نور هم بلا ښكلى شې

فردوس بهار له نن نه دوه ويشت كاله وړاندې د پېښور په جلوزيو كې د ښاغلي محمد يونس په كاله كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې. دى له آره د ننګرهار ولايت د كامې ولسوالۍ اوسېدونكي دى.
بهار اوه كلن و چې په كامه كې د محمد موسى شفيق د ښوونځي پر وره ورننوت، تر نهمه يې همدا ښوونځى ولوست، او د پاتې زده كړو لپاره د همدې ولسوالۍ مراد علي لېسه ته لاړ چې  په ۱۳۸۵ لمريز يې ترې برى ليک تر لاسه کړ.
په همدې كال يې د كانكور ازموينه وركړه چې په پايله كې يې د ننګرهار پوهنتون ادبياتو پوهنځي ته بريالى شو او اوس د همدې پوهنځي د دويم كال زده كړى دى.
د ده په وينا په 1383 لمريز كال هغه مهال چې لا په لسم ټولګي كې و  شاعري يې پيل كړه او تر دې دمه يې نږدې 160 شعرونه ليكلي.
بهار د هر هغه شاعر كلام چې د زړه له درده يې ليكلى وي او هنريت ولري خوښوي.
دا هم د بهار څو غزلې:

راغى دلبر خطر دى
د شوخ نظر خطر دى
مينه څه ټوكې نه دي
پكې د سر خطر دى
د لته د سولې امن
د پېغمبر خطر دى
كه يار رخسار ښكاره كړو
بيا نو د لمر خطر دى
زما او ستا كلي كې
اشنا خطر خطر دى
بهاره ښكلى جانان
شو مرور خطر دى

***
ياره زما ښكلى شې
نور هم بلا ښكلى شې
ما درته لمانځه كې تل
كړې دعا ښكلى شې
چشم بد له تانه دور
نام خدا ښكلى شې
ستا غم كړاونه دې
راشي په ما ښكلى شې
تا مې د رنځور زړګي
وكړه دوا ښكلى شې
زار به كړي بهار له تا
ټوله دنيا ښكلى شې

د بهار د لا ښې شاعرۍ په هيله
سردارولي څرک