ايتلافي ځواكونه خپل سري عمليات كوي
كه د پوليسو او امريكايي ځواكونو لخوا خپل سري عمليات او يا د خلكو كورونو ته په غلا اوښتل همداسې دوام وكړي نو د رحيم خټګر په وينا د دوى غوندې ځورېدلي خلك به له طالبانو سره يوځاى شي.
رحيم د طالبانو د نيول شوي وياند ډاكټر حنيف (عبدالحق حقيق ) د تره زوى او اوښى دى چې د ده دنيول كېدو په يوه ناكامه هڅه كې د خپلې ښځې سره د افغان او ايتلافي ځواكونو لخوا و ويشتل شو چې تر دې دمه دواړه له ټپونو په كور پراته دي.
دى وايي چې له دوى سره ظلم شوى، ځكه د ده په وينا په توره شپه يې په كور ور وا وښتل، لومړى يې په حجره كې د ده پلار او واړه زامن وتړل او بيا د دوى د كور دروازه په لغتو ووهله. دى وايي، ((ما فكر وكړ چې غله دي.))
همدې ګمان دى اړ كړ تر څو ټوپك را واخلي او خپل كور د غلو له لوټلو وژغوري، خو ايتلافي اوافغان ځواكونه چې لا له وړاندې ورته په كمين كې ناست وو، پرې ډزې وكړې چې لومړى يې دى او وروسته يې د ده ښځه هم چې دده خواته راتله وويشتله.
نوموړى وايي چې دې كې شك نشته چې عبدالحق دده تره زوى دى، خو دوى د ده د نيول كېدو تر دمې په دې نه پوهېدل چې عبدالحق ګنې له طالبانو سره كار كوي او دومره مهم كس دى.
دى دا تور هم لګوي چې په هغه شپه پوليسو ترې درې لكه افغانۍ، دوه جوړه غوږوالۍ، يو د غاړې لاكېت، يوه دانه اسم الله، وړي، خو چار واكي له دوى څخه د شوې غلا ادعا ناسمه بولي او نه يې تاييدوي.
دا يوازينۍ پېښه نه ده چې د افغان او ايتلافي ځواكونو لخوا تر سره كېږي، له دې پېښې را وروسته ډيرې داسې پېښې تر سره شوي چې يوه يې هم د كب په ۱۶ د شپې په ۱۲ نيمو بجو چې ټول خلك په خواږه خوب ويده وو، د جلال اباد سوېل ختيز ته پرتې ولسوالۍ چپليار د ګمبېل په سيمه كې د څو تنو ديني علماؤ د كورونو دروازې په بمونو والوزول شوې او په كورونو يې ور واوختل. په دغه پېښه كې يو تن نيول شوى قاري اياز چې تازه خوشې شوى وو په دې اړه ننني افغانستان ته وويل چي دوى په خواږ خوب ويده وو چې ايتلافي ځواكونو يې لومړى د انګړ او بيا د كوټو دروازې ورماتې كړې او ورننوتل .
دى زياتوي چې د ننوتو سره يې په كوټه كې ولاړې بخارۍ ته لغته وركړه او په بخارۍ يې د اوبو ايښى لوښى پر دوى او وړو ماشومانو واړولو(( دا ښه و چې په ماشومانو مې پړستن پرته وه كه نه سوزېدلي به و)
په دغه شپه يې له ده سره د د دوه نور د تره زامن چې هغوى هم ديني علماء دي ونيول چې يو يې د سيمې مشهور ديني عالم مولوي محمد عزيز دى چې د نيول كېدو تر مهاله يې دبهسود ولسوالۍ په قاري هميم مدرسه كې تدريس كاوه.
دوى په دغه شپه د ايتلافي ځواكونو لخوا د ديني كتابونو د سپكاوۍ خبرې هم كوي،په دې اړه د نيول شوي تنانود تره زوى مولوي محمديګل وايي : (( دوى په دغه شپه د مولوي صاحبانو په كورونو كې چې څه ديني كتابونه وو هغه يې په انګړ كې شيندلي و چې ځيني ځينې يې د مالونو په ځاينو كې هم اچول شوي و.))
