((ابوبكر زموږ سردار دى او زموږ سردار بلال يې ازاد كړ.))


((ما له نبي كريم صلى الله عليه وسلم نه اورېدلي دي چې له ايمان نه وروسته بهترين عمل جهاد كول دي، ماته اجازه راكړه چې پاتې عمر مې په جهاد كې تېر كړم.))

د جاهليت په دوره كې  د بلال غوندې بېكسه خلكو او غلامانو لپاره نه يوازې د لويو شخصيتونو په كتار كې ځاى نه و، بلكې د انسانيت په سترګه هم ورته نه كتل كېدل.  خو، د اسلام ريښتوني مساواتو ته وګورئ چې ابو بكر صديق  او بلال رضى الله عنهما دواړه په يوه رديف كې  ستايل كېږي. لكه حضرت عمر چې وايي: ((ابوبكر زموږ سردار دى او زموږ سردار بلال يې ازاد كړ.))
سره له دې چې بلال  نرمې او نوې جامې، د پښو كولو لپاره پڼې  او ښكلې څېره نه درلوده خو بيا يې هم د رسول صلي الله عليه وسلم د عاشقانو په لومړي كتار كې ځاى درلود. د نړى له زرميلونو مسلمانانو څه حد اقل  (۷۰۰) ميلونه مسلمانان يې له نامه سره اشنا دي. كه دنړۍ په هركونچ كې له يو مسلمان ماشوم نه هم پوښتنه وكړې چې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم مؤذن څوك و؟ نو د بلال نوم به درته واخلي.
بلال په داسې وخت كې د توحيد غږ ته لبيك ووايه او د اسلام په حلقه كې داخل شو چې هغه وخت د اسلام په حلقه كې داخلېدل د اور بټۍ ته وردانګل و.
كله چې د حضرت بلال بادار اميه بن خلف د بلا ل  له مسلمانېدو نه خبر شو ډېر په قهر شو. او د ده په ربړونه يې پيل وكړ تر دې چې د مكې دحرې په نوم يو سوزونكي ډاګ كې چې د غرمې پر مهال به يې شګه د سكروټو سره برابره وه بلال څملاوه او د پاسه به يې پرې درنه تيږه كېښوده ترڅو په اړخ وانوړي او ورته ويل به يې كه غواړې له دې عذاب نه وژغورل شې دمحمدص له دين نه واوړه، لات او عزا ته غاړه كېږده. خو، دغه مظلوم، بېوسه او بېكسه غلام به په ځواب كې ويل: احد، احد ( خداى ج يو دى)
د اميه  به په دې عذاب زړه يځ نه شو خپلو خدمتګارانو ته به يې امر وكړ ترڅو د بلال په غاړه كې رسۍ واچوي او د مكې په كوڅو كې يې راكاږي . خلك به ده ته په عذاب وركولو ستړي شول خو د ده له خولې به يوازې همدا يو اواز راوته چې الله يو دى ، الله يودى.
يو ورځ ابو بكر صديق اميه د بلال په ربړونه وليده، ورته يې وويل نور دا پرېږه زه به يې په بدل كې يو غلام چې ستاسو په دين دى دركړم. اميه پر غلام سربېره د نغدو غوښتنه هم وكړه چې حضرت ابوبكر ورسره ومنله او بلال يې د هغه له ظلمونو وژغوره او ازاد يې كړ.
حضرت بلال چې د اميه له غلامۍ نه خلاص شو د رسول الله خوا ته لاړ او خپل عمر يې د هغه خدمت  او ملګرتيا ته وقف كړ. كله چې د اسلامي غزواتو لړۍ پيل شوه، بلال له بدر نه تر تبوك پورې په ټولو غزاګانو كې برخمن و او د بدر په غزا كې يې د اميه بن خلف په وژلو خپل كسات پوره كړ.
كله چې مسلمانانو مدينې ته هجرت وكړ او نبوي جومات جوړ شو نو حضرت محمدص دى خپل مؤذن وټاكه. الله تعالى بلال ته ډېر لوړ، خوږ او زړه راښكونكى اواز وركړى و، ده به چې كله اذان كاوه، د خلكو له سترګو نه به اوښكې بهېدلې، تر دې چې ښځې به پربامونو باندې ختلې اوغوږ به يې نيوه.
د حضرت محمدصلى الله عليه وسلم له رحلت نه وروسته د بلال دزړه دونيا د خپل محبوب په بېلتانه ړنګه شوه، يو څه موده وروسته يې لومړي خليفه ابوبكر صديق رضى الله عنه ته وويل:
((ما له نبي كريم صلى الله عليه وسلم نه اورېدلي دي چې له ايمان نه وروسته بهترين عمل جهاد كول دي ، ماته اجازه راكړه چې پاتې عمر مې په جهاد كې تېر كړم. ))
ابوبكر صديق ورته وويل: ((بلاله! زما عمر زيات تېر شوى دى، كمزورى شوى يم، دخداى په خاطرما يوازې مه پرېږده.)) په يو روايت كې راغلي دي چې حضرت بلال دا خبره ومنله خو شرط يې كېښود چې اذان به نه كوي.
د صديق اكبر له خلافت وروسته حضرت بلال شام ته لاړ او جهاد ته يې ادامه وركړه، د فاروق اعظم په دور كې چې كله بيت المقدس  فتح شو نو حضرت عمر له بلال څخه وغوښتل ترڅو د مسلمانو د لومړۍ قبلې د فتحې په وياړ اذان وكړي ، حضرت بلال د هغه غوښتنه ومنله او اذان يې پيل كړ كله چې د اشهد ان محمد رسول الله الفاظو ته ورسېده صحابه و ته د رسول اكرم صلى الله عليه وسلم وخت ورياد شو او ټولو ډېر زيات وژړل. پخپله حضرت عمر دومره وژړل چې ستونى يې له ژړا وچ شو.
د شام له جنګونو نه تر فارغيدو وروسته حضرت بلال هماغلته استوګن شو. يوه شپه يې خوب ليده چې رسول الله  ورته ويل: ((بلاله! ايا د دې وخت نه دى را رسېدلى چې زما زيارت ته راشې؟)) بلال د هغې شپې په سبا په ډېره چټكۍ سره ځان مدينې ته راورسوه. كله چې د نبي كريم روضې ته ورسېده، زړه يې دبېلتون په لمبو ستي شو، دومره يې وژړل چې هيڅ يو حاضرهم  خپلې اوښكې تم نه شوې كړاى. حضرت حسن او حسين يې په غېږ كې واخيستل او ښكل يې كړل، هغو ترېنه غوښتنه وكړه چې بابا سبا به ته اذان كوې، حضرت بلال د دوى غوښتنه ومنله او اذان يې وكړ خو د اذان پرمهال د مدينې فضا  غم او خپګان په سر واخيسته. تا به ويل همدا  اوس پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفات شوى دى.
حضرت بلال د شپېتو كالو په عمر په دمشق كې وفات او هماغلته دفن كړاى شو(الله ترې راضي دى)