همدې د قسمت ناتوانى زه نوره هم ناتوانه كړم او چې څنګه مې سترګې ورغلى بيا ويده وم، ماته دا پته نه وه چې څو ساعته، يا څو ورځې ويده وم، مګر كله چې راويښه شوم ځان مې له تېرو ورځو څخه ښه احساس كړ، څه مصيبتونه چې راباندې تېر شوي و اوس د هغو ياد هم سوړ شوى و.
يو څو شېبې وروسته مې ليدل چې زما له خېمې نه سامان د باندې ويستل كېږي، پوهه شوم چې قافله د مخكې تګ نيت لري، د بار وړلو لپاره په ډېر شمېر كې قچرې او خره ولاړ و.
د بنديانو له خېمې څخه اوس يو يو ميدان ته راوتل، سترګې مې پر خپلې ايرانۍ وينځې(يديز) ولګېدې، خداى پوهېږي چې زه څومره خوشحاله شوم، كه چېرې اوس د دې پر ځاى زما مور زما مخې ته راغلې واى ښايي دومره نه واى خوښه شوى،  لكه د دې پر ليدو چې خوښه شوم.
سره له دې چې د دې لاسونه تړل شوي وو او بې وسه وه، خو بيا يې هم سترګې پورته كړې او ماته يې راوكتل، هغه له ماڅخه دومره لرې نه وه بس يو څو قدمه به لرې وه، ما يې د سترګو پيغام په اسانۍ سره لوستلاى شو، په دې پيغام كې څومره درد،څومره همدردي او څومره وفا نغښتې وه.
دا هم د قدرت كارونه و، نن چې زه د چا پر ليدو خوشحاله وم هغه زما وينځه وه، زما د تېر ژوندانه او د اوسني حالت ژوندى تصوير، اوس مې احساس كاوه چې زه اوس بندۍ يم، دا چې د چا بندۍ يم پر دې نه پوهېږم، خو يو ځل بيا مې د خداى شكر ادا كړ چې ښه دى د دې خوارۍ او ذلت په ورځو كې مې مور ژوندۍ نه ده، ((خدايه! شكر دى...))

زما وفاداره ايرانۍ وينځه
د داړه مارانو د ډېر تياري او ځاى ځاى پهرې دا ثابتوله چې له موږ څخه يو هم په تېښتې خپل ځان نشي خلاصولى، په دومره سخته پهره كې يو قدم اخيستل هم ناممكن دي.
يو نوكر زما خواته راغى او رانه يې وپوښتل چې ايا ته په پښو تللاى شې؟
ما په بېوسۍ ورنه پوښتنه وكړه چې دا خو راته ووايه چې موږ چرته يو؟ چرته ځو او زموږ منزل كوم ځاى دى؟
نوكر په ډېره هوښيارانه لهجه ځواب راكړ چې مهرباني وكړئ،  داسې سوالونه مه كوئ، دا چې موږ چرته يو او چرته ځو،  پدې يواځۍ زموږ بادار ښه پوهېږي.
ډېره شېبه نه وه تېره چې د دوى بادار هم راغى، دى يمننيانو ته ورته و، خو څېره يې ډېره ناولې او وېرونكې وه، لنډه دا چې ډېر بد مغزى او بد ژبى انسان و، په يوه لفظ كې به يې خپله غوښتنه كوله، داچې څوك پوهېدل كه نه پر هغه يې څه، پر خپلو كسانو يې فرض كړې وه چې په پټو سترګو يې حكم ته غاړه كېږدي. د ده پر وړاندې يو تن د دويم ځل خبرو اجازه نه درلوده، د ده په لاس كې به همېشه يو قمچينه وه چې د بوختيا په ډول به يې پرې غلامان وهل او ډبول. دا چې دا غلام ښځه ده كه نر ده ته يې توپير نه درلود، دواړه ورته يو ډول وو. كله به يې چې غلامان وهل نو چغې او كوكارې به يې ان تر اسمانه رسېدې. كله به مې چې د دوى دا حالت لېده او يا به مې د دوى چغې اورېدې،  نو زما پر بدن به هم لړزه راغله او داسې به مې انګېرله چې دا حالت پر ما تېرېږي.
د سزا وركولو پر وخت به دا ظالم دومر وېرونكى په نظر راتلو چې که په دې وخت كې كوم زمري هم ليدلاى واى، نو پښې به يې سپكې كړې واى.
د ده څېره، ناسته پاسته او انداز يې ټول وېرونكى او وحشي و، خو كله به يې چې خندا كوله،  نو نور به هم وېرونكى او هيبت ناك ښكارېدو.
كله مې چې دا ماحول او دا حالات ليدل،  نو له خولې مې يواځې دا خبره وتله چې خدايه! ماته مرګ راكړې، كاش! په حمله كې وژل شوې واى.
په دې ځاى كې ما له يديز سره د خبرو اجازه نه درلوده، دا زما هماغه ايرانۍ وينځه وه كومه چې له ماسره دلته بندۍ وه. بار بار به مې په زړه كې دا خيال پيدا كېده او سوچ به وړمه چې زموږ پايله به څه وي؟ خواري او زحمت خو زما د وس كار ندى او نه مې كله كړى دى، اوس خو څه كار نه  و، ځكه موږ لا پر لاره و او مزل مو کاوه، كله په قچرې او كله هم پياده، اوبه هم له موږ سره دومره وې چې يواځې د څښلو او پخلي لپاره مو ترې ګټه اخيسته.، خو كله چې دا مزل ختم شي،  نو هله به موږ پوه شو چې  پايله مو څه ده؟ دا داسې پوښتنه وه چې هيڅ ځواب يې نه راتلو، موږ سره په دې ډله كې پنځوس بنديان و چې هر څوك يې د كورنۍ د مرتبې په لحاظ ويشلي وو، زه ځانته وم، ځكه په دې ډله كې زمانه د لوړ پوړې كورنۍ څوك نه و، نور بنديان زما او د يديز په پرتله ډېر ارام ښكاريده، ښايي د دې علت دا و چې دوى په غلامۍ كې عادي شوي وو.
