والله كه روغ شي په مياعلي لېونى
په ميا علي بابا زيارت كې د لېونيو درملنې لپاره تور مرچ او وچه ډوډۍ وركول كېږي او د شپې په يخو خونو كې ساتل كېږي.
دا لېونى چې تاسو يې ګورئ، دا يې ورور له شمالي څخه راوړى، دا يې درېيمه چهله ده چې دلته يې تېروي، خو تر اوسه يې بيا څوك پوښتنې ته نه دي راغلي، يوازې مياشت دوو كې يې ورور په ټېليفون ا حوال واخلي. نوموړى چې په دواړو پښو شل دى، شپه او ورځ د مياعلي صاحب د قبر ترڅنګ كوټه كې چې پخوا جومات و او اوس په يوه تشه كنډواله بدل شوى، د دغه زيارت د نورو لېونو په شان د ژمي په دې سړه هوا كې يوازې په يوې شلېدلې پړستن كې شپې ورځې تېروي.
ميا غلام حيدر چې ځان د مياعلي صاحب له اولادې څخه شمېرى، دى د رغېدو نه ګڼي او وايي چې ده يې هر ځل ورور ته احوال وركړى چې دى يوسي خو هغه يې له وړلو انكار كوي او وايي: (((دلته ښه دى كه روغ شو له ځان سره به يې يوسم او كه مړ شو تاسو يې ګور او كفن وكړئ لګښت به يې دركړم.))
خودا چې ولې يې ورور له ځانه سره نه وړي او ولې ترې دومره زړه تورى دى، دې يې په اړه وايي چې ورور يې دوى ته سر خوړلو چې په كور كې يې اولادونه او ښځه وهي: ((زه يې حفاظت نه شم كولى.))
دا زيارت د مياعلي صاحب د دوه زامنو د اولادې لخوا په نوبت سره چلول كېږي چې هر تن په خپل نوبت كې اړ دى تر څو زيارت ته راغلو خلكو ته تعويذونه، څاښتونو او ... وكړي، هغوى چې پېران لري پېران يې بند كړي. او لېوني چهله كړي.
په مياعلي صاحب زيارت كې لېونيو ته تور مرچ او وچه ډوډۍ د پرهېز په توګه وركول كېږي چې دا پرهېز تر څلوېښتو ورځو دوام كوي، خو كه په دغو څلوېښتو ورځو كې كوم لېونى له وركړل شوي پرهېزه سر غړونه وكړي، خوشبويي بوى كړي او له خلكو جلا ونه ساتل شي، نه ښه كېږي. چې د مياعلي صاحب د لمسيو په وينا دا دوه تنه يې ښه بېلګه ده.
د مياعلي صاحب زيارت چې له درې سوه او شپېته كالو راهيسې د ننګرهار په ثمرخېلو كې ودان دى له تېر ناورين دمخه په كې د نارينه او ښځينه لېونيو لپاره ځانګړي ځايونه وو، خو دم ګړۍ په كې داسې څه نه ترسترګو كېږي چې دلته راغلي لېوني په كې له خلكو بېل وساتل شي او نه يې پاكوالي ته كومه ځانګړې پاملرنه شته. پدې ا ړه د مياعلي صاحب لمسى، ميا غلام حيدر، وايي: (( يو خو زموږ خلك ډېر غريب دي او بل تا ته ښه پته ده چې هرڅه بې اتفاقۍ خراب كړي، موږ كې هم بې اتفاقي ده، كه موږ په اتفاق شو دا هرڅه به وشي.))
يوه خبره چې د حيرانتيا وړ ده هغه د ثمرخېلو د سيمې د لېونيو نه رغېدل دي يانې كله چې په دې سيمه كې څوك د لېونتوب په ناروغۍ اخته شي، نو د دغې سيمې د خلكو په وينا هغه كله هم نه رغېږي چې ډېرې بېلګې يې شته، په اړه يې د مياعلى صاحب لمسى وايي: ((زه نه پوهېږم چې ولې نه رغېږي كيداى شي دا د مياعلي صاحب ګفت وي.)) دى دا هم وايي چې د ميا علي صاحب له كورنۍ كوم څوك لېونى شي، نه رغېږي او دا د برخې خاوندان وي.
د مګړۍ په مياعلى صاحب زيارت كې دوه لېونى اوسېږي او دا د هغې ډلې لېونيو څخه دي چې د مياعلى صاحب د لمسيو په وينا د ښه كېدو وړ نه دى.