سردارولي څرک
راځئ چې سردار وپېژنو!
که د لطيف ننګرهاري په اواز مو دا غزل د تلويزيون په پرده ليدلى او اورېدلى وي چې وايي :
ته چې بنګړو ته ورکړې شرنګ دلبره
قسم دى ما به کړې ملنګ دلبره
نو ضرور به د سردارولي څرک له نامه سره اشنا ياست ، خو راځئ نن يې د همدې کتاب پر پاڼه چې ( ياد ) نومېږي وګورو چې څرک څوک دى.
دا چې زه او سردار د ژوندانه په دې روان بهير کې د ١٢ کالو راهيسې دومره نېږدې ملګري پاتې شوي يو چې په کوڅه کې ګاونډيتوب ، په ښوونځي کې له منځنيو زدکړو نيولې ان د پوهنځي تر بريده هم ټولګيتوب او په تېره بيا تر منځ مو د شعر و شاعرئ رېشته هغه څه دي چې زما او دده ملګرتيا ته يې نوره هم غښتلتيا ورکړې ، نو په دې وجه غواړم چې دده د لنډ ژوند ليک په پلمه دده په ژوند او شخصيت هم يو څه وليکم.
سردارولي څرک د ارواښاد سيدعلي زوى ،له اره د ننګرهار ولايت د چپليار ولسوالۍ د هيديا خېلو اوسېدونکى دى په ١٣٦٢ لمريز کال يې د جلال اباد ښار په روښان مېنه کې دې د ناخوالو او کړاوونو ډکې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې لږه موده پس په هېواد کې د کورنۍ جګړو او تاوتريخوالي له امله پېښور ته کډه شول او هلته يې د شمشتو په کمپ کې واړول.
څرک به د نږدې شپږو کالو و چې خداى تعالى ور څخه د مسافرئ په بې څوکه او بې کسه ماحول کې د پلار د مينې او محبت غږ واخيست او همدا ځاى و چې څرک ته د مور،زړې نيا، خور او دوه ورونو د پالنې او ساتنې ذمه واري پر اوږو بار شوه، خو څرک همت و نه بايله او له همدغه ځايه يې ديني زده کړو ته مخه کړه چې لمړنۍ زده کړې يې په شمشتو کې د دارالفرقان په مدرسه کې سر ته ورسولې.
هېواد ته د مجاهدينو د راتګ سره سم څرک د خپلې کورنۍ سره يو ځاى بېرته خپل کور ته راستون شو چې بيا هم د زده کړو د تر لاسه کولو بې کچې مينې دې اړ ايست چې د کور د ساتلو سره سره ښوونځى هم شروع کړي ، نو هماغه و چې د نصرت منځني ښوونځي په اووم ټولګي کې له ما سره هم صنفي شو.
د کال په تېريدو سره په ټولګي کې زموږ دا يو څو کسانو ملګرتيا چې په هغه کې څرک هم و ډېره کلکه شوه
څرک ميانه قد ، غنمرنګه څېره ، شنې سترګې او معمولا تند مزاج لري. تند خويه په دې دى چې په يوه خبره ډېر ژر جدي کېږي په ځانګړي ډول کله يې چې پاک کالي اغوستي وي او څوک يې کالو ته لاس ور وړي نو په دې ور ته ډير قار ورځي.
څرک په ١٣٨٢ لمريز کال د مياعمر اول عالي لېسې څخه زما سره يو ځاى فارغ شو او په همدې کال د کانکور له ازموينې وروسته د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالى شو چې د کورنيو ستونزو له کبله يې ونه شواى کولى چې پوهنځى سر ته ورسوي ، نو هماغه و، چې د پوهنځي پرځاى خپلې کورنۍ ته ديوې مړۍ ډوډۍ د پيداکولو په لټه کې شو.
سردار ژورناليزم ته مخ واړوه او د يو شمېر کورسونو او ورکشاپونو له اخيستلو وروسته يې د اريانا ، ننګرهار ، طلوع او لمر ټلويزيونونو سره د خبريال په توګه دنده تر سره کړه، همدارنګه يو څه موده په ختيزو ولايتونو کې د چراغ ورځپاڼې د خبريال او د ننني افغانستان د مسول مدير دنده هم پر مخ يوړه او ددې ترڅنګ د ننګرهار په علمي او فرهنګي مرکز (مېديوتيک) کې د ژورناليزم د ترينر يا استاد په توګه هم دنده په غاړه لرله.
