كوي.
په ماڼۍ كې هر تن ځانته _ ځانته په يوه مورچه كې ناست و او د ټوپك خو له يې د دښمن لوري ته نيولې وه، زه پر هاغه ځاى ناسته وم چرته به مې چې پلار كېناسته او خپلو كسانو ته به يې قومانده وركوله، خو په دې ځاى كې زما په ليدو هيڅوك هم حيران نه شول، ځكه دوى پوهېدل چې زه د چا لور يم.
زموږ ترمنځ جنګ ښه په زور كې و، هره خواته ډزې او د خلكو چغې او فريادونه اوريدل كېده، زموږ كسانو يې ښه په مېړانه مقابله كوله، دوى خوښ و او وياړ يې كاوه چې د خپل بادار ساتنه كې ځانونه قربانوي.
زه د قوماندې په ځاى كې ناسته وم او دا هرڅه مې ليدل، د دښمن شمېر تر موږ څو برابره زيات و، دا چې د دوى شمېر به څومره و، خداى پوهېږي، خو زموږ كسانو د هغوى د شمېر پروړاندې هيڅ هم نه و، په موږ كې ورو _ ورو ماتې ګډه شوې وه خو پر ما هيڅ ډول ويره نه وه خوره، نن لكه د پلار ټوله مېړانه چې زما بدن ته راټوله شوي وي.
شېبه پس دښمن زموږ پر كلا راننوت، ټوله ماڼۍ د هغوى خنداګانو او د بري نعرو په سر اخيستې وه، اوس زما لاس كې هم ټوپك و او پر دښمن مې ډزې كولې خو هغوى دې زيان ته نه كتل، همداسې پر مخ راروان وو. تا به ويل چې د دښمن ليكې نه د انسانانو سېلاب راروان دى. ټوله فضا د بارتو بوى، د ټپيانو چغو او د ټوپكو ډزو پر سر اخيستې وه، د هر چا له خولې نه د ( الله) او (آه) اوازونه پورته كېدل.
په دې كې مو يو غلام په منډه راغى او راته يې وويل چې مور دې مړه شوه، ما دا الفاظ واورېدل، خو پوره يې په مطلب پوه نه شوم، په بدن مې يو ډول لړزه راغله، په سترګو مې تياره خوره شوه، هيڅ مې نه ليدل، يوازې د مور تت تصوير مې سترګو _ سترګو ته كېدو.
خپلو خپلوانو ته مو چې كوم خبر استولى و د هغې ځواب تر دې دمه نه و راغلى، د جنګ ټول بار زموږ پر اوږ و، دا كه موږ برى تر لاسه كولو او كه په جګړه كې مړه كېدو هرڅه زموږ د خپلو مټو په تكيه روان و.
دښمن اوس نور هم په رانږدې كېدو و، زموږ كسانو چې څومره كولاى شول وجنګېدل او له سرخندنې يې درېغ ونه كړ، هره خوا يې بې روحه تنې پرتې وې، زړه كې مې يو ناڅاپه راوګرځېدل چې د ټوپك شپېلۍ د دښمن لوري نه ځانته واړوم او ځانوژنه وكړم، خو د چا په خاطر چې مو نوكرانو سره له دې چې پوهېدل له دښمنه يې شمېر ډېر كم دې لاس په لاس وجنګېدل، زړه كې دا هيله راپيدا كړه چې د ځانوژنې پر ځاى له دښمن سره وجنګېږم.
دښمن مخكې راروان و او ما پرې ډزې كولې، نه پوهېږم چې تر دې دمه به مې څومره كسان وژلي و، خو كارتوس راسره خلاص شول، اړه شوم چې خنجر ته لاس كړم او په خنجر جګړې ته دوام وركړم. دې كې راباندې د دښمن كوم تن ګوزار وكړ، په سترګو مې تياره راغله او پر ځمكه پرېوتم.
بندي
سهار شوى و، سترګې مې پرانيستې، څلور خوا ته مې نظر واچولو، سترګې مې په هيڅ يو اشنا څيز ونه لګېدې، نه هغه غرونه او ځنګلونه وو او نه هغه درې.
له يوڅه غور وروسته پوهه شوم چې موږ په يوه ريګزاره دښته كي يو، تر ما يو څه وړاندې درې ښځې او يو عمر خوړلى سړى پروت و او خپلو كې يې د پېښې په اړه خبرې اترې كولې.
له دوى څخه لږ وړاندې يو شمېر ځوانان ناست وو، تازه يې د دوى لاسونو د ډوډۍ لپاره پرانيستي و، ما ته يې هم يو كاسه شروا  ايښې وه خو د بهوشۍ له امله مې ورته هډو پام هم نه و شوى، تر دې چې خرابه شوه او اوس يې بېرته وړله.
