د سكران رضى الله عنه خوب رښتيا شو

ام المؤمنين حضرت سودۀ رضى الله عنها د سرور كائنات په نكاح كې تر راتلو وړاندې خوب ليدلى و چې له اسمانه پرې سپوږمۍ راوغورځېږي.  مېړه يې ورته د دې خوب تعبير داسې كړى و چې د رسول الله مېرمن به شي.

 حضرت سوده رضى الله عنها يو څه توند خويه وه، خو د دې ترڅنګ خوش طبعه هم وه چې په ځينو وختونو كې به پيغمبر ((ص)) پرې خوشالېده، ابن سعد وايي چې حضرت سوده رضى الله عنها  به كله كله په قصدي ډول په جلا انداز كې په لاره تلله، پيغمبر ((ص)) به چې ورته وكتل نو ورته خندل به يې، يوه شپه يې له رسول الله ص سره لمونځ كاوه، پيغمبر عليه السلام ډېره اوږده ركوع وكړه، كله چې سهار شو نو هغې عرض وكړ: ((يا رسول الله! د شپې دې په لمانځه كې دومره اوږده ركوع وكړه چې زه وويريدم له پوزې مې وينه جاري نشي، بيا مې تر ډېره وخته خپله پوزه سولوله.)) پيغمبر صلى الله عليه وسليم د هغې د دې خبرې په اورېدو موسكى شو.
حضرت سوده ((رض)) ډېره زړه سواندې او سخۍ ښځه وه، څه به چې په لاس ورغلل هغه به يې په پراخ زړه پر بېوزلانو ويشل. حضرت حافظ بن حجر په ((الاصابه)) كې ليكلي دي چې حضرت سوده رض به لاسي شيان جوړول او له دې لارې به چې كومه ګټه ورتله هغه به يې د خداى په لاره كې لګوله.
حضرت عمر فاروق رض يو ځل د سوغات په ډول په يو كرېټ كې ورته روپۍ ورولېږلې، هغې پوښتنه وكړه دا څه دي؟  ځواب يې وركړ: ((روپۍ!)) ويې فرمايل: ((په كرېټ كې روپۍ؟ د خرماو غوندې؟)) بيا يې وروسته روپۍ راواخيستلې او ټولې يې په داسې شان پر بېوزلو وويشلې، لكه چې څوك خرما ويشي. د حضرت سوده په زړه كې د بنتون رخه نه وه، حضرت عايشه صديقه رض وايي: ((له سودې نه پرته مې بله هېڅ يوه ښځه د رقابت له ولولې نه خالي نه ده ليدلې.))
د حضرت سوده ((رض)) دغوره اخلاقو په ليدلو يو ځل حضرت عايشې رضى الله تعالى عنها و ينا ده چې له سوده ((رض)) نه پرته يې د بلې هېڅ يوې ښځْې په ليدو په زړه كې دا هيله نه ده راګرځېدلې چې كاشكې يې روح د هغې په بدن كې واى.
دې پاكې بي بي د حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم اطاعت  پر ځان ډېر ضرور باله، كله چې د هجرت په لسم كاله اخري پلا له حضرت رسولله ص سره يو ځاى د بيت الله حج ته لاړه، پدې سفر كې  كې رسول الله ((ص)) ټولو بيبيانو ته وفرمايل: ((له دې حج نه وروسته ټولې په خپلو كورونو كې كېنئ.))
نورو بيبيانو د حج سفر بېل ګڼلو خو ام المؤمنين حضرت سوده او حضرت زينب بنت جحش رضى الله تعالى عنهما په دې حكم باندې په كلكه عمل وكړ او د نبي كريم ((ص)) له وفات وروسته په ټول عمر كې له كوره ونه وتلې. حضرت سوده به ويل: ((ما حج او عمره دواړه اداء كړيدي، نوره به د خداى له حكم سره سمه په كور كې كېنم.))
د حضرت سودة لومړۍ نكاح له خپل تره زوى حضرت سكران بن عمرو ((رض)) سره شوې وه، خاوند او مېرمن دواړو د بعثت په لومړيو وختونو كې ايمان راوړى وو، د حبشې له مهاجرينو څخه هم وو، كله چې له حبشې نه بېرته مكې ته راستانه شول نو حضرت سكران ((رض)) وفات او نوموړې كونډه شوه.
د حضرت سكران ((رض)) څخه د هغې يو زوى و چې حضرت عبدالرحمن نومېده، چې د فاروقي خلافت په دوره كې د جلولاء په جګړه كې په پوره مېړانه وجنګېده او د شهادت جام يې وڅښه، خو له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه يې كوم اولاد ونشو.
زرقاني ((رح)) وايي چې حضرت سودة رضى الله تعالى عنها د خپل پخواني مېړه حضرت سكران  په ژوند كې خوب ليدلى و چې دې بالښت ته تكيه وهلي وي، پورته ګوري چې اسمان وچوي او پرهغې باندې سپوږمۍ راوغورځېږي، كله يې چې خپل خوب حضرت سكران  ته بيان كړ هغه يې په تعبير كې ورته وويل: ((زه به په نېږدې وخت كې مړ شم او ته به د عربو د سپوږمۍ، محمد ص په نكاح كې داخله شې.)) چې يو څه موده وروسته رېښتيا هم د خوب تعبير د عمل جامه واغوسته.
له دې پاكې بي بي څخه پينځه حديثونه روايت شويدي چې يو په بخاري او څلور نور په سنن اربعه كې راوړل شوي. نوموړې د حضرت عمر الفاروق د خلافت په كلونو كې(22 هـ.كال) وفات شوه.

الله ترې خوښ دى