د زهد او تقوا سمبول

ابو محمد اسامه بن زيد هغه صحابي دى چې پر رسول اكرم صلى الله عليه وسلم ډېر ګران و، د هغه پلار، حضرت زيد بن حارثه، ته يې زوى ويلي و او د هغه مور، ام ايمن،  رسول الله په كوچنيوالي كې په خپله غېږه كې پاللى و.

د رسول الله صلى الله عليه وسلم له اسامه بن زيد رض سره دومره مينه وه چې تر ديارلس كلنۍ پورې به په ازادانه ډول نبوي حرم ته داخلېده، يوه ورځ په نبوي حرم كې دى له پيغمبر صلى الله عليه وسلم او بي بي عايشې رضى الله عنها سره ناست و.  نبي كريم ص ور وكتل او موسكى شو او حضرت عايشې ته يې وفرمايل: ((عايشې! كه اسامه جلۍ واى، مابه ښې ګاڼې ور اغوستلاى او ښه به مې سينګارولاى ترڅو چې هره خوا يې د ښكلا اوازه خوره شوې واى او او له هر لوري يې خلك د خواستګارۍ لپاره راتلاى.))
اسامه رضى الله عنه هم له نبي كريم ص سره بې كچه مينه لرله تر دې چې كله به هغه صلى الله عليه وسلم  اودس كاوه، نو ده  به ورته اوبه اچولې.
پخپله له اسامه بن زيد رض څخه روايت دى چې پيغمبر عليه السلام به دى پر خپل ښي او حسن بن علي به يې پر خپل كيڼ ورانه كېنول او بيا به يې دعا كوله: ((اى الله! زه پر دغو دواړو باندې رحم كوم ته هم ورباندې رحم وكړه.))
نوموړي مدينې منورې ته په داسې حال كې هجرت وكړ چې عمر يې نېږدې اووه كاله و چې د همدې كم عمرۍ له كبله د اسلام په لومړنيو غزاګانو كې له ګډون څخه بې برخې پاتې شو.
نوموړى د زيد بن حارثه او د بركت رضى الله عنها چې په ام ايمن مشهوره وه د سترګو تور و چې حضرت زيد بن حارثه حضرت محمد ص په زوى ولۍ نيولى و او ام ايمن ته يې چې دى ص  يې په غېږ كې ستر كړى و، مور ويل.
په يولسم هجري كال چې كله رسول اكرم ص د شام سرحدونو د ساتنې لپاره كوم اووه سوه كسيز لښكر چې په كې پر حضرت ابو بكر، حضرت عمر، حضرت ابو عبيده بن جراح ، حضرت سعد بن ابى وقاص او حضرت سعيد بن زيد رضى الله عنهم سربېره نور زيات لوى، لوى صحابه كرام شامل وو خو د لښكر مشري يې  حضرت اسامه بن زيد ته، چې اتلس كلن ځوان و، وروسپارله.  ځينو كسانو په دې كار باندې تعجب ښكاره كړ چې څنګه د يوه كم عمره زلمي تر مشرۍ لاندې داسې لوى، لوى صحابه كرام رض  جهاد ته لېږل كېږي؟ كله چې له دغو خبرو څخه نبي كريم ص خبر شو سره له دې چې ناروغ وو نبوي مسجد ته راووت او د يوې خطبې په ترڅ كې يې وفرمايل: ((اى خلكو! تاسې چې د دې لښكر د مشر په هكله څه ويلي دي زه خبر شوى يم، دا څه نوې خبره نه ده، د ده د پلار په هكله هم تاسې د مخه همدغسې خبرې كولې، په خداى سوګند دى چې پلار يې هم د مشرۍ وړ و او زوى يې هم وړ دى، پرما باندې هغه هم ډېر ګران و او دى هم، نو له دې امله تاسې له ده سره ښه چلند وكړئ، دى ستاسې له غوره كسانو څخه دى.)) صحابه كرامو عرض وكړ: ((يا رسول الله! موږ ستا فيصله په سر سترګو منو، همدغه زلمى به زموږ قايد وي.))
د حضرت محمد مصطفى له رحلته وروسته حضرت ابو بكر او عمر فاروق رضى الله عنهم هم له اسامه رض سره ډېر مينه كوله او دهغه درناوى به يې كاوه.
ابن اسير په اسد الغابه كې ليكلي دي چې عمر فاروق رض د خپل خلافت په دور كې صحابه كرامو ته معاشونه ټاكل په دې لړ كې يې خپل زوى ته دوه نيم زره او حضرت اسامه بن زيد ته درې زره معاش وټاكه، چې حضرت عبد الله بن عمر رض ترې له دې امله شكايت وكړ او وى ويل: اى پلاره! نه زه په كومه غزا كې له اسامه نه وروسته پاتې شوى يم او نه ته د ده له پلاره، خو تا ده  ته له مانه زياته تنخوا وټاكله؟ حضرت عمر رض ځواب وركړ: ((دى په رسول الله ص باندې له تانه زيات او د ده پلار ستا له پلاره زيات ور باندې ګران و.))
له دې وروسته حضرت عبدالله بن عمر رض پر حضرت اسامه بن زيد رض سربېره د ده د اولاد هم ډېر زيات درناوى كاوه او مينه يې ورسره كوله. يوه ورځ د ابن عمر په نبوي مسجد كې پريوه ښكلي ځوان سترګې ولګېدې پوښتنه يې وكړه چې دا ځوان څوك دى؟ ورته وويل شول چې دا د اسامه بن زيد زوى محمد دى. ويې فرمايل: ((كه نبي كريم صلى الله عليه وسلم ژوندى واى نو له ده سره به يې هم ډېره مينه لرلاى.))
حضرت اسامه بن زيد رض په صورت او سيرت دواړو ښكلى و، د زهد او تقوا سمبول و، دشپې زاهد او د ورځې مجاهد و، كلونه كلونه يې د نبي كريم ص د عبادت طريقه ليدلې وه، په هماغه شان يې عبادت كاوه، په سپين ږيريتوب كې به يې هم په اونۍ كې دوه ورځې (دوشنبه او پنجشنبه ) رژوه نيوله، چا ورنه پوښتنه وكړه: ((دا روژې خو فرض نه دي او ته كمزورى يې نو ولې يې نيسې؟)) ده ځواب وركړ: ((دا ځكه چې رسول الله به په دغو ورځو كې روژه نيوله.))