لمر ښه تېز و، د خولو له لاسه مې ټول بدن لوند خيشت و، ځاى ځاى مې پر بدن د وينو خاپونه هم و چې په ليدو يې هرڅه راياد شول او د خپلې مور پر مرګ سره له دې چې ګرانه خبره وه خو بيا مې هم شكر ويسته چې د دښمن لاسو ته نه ده ورغلې.
دا هم راته معلومه شوه چې بريد كونكى سردار يعقوب نه و، بلكې بې رحمه داړه ماران و، دوى تل په دا ډول ځايونو بريدونه كول او د خلكو مال دولت به يې لوټولو، ښځې او سړي به يې ونيول او بيا به يې د وينځو او غلامانو په توګه پلورل.
زه په همدې سوچ كې وم چې يو ځوان زما خوا ته راغى او د شرابو له صراحۍ نه يې جام ډك كړ او ماته يې ونيوه چې وڅښه، خو ما لاس هم ور نه وړو.
هغه هلك په زوره زوره خندا وكړه او روان شو،په تلو تلو كې يې څو ځله له رشخنده شاته راوكتل او لاړ ، د ده مخامخ غاښ پرېوتى و، كله به يې چې خندا كوله نو څېره به يې نوره هم وېرونكې كېده.
لږه شېبه وروسته دغه كسانو  نورې ښځې راوړې او له ځانه سره يې خواړه هم راوړل،  راته يې كړه چې ډوډۍ وخوره كنه موږ يې په زوره درباندې خورو.
زه هم ناتوانه شوم او له مجبورۍ نه مې يوه مړۍ خولې ته كړه، په دې كې مې په څنګل كې يو نرۍ څړيكه احساس كړه، دا چې ما څومره ټپونه خوړلي وو تر اوسه يې ماته د شمېرلو موقع په لاس نه وه راغلې، زه لا د خپل مټ ټپ ته متوجه وم چې د يو شمېر خلكو غږونه مې ترغوږو شول، وبوګنېدم او له ځانه سره مې وويل چې دا څوك دي؟
زما پايله به څه وي؟
ما سره به يې كړنه (رويه) څنګه وي؟
بيا مې له ځانه سره وويل څوك به وي، خو كه جوړه وى، نو هم له دوى څخه ځان خلاصول زما په وس كې نه ده اوس خو لا ټپي يم.
فرض كړه كه خداى د تېښتې توان راكړ نو په دې بې پايه دښته كې چې يو څاڅكى اوبه په كې په لس اشرفيو هم نه پيدا كېږي كوم خوا لاړه شم؟ څه ډول به خپله زندګي پر مخ يوسم؟ كاش له ماسره دومره توان واى چې خپل راتلونكى مې خپله ټاكلى شواى.
همدې د قسمت ناتوانئ زه نوره هم ناتوانه كړم او چې څنګه مې سترګې ورغلى بيا ويده وم، ماته دا پته نه وه چې څو ساعته، يا څو ورځې ويده وم، مګر كله چې راويښه شوم ځان مې له تېرو ورځو څخه ښه احساس كړ، څه مصيبتونه چې راباندې تېر شوي و اوس د هغوى  ياد هم سوړ شوى و.
يو څو شېبې وروسته مې ليدل چې زما له خېمې نه سامان د باندې ويستل كېږي، پوهه شوم چې قافله د مخكې تګ نيت لري، د بار وړلو لپاره په ډېر شمېر كې قچرې او خره ولاړ و.
د بنديانو له خېمې څخه اوس يو يو ميدان ته راوتل، سترګې مې پر خپلې ايرانۍ وينځې (يديز) ولګېدې، خداى پوهيږي چې زه څومره خوشحاله شوم، كه چېرې اوس د دې پر ځاى زما مور زما مخې ته راغلې واى ښايي دومره نه واى خوښه شوى لكه د دې پر ليدو چې خوښه شوم.
سره له دې چې د دې لاسونه تړل شوي وو او بې وسه وه، خو بيا يې هم سترګې پورته كړې او ماته يې راوكتل، هغه له ماڅخه دومره لرې نه وه بس يو څو قدمه به لرې وه، ما يې د سترګو پيغام په اسانۍ سره لوستلاى شو، په دې پيغام كې څومره درد،څومره همدردي او څومره وفا نغښتې وه.
دا هم د قدرت كارونه و، نن چې زه د چا پر ليدو خوشحاله وم هغه زما وينځه وه، زما د تېر ژوندانه او د اوسني حالت ژوندى تصوير، اوس مې احساس كاوه چې زه اوس بندئ يم، دا چې د چا بندئ يم پر دې نه پوهېږم، خو يو ځل بيا مې د خداى شكر ادا كړ چې ښه دى د دې خوارۍ او ذلت په ورځو كې مې مور ژوندۍ نه ده، ((خدايه! شكر دى...))

نور بيا