څرک د ١٣٧٧ لمريز کال راهيسې شاعري پيل کړې چې ( ستا د اقرار په تمه شپې تېروم ) يې لمړنۍ شعري ټولګه ده، ( ياد ) يې همدا شعري ټولګه ده چې نن ستاسې په لاسو کې ده، ( ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړ) د خاطر اپريدي د ښکلو غزلونو راټولونه يې بل اثر دى، همدارنګه په ژباړه کې يې هم تر چا لاس لنډ نه دى پاتې له اوردو او فارسي ژبو څخه روانه او ساده ژباړه کوي ( اسلام د انسانيت لپاره رحمت دى نه کړاو) او همدارنګه ( جهاد او ترهګري ) هغه کتابونه دي چې په اوردو ژبه د اسلامي نړۍ ستر نابغه ډاکتر عبدالکريم ذاکر نائيک ليکلي او سردارولي څرک پښتو ته را ژباړلي دي، وروستى ديدن (ناول) يې هم له اردو څخه ژباړه ده، چې صميم ادبي ټولنې خپور کړى .
په اخر کې ستاسې درنو لوستونکيو د حوصلو او زغم قدردانى کوم چې زما دا ماته ګوډه ليکنه مو ولوسته او څرک ته د لوى خداى له دربار څخه د ښکلي ژوند هيله کوم.
په مينه
د څرک د لا برياو په هيله
انجينر سرحدي ځواک
روښان مېنه – خپل کور
٧-٦-١٣٨٨
ژوند مو په اسلام وپسولئ
حدود
دا چې اسلام د عدل او اعتدال دين دى انسان ته يې په ورځني ژوند كې د ژوند داسې لارې چارې ټاكلي چې له مخې يې د نورو انسانانو ژوند هم په امن او سوكالۍ كې ترسره كېدلاى شي اسلام د سلامتيا دين دى او په هره پرېكړه كې يې د انسانانو د ورځني ژوند ساتنه او پالنه له ورايه برېښي تر هغې چې انسانان په اسلامي روحيه سمبال وي او د نورو حقونو ته په ارزښت او درنښت ژمن وي هيڅ ستونزه نه پيدا كېږي، خو لكه چې انسانان د ژوند په ډګر كې له ټاكليو پولو څخه تېرى كوي د نورو حقونو باندې ناروا او ناسمې ولكې كلك
حدود
دا چې اسلام د عدل او اعتدال دين دى انسان ته يې په ورځني ژوند كې د ژوند داسې لارې چارې ټاكلي چې له مخې يې د نورو انسانانو ژوند هم په امن او سوكالۍ كې ترسره كېدلاى شي اسلام د سلامتيا دين دى او په هره پرېكړه كې يې د انسانانو د ورځني ژوند ساتنه او پالنه له ورايه برېښي تر هغې چې انسانان په اسلامي روحيه سمبال وي او د نورو حقونو ته په ارزښت او درنښت ژمن وي هيڅ ستونزه نه پيدا كېږي، خو لكه چې انسانان د ژوند په ډګر كې له ټاكليو پولو څخه تېرى كوي د نورو حقونو باندې ناروا او ناسمې ولكې كلك
ام المؤمنين حضرت سودۀ ژوند ليک
د سكران رضى الله عنه خوب رښتيا شو ام المؤمنين حضرت سودۀ رضى الله عنها د سرور كائنات په نكاح كې تر راتلو وړاندې خوب ليدلى و چې له اسمانه پرې سپوږمۍ راوغورځېږي. مېړه يې ورته د دې خوب تعبير داسې كړى و چې د رسول الله مېرمن به شي. حضرت سوده رضى الله عنها يو څه توند خويه وه، خو د دې ترڅنګ خوش طبعه هم وه چې په ځينو وختونو كې به پيغمبر ((ص)) پرې خوشالېده، ابن سعد وايي چې حضرت سوده رضى الله عنها به كله كله په قصدي ډو
د حضرت اسامه بن زيد رض ژوند ليک
د زهد او تقوا سمبول ابو محمد اسامه بن زيد هغه صحابي دى چې پر رسول اكرم صلى الله عليه وسلم ډېر ګران و، د هغه پلار، حضرت زيد بن حارثه، ته يې زوى ويلي و او د هغه مور، ام ايمن، رسول الله په كوچنيوالي كې په خپله غېږه كې پاللى و. د رسول الله صلى الله عليه وسلم له اسامه بن زيد رض سره دومره مينه وه چې تر ديارلس كلنۍ پورې به په ازادانه ډول نبوي حرم ته داخلېده، يوه ورځ په نبوي حرم كې دى له پيغمبر صلى الله عليه وسلم او بي بي عايشې رضى الله عنها سره ناست و.
