مېټامېزول يا نولجين يا ډېپېرون د دې له كبله چې د وينې په حجرو ناوړه اغېز ښندي له ډېرې مودې راهيسې د نړۍ د درملو له كتابونو څخه ويستل شوي ، دې درمل نه يوازې خپل دوايي ارزښت له لاسه وركړى دى بلكې په انساني بدن باندې د بدو اغېزو له كبله يې استعمال منعه شوى دى.
كاولين او پکټين نه هضمېدونکي کيمياوي مادې دي چې دواړه په ګډه په لويو كولمو كې د باكترياوو، توكسينونو او مايعاتو د جذب سبب ګرځي او له دې كبله غايطه مواد كلكوي او د سارا ته تلو شمېر راكموي. په حاد اسهال كې ګټور خو په ځنډني اسهال كې ګټور نه دي او كله كله استعمالېږي. يو عام تجارتي مستحضر يې كاوپكټين دى. د كاولين پيكټين درمل د قبضيت سبب ګرځي او ځانګړي جانبي عوارض نه لري. که له نورو درملو سره يو ځاى خوړل کېږي نو بايد د دوو ساعتو وقفې وروسته وخوړل شي.
له دې كبله چې دا درمل په غټو كلمو كې د باكترياو، توكسينونو او اوبو د جذب سبب ګرځي، نو په هغو اسهالاتو كې چې سبب يې باكتريا او د هغه توكسينونه وي له اوبو سره يو ځاى د وينې دوران ته جذب او د اسهال د درېدلو او له قبضيت سره يو ځاى د وينې د شديدې مكروبي كېدو سبب ګرځي چې په دننه كې د توكسينونو د جذب له كبله كېدى شي مرګ هم رامنځته كړي. په هغو اسهالاتو كې چې تبه ورسره وي او ډېره موده يې تېره شوي وي، بايد ورنكړل شي. د اسهال د ژر درولو لپاره د ځينو ډاكټرانو لخوا ناروغانو ته تجويز خو كه پورتني ټكي پكې په نظر كې ونه نيول شي، كېدى شي وژونكى وي.
ډاكټران د بې كيفيته او غير مجاز درملو په پلورلو كې څومره ونډه لري؟
د جلال اباد ښار د يو شمېر ډاكټرانو په نسخو كې ټيټ كيفيت لرونكي او د عامې روغتيا وزارت لخوا منعه شوي درمل چې ناروغ ته د ګټې پر ځاى زيان رسوي، تر اوسه شته، خو د ننګرهار عامې روغتيا رياست په ډاګه كړې چې له دې وروسته كه هر ډاكټر دغه ډول درمل ناروغ ته توصيه كړي، له قانوني كړنو سره به مخ شي.
درمل د كيفيت له مخې په دوه ډوله دي: د لوړ كيفيت او ټيټ كيفيت لرونكي، دغه ډول درمل نه يوازې ټيټ معيار لرونكى كمپنۍ جوړوي بلكې كله ناكله د لوړ كيفيت لرونكو او مشهورو كمپنيو په نامه هم بازار ته راوځي. د وېلوسف كپسول چې د يوې امريكايي كمپنۍ لخوا په پاكستان كې جوړېږي، كله ناكله د همدې كمپنۍ په نامه بدله دوا چې لېبل او بهرنۍ بڼه يې سره ورته وي او په منځ كې دوا يې بدله وي د افغانستان بازارونو ته راوړل كېږي چې د دغه ډول كمپنيو ډېر شمېر د پاكستان په سرحد صوبه كې چې دغه ډول درمل ناروغ ته د ګټې پرځاى زيان رسوي.
همدا ډول يو شمېر درمل د غير معياري كمپنيو لخوا جوړېږي چې كيفيت يې ډېر ټيټ وي او د ناروغ په درد نه دوا كېږي. د دې تر څنګ يو شمېر درمل داسې هم شته چې اوس د طبي درملو له ډلې وتلي چې پدوى كې د مېټامېزول نوم اخيستلى شو. خو سره له دې هم ډاكټران دغه درمل ليكي. د مېټامېزول يوه ځانګړنه دا ده چې ډېر زر خپل اغېز ښندي او ناروغ د يو څه وخت لپاره په خپل درد نه پوهېږي خو په راتلونكي كې يې پر بلا ستونزو اړوي.
