د دغې پاڼې درو ليدونکيو!
که چېرې تاسې هم له دغه ډول پوښتنو سره مخ کېږى او غواړى چې ځواب يې تر لاسه کړى، نو خپلې پوښتنې د څرک په پته را واستوئ
ژوند مو پر اسلام وپسولئ
لومړۍ پوښتنه: که يو تن د غسل پر مهال اودس و نه کړي لمونځ يې کېږي، که نه؟
ځواب: له غسل څخه مخکې اودس کول د جمهورو اهل علمو په نزد واجب نه دى. امام بخاري (رح) چې د حضرت عايشې (رض) او حضرت ميمونې (رض) په روايت په دې اړه کوم حديثونه نقل کړي دي، په هغوى کې يادونه شوې ده چې رسول الله ص له غسل څخه مخکې اودس کاوه، لکه څنګه اودس به يې چې د لمانځه لپاره کاوه. ځينې اهل علم وايي که يو سړى په اوبو کې يو ځل غوټه شي، ټول بدن ته يې يوازې اوبه ورسېږي، اودس ونکړي، يوازې خوله او پوزه د غسل او اودس په نيت پرېمنځي، غسل يې سم دى، نو لمونځ يې هم کېږي. بايد يادونه وکړم چې له غسل نه مخکې اودس کول سنت دي.
دويمه پوښتنه: يو شمېر خلک يو رکعت وتر لمونځ کوي، حکم يې څه دى؟
ځواب: له ابو ايوب (رض) څخه روايت دى، رسول الله (ص) فرمايلي: ((وتر حق دي، نو څوک چې غواړي اووه ٧ رکعته دې وکړي، څوک چې غواړي پينځه رکعته دې وکړي، څوک چې غواړي درې رکعته دې وکړي او څوک چې غواړي، يو رکعت دې وکړي.)) د رسول الله (ص) له احاديثو څخه ټول ثابت دي، البته د امام ابوحنيفه (رح) د مذهب پلويان درې رکعته غوره ګڼي.
درېيمه پوښتنه: ډيرى خلک په دې ټينګار کوي چې د لمانځه پر مهال د خولۍ په سرول يا پر بل څه د سر پټول اړين دي، تا سې په دې اړه څه واياست؟
ځواب: د مسلمانانو تر منځ دا اتفاقي مسئله ده چې په سرتوري سر لمونځ کول بې له کراهته سم دي، دا ځکه چې د نارينه سر په هېڅ حالت کې عورت نه دى، يو شمېر نور عالمان او فقهاء په سرتوري سره لمونځ کول مکروه ګڼي، دا په هغه حالت کې چې سړى د خولۍ په سر كولو يا په بل څه باندې د سر پټولو توان لري او قصداً په سرتوري لمونځ کوي، فقه السنة لومړى جلد، ١٠٨ مخ کې مرفوع حديث ذکر کړى چې: ((الله [ج] ډېر لايق دى، د دې خبرې چې انسان هغه لپاره ځان ډولي کړى او خپله ښکلا برابره کړي.)) شېخ الاسلام خپلې فتاوې ٢٢ جلد ١١٧ مخ کې يادونه کړې چې عبدالله بن عمر (رض) خپل غلام نافع ته هغه مهال وويل چې هغه په سرتوري لمونځ کاوه: ((آيا ته به په داسې حالت کې چې خولۍ دې په سر نشته، خلکو ته وروځې؟)) هغه وويل: ((هيڅکله نه!)) بيا يې ورته وويل: ((الله [ج] ډېر لايق دى چې سړى هغه لپاره خپل ځان ډولي کړى، ښه طريقه دا ده چې د عاجزۍ او د لمانځه د ادابو په نظر کې نيولو سره د لمانځه پر مهال سر په خولۍ يا بل شي پټ کړى شي.))
څلورمه پوښتنه: په جومات كې د ژوند په مسايلو خبرې كول څه حكم لري؟
ځواب: د اسلام د سپېڅلي دين زيات شمېر عالمان په جومات کې د دنيوي ژوند په اړه خبرو کولو حرمت ته ژمن دي او په دليل کې د محمد (ص) هغه حديث راوړي چې صاحب المدارك او غزالي (رح) په الاحياء کې ذکر کړى. رسول الله (ص) فرمايلي: ((جومات کې خبرې کول نيكۍ داسې خوري لکه اور چې لرګي خوري.)) ابن مسعود (رض) د رسول الله (ص) حديث نقل کړى: ((زر ده چې په وروستۍ زمانه کې به داسې قوم يا خلک وي چې د هغوى خبرې به جوماتونو کې وي، خو دوى او د دوى عبادت ته د الله (ج) هېڅ اړتيا نشته.)) که څه هم چې ځينې عالمان جومات کې د ځينو ضروري خبرو مباحوالى مني، خو غوره دا ده چې له هر ډول دنيوي خبرو څخه په جوماتونو کې ډډه وشي.
پينځمه پوښتنه: په افغانستان کې په تېره پښتنو کې په خور او لور بدل کول يو عام رواج دى، د اسلام له نظره دا کار څنګه دي؟
ځواب: په خور، لور بدل کول اسلام کې اصل نه لري، دا کار د رسول الله (ص) او هم د صحابه کرامو زمانه کې نه دي شوي، د اسلام ستر رهبر محمد (ص) هم له دې کړنې منعه کړې او فرمايلي يې دي: ((په اسلام کې بدل کول نشته، که څه هم چې دا مسئله ډېر تفصيل غواړي، خو پرېکنده اسلامي دريځ دا دى چې خور او لور په بدل کې ورکول اسلامي کړنه، نه بلکې يوه ناوړه دوديزه کړنه ده.))
شپږمه پوښتنه: ډيرى کليوالې ښځې په دې اند دي که يو تن د چهار شنبې په ورځ خپل نوکان غوڅ کړي، سفر وکړي او ... نو بيا به هره چهار شنبه هغه کار کوي، چې د دوى له نظره ښه کار نه دى، دغه خبره د اسلام له نظره څنګه ده؟
ځواب:چارشنبې ورځ د جاهليت دور کې هم سپېره ګڼل کېده، اوس هم ډېرى خلک د جاهليت ناوړه دود ژوندى ساتي او د چارشنبې په ورځ سفر او نورې ورځنۍ چارې سر ته رسول بدشګوني ګڼي، آن تر دې چې ځينې پکې د نوکانو غوځول هم بد ګڼي. د چارشنبې د ورځې په اړه دا ډول عقيده ساتل له اسلامي عقايدو او تګلارو څرګند سرغړاوى دى، ټولې ورځې ښې او نېکې دي، هغه بېله خبره ده چې ځينې ورځې د نورو په پرتله غوره والى والى لري.
مولوي محمد غني فاروقي