((اى خدايه! ما ستا د رسول پيغام خلکو ته ورسوه، ته زما خبر هغه ته ورسوه.))


دا حق پالونکيو له ډلې څخه ده هغه صحابى دعا وه چې کفارو په چل ول تر لاسه کړى وو او له ډير زحمت وروسته يې په داسې حال کې په دار وزړولو چې د هغه په خوله د توحيد کليمه زمزمه کېدله.
په څوارلسم هجرى کال کې د بنو لحيان مشر سفيان بن خالد د مسلمانانو پر خلاف يوه دسيسه جوړه کړه، هغه داسې چې د عضل او قارې اوه کسان يې دپيسو په بدل کې وګمارل چې د اسلام په جامه کې مدينې منورې ته لاړ شي او په څه پلمه يو شمېر مسلمانان له ځان سره راولي او کافرانو ته يې په لاس کې ورکړي.
د انسي شيطانانو دغه اوه کسيزه ډله مدينې منورې ته ورسېدله او رسول اکرم صلى الله عليه وسلم ته يې عرض وکړ چې له دوى سره څو تنه د اسلام دتبليغ او خلکو ته د قرانکريم د زده کړې لپاره واستوي چې دوى يو تن عاصم بن ثابت رضى الله عنه په خپله خوښه انتخاب کړ او نبي کريم ص ته يې وويل چې د دوى خلک له دغه شخص سره زياته مينه لري.دى بايد له ((موږ سره لاړ شي.))
په دې کې د کافرانو موخه دا وه چې عاصم بن ثابت رضى الله به د سلاقه بن سعد دوو وژل شويو زامنو مسافع او حارث په بدل کې هغوى ته ورکړي او د هغوى له لوري به سل اعلان شوي اوښان تر لاسه کړي.
نبي کريم ص د دوى غوښتنه ومنله او دعاصم بن ثابت رضى الله  په مشرۍ يې ورسره شپږ تنه صحابه کرام چې په هغو کې يو هم حضرت خُبيب  رضى الله عنه هم شامل وو واستول.
حضرت خُبيب بن عدى انصاري رضى الله عنه چې اوس قبېلې ته منسوب و او له نبوي هجرت نه مخکې د اسلام په مقدس دين مشرف شوى و. د بدر غزا د هغو درې سوه ديارلس تنو له ډلې څخه وو چې خداى ج د هغوى د ګناهونو د بښلو علان کړى و. کله چې د قرانکريم د ښوونکيو دغه ډله رجيع نومې ځاى ته ورسېدله، نو د عضل او قارې جاسوسانو د بنو لحيان خلکو ته خبر ورکړ: (( راشئ ستاسې  د غوښتنې وړ ښکار مو برابر کړى دى)) د بنو لحيان دوه سوه کسيزه وسلواله ډله چې لا له وړاندې د دوى په انتظار کې وه د دوى مخې ته راووتله، کله چې صحابه کرامو رضى الله عنهم دغه کسان وليدل نو غونډۍ ته يې پنا يوړه او هغوى ته يې وويل چې تاسې د عربو د کلتور پرخلاف کار کوى، ځکه ميلمانه کور ته راغواړى او بيا يې وژنى، خو دايوه خبره واورى که تاسې ريښتا هم دغه ناپاکه اراده لرى نو پوه شى چې موږ به درسره د مرګ تر ورستۍ سلګۍ پورې وجنګېږو. دغه ډله چې په همدې نيت راوتلي وه  پر مسلمانانو بريد وکړ، او درې تنه يې ترې شهيدان کړل او خُبيب بن عدي يې له خپلو دوه نورو ملګرو حضرت زيد بن الدثنه رضى الله عنه او حضرت عبدالله بن طارق رضى الله عنه سره ژوندي ونيول. په لاره کې يې عبدالله بن طارق رضى الله  هم شهيد کړ او پاتې دوه صحابه کرام رضى الله عنهم يې د مکې بازار ته ورسول، دا هغه مهال وو چې په دې بازار کې به انسانان د څارويو په څېر پلورل کېدل.
په حضرت خُبيب باندې چې کله د حارث بن عامر زوى خبر شو نو دى يې د سلو اوښانو په بدل کې په دې موخه واخيست چې د خپل پلار حارث بدل ترې واخلي. حارث د بدر په جګړه کې د حضرت خُبيب رضى الله عنه  په لاس وژل شوى وو.
همدارنګه صفوان بن اميه د بدر په جنګ کې د خپل وژل شوي پلار اميه بن خلف د انتقام اخيستلو لپاره زيد بن الدثنه رض د پنځوسو اوښانو په بدل کې واخيست.
دا د ذيقعدې مياشت وه چې قريشو ددې  مياشتې په احترام حضرت خُبيب رضى الله عنه د ابن ابى وهاب د وينزې ماريه په کور کې بندي وساتلو. ماريه چې وروسته کله په اسلام مشرفه شو نو ويل به يې چې په خداى قسم (( ما له خُبيب بن عدي نه ښه بندي نه وو ليدلى.))