د حضرت بلال رض ژوند ليک
((ابوبكر زموږ سردار دى او زموږ سردار بلال يې ازاد كړ.)) ((ما له نبي كريم صلى الله عليه وسلم نه اورېدلي دي چې له ايمان نه وروسته بهترين عمل جهاد كول دي، ماته اجازه راكړه چې پاتې عمر مې په جهاد كې تېر كړم.)) د جاهليت په دوره كې د بلال غوندې بېكسه خلكو او غلامانو لپاره نه يوازې د لويو شخصيتونو په كتار كې ځاى نه و، بلكې د انسانيت په سترګه هم ورته نه كتل كېدل. خو، د اسلام ريښتوني مساواتو ته وګورئ چې ابو بكر صديق او بلال رضى الله عنهما
ژوندمو پر اسلام وپسولئ
د دغې پاڼې درو ليدونکيو!که چېرې تاسې هم له دغه ډول پوښتنو سره مخ کېږى او غواړى چې ځواب يې تر لاسه کړى، نو خپلې پوښتنې د څرک په پته را واستوئ ژوند مو پر اسلام وپسولئ لومړۍ پوښتنه: که يو تن د غسل پر مهال اودس و نه کړي لمونځ يې کېږي، که نه؟ ځواب: له غسل څخه مخکې ا
خالدبن وليد رضى الله عنه
((زه به خامخا داسې كسان در ولېږم چې هغوى له مرګ سره داسې مينه لري، لكه تاسې يې چې له ژوند سره لرئ.)) خالد بن وليد رضى الله عنه د اسلامي لښكر هغه ستر سرلښكر و چې د حق په لار كې يې بې ساري سرښندنې كړي او رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته د سيف الله لقب وركړى چې مېړانه يې تر دې دمه د مسلمانانو په زړونو كې ژوندۍ ده. حضرت خالد رض هغه شخصيت دى چې رسول الله ورته د سيف الله (د الله توره) لقب وركړى نوموړى د قريشو د قبيلې د بنو محزوم له كورنۍ څخه و
حضرت خديجه رضى الله عنها
((د دنيا له ښځو څخه دوه ښځې غوره دي، يوه مريم بنت عمران او بله خديجه بنت خويلد)) بي بي خديجه د حضرت محمد صلى الله عليه والسلام لومړنۍ ماندينه او په اسلام لومړۍ مشرفه شوې ښځه ده چې خپل شته يې د حق د لارې په دعوت او د كونډو، يتيمانو او بېوزلو په لاس نيوي لګولي. حضرت خديجه بنت خويلد له عام الفيل نه پنځلس كاله دمخه په مكه كې زېږېدلې، اصلي نوم يې خديجه او لقب يې طاهره او پلار يې خويلد بن اسد بن عبدالعزى بن قصى و چې په څلورم پښت كې يې د نسب لړۍ
بى بى عايشه رضى الله عنها
حضرت عايشه رضى الله تعالى عنها تر بعثت څلور كاله وروسته د شوال په مياشت كې زېږېدلې. ابوبكر الصديق يې پلار او مور يې ام رومان بنت عامر وه چې دواړه له لويو صحابه كرامو څخه وو.نوموړې له ماشومتوبه ډېره ذهينه او هوښياره وه او دومره قوي حافظه يې لرله چې د وړوكوالي ټولې خبرې يې په ياد وې. حضرت عايشه د حضرت معاويه رض د حكومت تر اتلسم كال پورې ژوندۍ وه. په پاى كې د (۵۸) كال د رمضان په مياشت كې ناروغه شوه او دهمدې كال او همدې مياشتې په اوه لسمه نې
حضرت ابو عبيده بن الجراح رضى الله عنه
امين سالار د اسلامي تاريخ سرښندونكى سرلښكر چې آن د نبي كريم ص له رحلته وروسته هم ډېرې جګړې د ده تر لارښوونې لاندې پرمختللي، ابو عبيده بن الجراح رض دى. د حضرت ابو عبيده بن الجراح اصلي نوم عامر بن عبدالله بن الجراح و چې د قريشو د بنو فهد كورنۍ ته منسوب و. هغه وخت د حضرت صديق اكبر رض په دعوت په اسلام مشرف شوى و چې لا رسول الله ص دار ارقم ته نه و داخل شوى. دى د بدر غزا ګډونوال، د عشره مبشره و يو تن او په هغو كسانو كې هم شام
د حضرت خٌبيب رض ژوند ته كتنه
((اى خدايه! ما ستا د رسول پيغام خلکو ته ورسوه، ته زما خبر هغه ته ورسوه.)) دا حق پالونکيو له ډلې څخه ده هغه صحابى دعا وه چې کفارو په چل ول تر لاسه کړى وو او له ډير زحمت وروسته يې په داسې حال کې په دار وزړولو چې د هغه په خوله د توحيد کليمه زمزمه کېدله.په څوارلسم هجرى کال کې د بنو لحيان مشر سفيان بن خالد د مسلمانانو پر خلاف يوه دسيسه جوړه کړه، هغه داسې چې د عضل او قارې اوه کسان يې دپيسو په بدل کې وګمارل چې د اسلام په جامه کې مدينې منورې ته لاړ شي