دا چې څنګه د دغو بې كيفيته درملو مخنيوى وشي په دې اړه د جلال اباد ښار د شكرالله درملتون څښتن شېرعلم امله وال ننني افغانستان ته وويل: ((د دغه ډول بې كيفيته دواګانو مخنيوى يو څه مشكل دى، ځكه مونږ د كوالټي كنټرول وسايل نه لرو. )) د ده په وينا د دغه ډول درملو سودا ګر دومره هوښيار دي چې كه چېرې د كيفيت د كنټرول وسايل پيدا هم شي دوى هغه د ښه كيفيت لرونكي درمل نمونه دغې ادارې ته استوي او وروسته چې كومه دوا بازار ته وړاندې كوي هغه ټوله بې كيفيته وي.
د ډولونيوروبيان پيچكارۍ (ستنې) د جرمني د مرك كمپنۍ لخوا چې په افغانستان او پاكستان كې يې نمايندګۍ دي، جوړېږي. دا د درد ضد توكو او ويټامينونو يو مركب درمل دي چې په كې د بي يو (B1) ويټامين چې د حساسيت يا د بي يو شاك سبب ګرځي، هم شامل دى. د پوهنمل داكټر احسان الله احسان په وينا كه دغه درمل د وريد له لارې واخيستل شي نو امكان شته چې هغه شخص له پورتنيو دوو حالتونو سره مخ شي.
اوسمهال يو شمېر درمل چې له څوكالو راهيسې په نوره نړۍ كې بند شوي دي په افغانستان او په تېره جلال آباد كې اوس هم په پرېمانه ډول د ډاكټرانو لخوا توصيه كېږي چې له دې جملې څخه اسپرين، ميټاميزول يا ډېپرون، كاولين او پېكټين ، فِنايل بيوټازون، سټريكنين، هايوسين كمپاونډ او ... دي
دا چې ولې ډاكټران غير مجاز درمل توصيه كوي، په اړه يې ډاكټر احسان وايي: ((علت يې دادى كوم ډاكټر صاحب چې دغه ډول درمل ناروغانو ته توصيه كوي، دى نا خبره وي ځكه ده چې كوم وخت كې زده كړه كړې هغه وخت دا درمل مجاز و او اوس دا مطالعه نه لري چې پوه شي نړۍ كې څه بدلونونه راغلي، كومه دوا په خپل حال پاتې شوې او كومه دوا غير مجاز ګرځول شوې.))
د ټېروېډ په نامه يو درمل دي چې د هوخېست كمپنۍ لخوا جوړېږي چې په محرقې او نورو انتاني ناروغيو كې ناروغ ته وركول كېږي او اصلي قېمت يې ۲7۰ افغانۍ دى، خو دې ته ورته يوه دوا چې د بلې كمپنۍ لخوا جوړېږي په ۲۰ تر30 افغانۍ ده او ډاكټران يې د همدې ناروغۍ لپاره ناروغ ته ليكي چې د نرخ د كموالي له مخې يې د كيفيت اندازه لګېدلى شي. امله وال په دې اړه وايي چې له بده مرغه دغه ټيټ قيمت لرونكې دوا چې د كومې كمپنۍ لخوا جوړېږي د هغې كمپنۍ استازي له ډاكټر سره جوړ جاړى كوي يو څه فيصدي ډاكټر ته مني او دوا چې په ۲۰ تمامه شوې وي د ډاكټر له فيصدۍ، د دوكان له كرايې، او د سودا ګر له ګټې وروسته يې قيمت هغه د لوړ كيفيت لرونكې دوا ته رسېږي او ګټه خو يې څه چې ناروغ ته زيان هم رسوي.
