دا ځل د كلي لېونو باندې جرګه كومه

احمد بختيا ر ساحل له ننه ۲۰ كاله وړاندې د جلال اباد ښار په درېيمه ناحيه كې د محمد حكيم په كاله كې سترګې وغړولې. نوموړى له آره  د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو د بر بيار اوسېدونكى دى.
اوه كلن و چې په مياعمر لېسه كې يې زده كړه پيل كړه  او په ۱۳۸۵لمريزكال ترې بريالى راووت او د همدې كال د كانكور ازموينې له لارې د باميانو ولايت البيروني  پوهنتون ته بريالى شو چې دمګړۍ ته د همدغه پوهنتون د كرنې پوهنځي زده کړى دى.
دى هم لكه د نورو شاعرانو دعوه كوي چې له ماشومتوبه يې له شعر سره مينه وه، خو د ده په وينا كله چې لسم ټولګي ته ورسېد، نو شعر ليكل يې پيل كړل.
ساحل كله ناكله د شعر تر څنګ لنډې كيسې، او ادبي ټوټى هم ليكي چې د يو شمېر فرهنګيانو په وينا بد نه دى.
دى د خپلې شاعرۍ لامل د ۱۳۸۲ لمريز كال د نارنج ګل په مېله كې خپل ګډون ښيي او وايي چې په مشاعره كې ورباندې د يو شمېر شاعرانو شعرونه ښه ولګېدل او له همغه وخته يې د شعر په نامه يو څه ليكل پيل كړل چې تر دې دمه يې ښه ډېره شاعري كړې ده.
نوموړى هغه شعرونه خوښوي چې روان او ساده وي، يا په بل عبارت لوستونكى د ډيكشنرۍ ليدلو ته اړ نه كړي، چې  خاطر اپريدى، صاحب شاه صابر، حبيب الله زړه سوانداو ...د ده د خوښي شاعران دي. په سندرغاړو كې پرې د هارون پاچا او ظاهر ماشوخېل اوازونه  ښه لګېږې چې د ده په وينا لامل يې كېدى شي د روانو او ساده شعرونو ويل وي.
ساحل د زده كړې تر څنګ خياطي هم كوي چې په وينا يې له يوې خوا دغه كار د د كورنۍ لپاره يوه اقتصادي تكيه ده او له بلې خوا يې لكه د نورو زده كونكو كورنۍ ته لاس نه اوږدېږي.
بختيار چاپ كړي اثار نه لري، خو يوه ټولكه شاعري يې د چاپ لارې څاري.

دا هم د بختيار د شعر بېلګه:

نن په دې ميخانه كې يوه شپه كومه
كه هر څه كېږي بس ګناه كوم، نشه كومه
چې ستا قامت او ستا رخسار ستايم نو بيا دلبره
هغې غزل ته پوره درې شپې شوګيره كومه
د مخورو او سپين ږيرو خو دې ونه منل
دا ځل د كلي لېونو باندې جرګه كومه
لېونى نه يم چې په ځان راټولومه خلك
په زړه مجبور يم چې رباب وهم ټپه كومه
هر ځل په كاڼو بدرګه يم خو بيا هم درځمه
ستا په كوڅه كې لا غزل ليكم دمه كومه
نن چې دا ستا په مخامخ دلبره چپ ولاړ يم
نن خو دې زه د ښكلي حسن تماشه كومه