د دې په وينا هغه به د شپې په لومړۍ برخه کې په داسې زړه راښکونکي اواز د قرآن تلاوت کاوه چې د قريشو ښځو به يې په اورېدو سره بې اختياره ژړل.
دا وايي چې يو ورځ يې د دروازې له درز نه دننه وروکتل ګوري چې مخې ته يې دانسان د سر په اندازه د تازه انګورو خوشه په داسې حال کې ايښې وه چې د انګورو موسم هم نه وو.
د حرامو مياشتو په تېرېدو سره ټول قريش راټول شول او پرېکړه يې وکړه چې دغه بېوسه بندي د هغه چا په بدل کې چې دجنګ په ميدان کې وژل شوي وو ووژني.
د تنعيم په سيمه کې يې ورته دار زوړند کړ او اعلان يې وکړ که څوک د خُبيب د وژلو ننداره کوي نو وردې شي.خلک ډلې ډلې دغه ځاى ته په داسې حال کې ورغلل چې چا دارياګان وهل اوچا اتڼونه کول. جلاد له حضرت خُبيب نه پوښتنه وکړه چې که څه غوښتنه لري نو ودې وايي. حضرت خُبيب رضى الله عنه چې د خداى سپېڅلى عاشق وو يواځې د دوه رکعته لمونځ د ادا کولو وخت و غوښت او بس. هغوى اجازه ورکړه، کله چې له مانځه اوزګار شو نو وى ويل چې د ده عادت داوو چې اوږد لمونځ به به يې کولو خو په دې خاطر چې ((تاسې ونه وايست چې خُبيب له مرګه ډارېږي او د لمانځه په پلمه وخت تېروي.))
حضرت خُبيب رضى الله عنه چې کله د دار د کړۍ لاندې ودرېده نو دا شعرونه به يې زمزمه کول : (( زه د دوژل کېدو په ځاى کې په زنځيرونو تړلى ولاړ يم او خلک مې نندارې ته راټول شوي دي _  زه د دار تر کړۍ لاندې ولاړ او خلک راته وايي چې اسلام پرېږده خوشې به دې کړو، خو د حق دين له پرېښودلو نه وژل کېدل راته ډير ښه دي _  سترګې مې لمدې دي خو زړه مې له صبر ډک دى، هيڅ کله به دښمن ته سر ټيټ نه کړم، ځکه چې له حق سره وصل کېدونکى يم، له مرګ نه وېرېږم _ وېره د دوزخ له سوځونکې اور څخه په کار ده_ د عرش عظيم خاوند له مانه کار اخيستى دى او ماته يې د صبر او تحمل لارښوونه کړې ده _ د حق ښمنانو له ډيرو وهلو زما بدن تک شين اړولى دى، زه د خپلې پردېسۍ او بېکسۍ فرياد خپل خالق ته کوم، قسم په خداى کله چې د الله په لار کې شهيد کېږم پروا مې نشته – چې په کوم اړخ لوېږم او څنګه مې ساخېژي- له خدايه هيله من يم که وغواړي زما د بدن په هره ټوټه به برکت نازل کړي.
د اشعارو له ويلو وروسته يې دعا وکړه : ((اى خدايه! ما ستا د رسول پيغام خلکو ته ورسوه، ته خپل برحق رسول ته زما د حال خبر ورسوه.))
په دار له ځړېدو نه دمخه ورته کافرانو وويل: ايا په  دې نه يې خوشاله چې ستا پر ځاى حضرت محمد صلى الله عليه وسلم  وى او ته په کور کې په کراره ناست واى؟
ځواب يې ور کړ چې نه، ((په خداى مې دې سوګند وي زه دا هم نه شم برداشت کولاى چې د محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم  په پښه کې دې اغزى هم لاړ شي او زه په کور کې بېغمه ناست اوسم.))
له دې خبرو وروسته حضرت خُبيب رضى الله عنه په دار وځړول شو چې تر وروستۍ سلګۍ پورې يې په ژبه د توحيد کيلمه جاري وه
هلته په مدينه کې په همدې مهال نبي کريم صلى الله عليه وسلم  چې د صحابه کرامو رضى الله عنهم په ډله کې ناست وو په ناڅاپي ډول وويل چې په تا دې سلام وي يا خُبيبه! په تا دې سلام وي يا خُبيبه! صحابوو په حيرانتيا سره پيغمبر عليه السلام ته وکتل، رسول اکرم صلى الله عليه سلم  وفرمايل: خُبيب د مشرکانو په لاس شهيد شو، جبريل ماته د هغه لپاره د سلام دغه وحي راوړه.))
حضرت خُبيب رضى الله عنه په دار له ځړېدو وړاندې دا دعا هم کړې وه چې خدايه : ((زما جسد د کافرانو لاس ته مه وروله، د هغه دا دعا قبوله شوه، کله چې د هغه جسد مبارک د دار له کړۍ نه پر ځمکه راپرېوتو زمکې داسې تېر کړ چې تر ننه يې پته ونه لګېده. چې له همدې امله ورته د بيلع الارض لقب ورکړل شوى دى.