يو شمېر ډاكټران له درملتونونو سره جوړجاړى كوي، يانې دوى د ډاكټر د كتنځي كرايه وركوي او هم په نسخو كې فيصدي وركوي او ډاكټران يې په بدل كې د هغوى بې كيفيته، تاريخ تېرې او تقلبي دوا ليكي. دا چې ولې ډاكټران غېر مجاز او يا بې كيفيته درمل ليكي. د ننګرهار طب پوهنځي د داخله څانګې غړى، پوهنيار ډاكټر حبيب الله مولوي زاده يې په اړه وايي: ((كېدى شي يو شمېر ډاكټران چې خپل مسلك ته وفادار نه دي دا كار وكړي خو ټول يې نه كوي، ځكه كه ډاكټران دا كار وكړي بيا ورته مريضان مراجعه نه كوي او مريض چې ورته مراجعه ونه كړي ډاكټر به له درملتون والا نه د څه شي فيصدي واخلي؟.))
دى زياتوي فيصدي اخيستل په ذات كې رشوت اخيستل دي چې دا يو نا روا كار دى او هر څوك چې دا كار كوي ناروا كوي.
ډاكټر احسان الله احسان دا مني چې يو شمېر ډاكټران په ريښتيا هم له درملتون والا سره جوړ جاړى كوي چې دا په دوه ډوله دي، يو هغه چې د درملتون خاوند ډاكټر ته د نسخو په بدل كې يو څه فيصدي وركوي او بل ډول يې دا دى چې د ډاكټر د كتنځي كرايه او ورځنى لګښت پر خپله غاړه اخلي. نوموړى زياتوي چې په دواړو حالاتو كې ډاكټر اړ كېږي چې ناروغ ته د درمتلون والا په خوښه دوا توصيه كړي. هغه كه غير مجاز وي، كه بې كيفيته او يا تاريخ تېرې چې زور يې له ناروغ او ناروغ والاو څخه وځي.
نن سبا جلال اباد ته د تر سلو(۱۰۰) زياتو مختلفو كمپنيو درمل چې ډېرى يې د ټيټ كيفيت لرونكي دي، په ناقانونه توګه راوړل كېږي. په دې اړه مې د ننګرهار عامې روغتيا رياست د روغتيايي چارو او درملو دكنترول ادارې مشر ډاكټر لايق الله عبيدي د نظر غوښتنه وكړه، خو مخكې له دې چې عبيدي ځواب راكړي يو تن درمل پلورونكى چې منعه شوي درمل يې پلورلي وو او د همدې څانګې د مسؤلينو لخوا يې درملتون بند شوى و راغى، عبيدى د ده په اړه راته وويل چې دى يو له هغو درمل پلورنكو څخه دى چې غير مجاز يا منعه شوې درمل پلوري، ما له درمل پلورونكي وپوښتل چې ولې داسې كار كوې؟ نوموړي پرته له دې چې خپل نوم راته څرګند كړي، داسې وويل: (( وروره! ډاكټران يې ليكي او بازار كې يې تقاضا ده، خلك يې غواړي كه موږ يې را نه وړو نور يې راوړي.))
خو ډاكټر عبيدي بيا دا نه مني او وايي: ((دا سمه ده چې ډاكټر په نسخه كې مريض ته يو شمېر دواګانې چې د وزارت صحت عامې لخوا منعه دي ليكي، خو درمل پلورونكي هم بايد له خدايه ووېرېږي او منعه شوي او بې كيفيته درمل رانه وړي.))
نوموړى زياتوي چې دوى هره ورځ په ناستو او ورځنيو راپورونو كې له ډاكټرانو غوښتنه كوي چې دا ډول درمل ناروغانو ته ونه ليكي خو اوس يې پرېكړه كړې كه څوك دا كار بيا وكړي او دوى پرې خبر شي نو د هغه ډاكټر كتنځى به تړي او جريمه كوي به يې، خو له بده مرغه اوس هم يو شمېر ډاكټران په پټه دا كار كوي چې دوى په دې قانع هم دي. ډاكټر عبيدي د دغو كسانو د قانون منګلو ته د سپارلو خبره هم كوي.