د مولوي محمد عزيز دا دويم ځل نيونه ده چې لومړى پلا د طالبانو پر مهال هم له دې كبله چې په خپله ولسوالۍ كې يې له يو شمېر كسانو څخه چې د طالبانو په وينا وسله ورسره ده او وهل يې ننګه كړې وه دى د څو ورځو لپاره بندي كړ چې له بند وروسته اړ شول تر څو پېښور ته كډه شي، خو د دغه حكومت په راتګ بېرته خپل هېواد ته په دې هيله چې خپلو خلكو او ولس ته به خدمت وكړي راغلل، خو د مولوي محمديګل په وينا افغان چارواكو او ايتلافي ځواكونو يې په دغه هيلو خاورې واړولې.
دى وايي چې اوس نه پوهېږي بيا چرته لاړ شي، په پاكستان كې يې هم ځاى نه كېږي، ځكه هلته كله هغه كسانو ته ځاى شته چې د پاكستاني حكومت په ګټه كار ونه كړي او : ((دلته هم شرايط په دې ډول دي. ))
له دې پېښې يوه مياشت وړاندې د سلواغې په اتلسمه شپه نږدې درې نيمې بجې د جلال اباد په شپږمه ناحيه (نجم الجهاد فاميلي) كې هم دې ته ورته پېښه رامنځته شوې وه چې په ترڅ كې يې د دغې سيمې يو تن اوسېدونكي مولوي حيات الله چې په حيا خان مشهور و د دوى په دې خپل سري عملياتو كې ژوند له لاسه وركړ. او ورور يې نږدې څلوارلس ورځې له ايتلافي ځواكونو سره بندي و، په حيا خان تور وو چې د طالبانو سره لاس لري، خو د نوموړي كورنۍ دا تور نه مني او وايي چې ده كله هم دولتي وظيفه نه ده اخيستې او له اول نه يې شخصي كاروبار كاوه چې د مرګ تر ورځې په همدې كې بوخت وو.
د دغو خپلسرو عملياتو پر خلاف په دولت كې د خلكو استازو هم غبرګونونه ښودلي چې د ننګرهار ولايتي شورا يو له هغو څخه ده چې په دې اړه يې خبريالانو ته د مطبوعاتي كنفرانس په ترڅ كې د يو پلا د څلور ورځو كاربنديزهم په ډاګه كړى و او زياته كړې يې وه چې که د خپلسرو عملياتو د مخنيوي په اړه د دوى غوښتنې ونه منل شوې نو دوى به نړيوالې محکمې ته رجوع وکړي .
ولايتي شورا يو اوه ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر کړى و چې پکې ويل شوي و چې دوى د بهرنيو ځواکونو تالاشۍ او د بې ګناه خلکو نيونه محکوموي او له دولت څخه غوښتنه كوي چې عمليات پخپله ترسره کړي.
دغه راز په پرېکړه ليک کې ويل شوي چې د عملياتو پر مهال دې د انساني کرامت خيال وساتل شي او د چور او چپاول مخنيوى دې وشي.
په پرېکړه ليک کې ويل شوي چې د خپلسرو عملياتو پر مهال که څوک ووژل شي نو مسؤليت به يې د عمليات کوونکيو پر غاړه وي.
خو د ننګرهار چارواكي بيا دا نه مني چې ګنې دوى دې پخپل سر عمليتات كوي په دې اړه د ننګروالي ګل اغا شيرزى وايي چې بهرني ځواكونه د دولت او ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه دامنيت لپاره راغلي او هر چېرې چې وغواړي دورانکارو او ترهګرو پر ضد عمليات ترسره کړي كولاى شي . نوموړي د ولايتي شورا هغه پرېکړه هم دهغوى خپله پرېکړه و بلله او غير قانوني يې اعلان كړه.
ده له ولايتي شورا غوښتنه كوله چې لومړى يې بايد له ده سره مشوره او خبرې کړې واى او له ده څخه يې ځواب غوښتى واى بيا به يې خپله پرېکړه كوله.