چې مين شو لېونى شو
سردار اوس ايله سړى شو
ته يې نه شوې، خو دى خپله
له خپل ځان ځنې پردى شو
اوس له خلكو لرې ګرځي
اوس د غرونو غرڅنى شو
ستا غمونو په دې حال كړو
ستا غمو كې لېونى شو
۱۳۸۶لړم۱۰
24.12.2007
- سردارولي څرک
نور هم بلا ښكلى شې
فردوس بهار له نن نه دوه ويشت كاله وړاندې د پېښور په جلوزيو كې د ښاغلي محمد يونس په كاله كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې. دى له آره د ننګرهار ولايت د كامې ولسوالۍ اوسېدونكي دى.بهار اوه كلن و چې په كامه كې د محمد موسى شفيق د ښوونځي پر وره ورننوت، تر نهمه يې همدا ښوونځى ولوست، او د پاتې زده كړو لپاره د همدې ولسوالۍ مراد علي لېسه ته لاړ چې په ۱۳۸...
01.01.2008
- سردارولي څرک
لېونى كېږمه دلداره راشهمړ شومه مړ له انتظاره راشه
بغير له تا مې پكې ساه ډوبېږيكلي ته يو ځلې خو ياره راشه
درنه به هېره شي ښكلا د كابليو ځل، خو ته تر ننګرهاره راشه
مونږه دې هم كړى بلا انتظارزمونږ چم ته هم بهار راشه۲۸،۱۱،۲۰۰۷...