ما سره چې كومې ښځې په خېمه كې يو ځاى وې زه پكې تر ټولو مخكې خپله بستره كې غزېدم او د نورو ښځو خبرې به مې اورېدې چې ډېرې ښې به راباندې لګېدې.
يو څه موده وروسته په هره خېمه كې دوه دوه ښځې پرېښودل شوې، ما احساس كړه چې ښايي د منځنۍ آسيا د غلامانو بازار ته زموږ وړل پيل شوي چې هلته په رسېدو سره به زه هم لكه د نورو وپلورل شم او بيا به ټول ژوند د يوې بندۍ  په حيث تېروم.
زما پاتې پينځه ملګرې په خپلو منځو كې ښې خوشاله وې او ګپ شپ يې لګاوه او د خپل راتلونكي په اړه يې سره خبرې كولې چې د دوى ډيرى خبرې به په دې  اندېښنو او پوښتنو كې راټولې وې چې:
څوك به مو واخلي؟
زموږ راتلونكى به څنګه وي؟
زموږ پېرودونكى به ښكلى وي او كه نه؟ ځوان به وي كه زوړ؟ مالدار به وي كه غريب؟
د دې خبرو په اورېدو به زما په دماغو كې انګازې كېدې، ما به كوښښ كاوه چې دغه خبرې وانورم او د دې په خاطر به مې په غوږنو كې ګوتې ايښودې، مګر قسمت خپله پرېكړه كړې وه او د دې ټولو تدبيرونو سره سره به مې د دوى خبرې اورېدې.
د هرې نوې ورځې په راتلو سره به مو دغه د ځنكدن شېبې نورې هم سختېدې او فكر به مو كاوه چې سبا به څه كېږي؟ ايا زمونږ منزل رانيږدې شوى دى؟ آيا نن ورځ زموږ آخري ورځ ده چې زموږ په واك كې ده او سبا به د بل په واك كې يو؟ ما به د خپل زړه نه پوښتنه كوله چې فرض كړه، كوم پېرودونكى راغى او زه يې واخيستم، نو بيا به څه كېږي؟
يوه شپه چې موږ ټول په خپلو خېمو كې وو او د شپې نيمايي برخه تېره شوې وه، د سندرو او ساز غږ مې تر غوږو شو، ورو ورو مې ځان د خېمې تر خولې ورسولو او پرده مې پورته كړه، بهر د ډلې د مشر په شمول نور ټول د اور شاو خوا ناسته دي، څنګ كې يې له شرابو ډك خم ايښى دى، هر سړى پياله ډوكوي او په سر يې اړوي.
كله به چې كوم يو نشې په سر واخېست،  نو لاس به يې په تخرګ كې كېښود او په نڅا به يې پيل وكړ او پاتې نورو به ورته چكې وهلې.
پدى كې مې سترګې په يو څو ښځينه بنديانو ولګېدې چې له دوى سره يې په دې محفل كې ګډون درلود، زما په خيال دا مسلكي ښځې وې چې له نيولو مخكې هم دوى سندرې  ويلې او محفلونو كې يې نڅاګانې كولې، ځكه دوى په دې ډله كې دومره خوښې وې چې تا به ويل كوم غټ ارمان يې پوره شوى دى.
د دې منظرې په ليدو راباندې يو ډول لړزه خوره شوه، داسې مې احساسوله لكه ساه مې چې ووځي. سوچ مې كاوه چې كه دوى ما هم وغواړي نو څه به كوم؟
زما حيثيت نن د يو بندۍ په څير و او بندۍ د خپل بادار له حكمه سر غړونه نشواى كولاى.
خو له ځانه سره مې وويل چې زه بايد خپله حوصله پر ځاى كړم، ځكه كه زما له دې حالت نه خبر شول،  نو د خپلې وختېرۍ لپاره به مې خامخا وغواړي.
په همدې كې مې احساس كړه چې څوك مې شاته ولاړ دى او هغه ژر خپل لاس زما پر شونډو كېښود چې چغې نكړم. سره له دې چې دا احتياط بې ځايه و، ځكه كه ما چغې هم كړى واى نو پدې شور او  مستۍ كې به مې اواز چا نه واى اورېدلى، ورو ورو مې خپله غاړه تاوه كړه، ګورم چې يديز ولاړه ده، زما ايرانۍ وينزه.
يديز په ډېرې نرمې لهجې راته وويل چې زما باداره! زه ښه پوهېږم چې دا وخت دې پر نازك زړه او دماغ څه تېرېږي؟ د پهرې ټول عسكر دا وخت مېله كې بوخت دي، زما د خېمې په دروازه كې يوازى يو عسكر ولاړ دى خو ما ځان په خطر كې واچاوه او په دې نيت چې ښايي له تاسره څه مرسته وكړاى شم او له دې ځايه وتښتو راغلم، خو د دې ځاى څلورو خواو ته يو څاڅكى اوبه هم نه پيدا كېږي او موږ به له تندې مړې شوو، په هر حال ستا په خاطر د هر خطر زغمولو ته تياره يم، كه ډاډه شم چې زما په سرخندنه ستا ژوند ژغورل كېداى شي، نو يوه شېبه به هم درېغ  ونكړم.

نور بيا