د مومندرې د پېښې عاملين بايد محكمه شي

ولسي شور چې د خلكو له استازيو جوړه ده د مومندرې د پېښې په اړه چې د ۱۳۸۵ لمريز كال د كب په ۱۳ مه رامنځ ته شوه څه كړي؟
دغه پېښه د تورخم جلال اباد په لويه لاره د مومندرې ولسوالۍ اړوند د سپين پل په سيمه كې د يو ځانمرګي بريد وروسته رامنځته شوه، خو د عيني شاهدانو په وينا امريکايي ځواکونو له بريد وروسته د لارې په اوږدو كې په بېلا بېلو ځايونو كې پر عامو لارويانو، موټرو او کورونو ډزې وكړې.
په دغه پېښه كې د مړيو د شمېر په اړه مختلف نظرونه دي خو د په رسنيو كې د شپاړسو (۱۶) وګړو د مړينې  او تر دېرشو ډيرو د ټپيكېدو تايد شوى دى.
دغې كار د سيمې خلك له  څيرمې راوپارول چې دغې پارېدنې د لاريون بڼه غوره كړه او تر څو ساعتونو پورې يې د تورخم جلال باد  لويه لار د ترافيكو پر مخ بنده كړې  وه. لاريون كوونكيو غوښتنه كوله چې د د دغې پېښې عاملين دې محكمه شي او په سزا دې ورسول شي.
د دغه لاريو غږ تر ښار راورسېد او د ننګرهار پوهنتون محصلينو يې بدرګه وكړه او د پېښې په سبا يې د يوې غونډې وروسته د كابل جلال اباد سړك ته راووتل او د تر څو ساعتونو لپاره يې دغه سړك د ترافيكو پر مخ وتړلو، او له دولته يې ورته غوښتنې يې كولې.
په همدې ورځ   د ننګرهار والي،د ولايتي شورا استازو او قومي مشرانو هم د جلال اباد په قصر كې د يوې غونډې په ترڅ كې د دغې پېښې دعاملينو دمحاکمې غوښتنه كوله چې غونډې ته په وينا کې دولايتي شورا ريس مسلم يار پر يوناما، ملګرو ملتونو او دبشري حقونو پر تنظيمونو نيوکه وکړه چې نه يې په مومندره كې رامنځته شوې  پېښه وغندله او نه يې پرې خواشيني څرګنده كړه.
 هغه پخپله وينا كې دا هم وويل چې دى له  والي او ولسمشر نه د دغې پيښې د عامليو د محاكمې ترڅنګ دا غوښتنه هم کوي، چې و ښايي  افغانان اشغال شوي نه دي.
دغه پېښه چې د ايتلافي ځواكونو په وينا تر ځانمرګي بريد وروسته رامنځ ته شوه، سيمه ايز خلك يې نه  مني چې ګنې تر بريد وروسته دې دا عمل شوى وي، دوى وايي چې ايتلافي ځواكونو هيڅ په هيڅه پر خلكو ډزې وكړې.
د سيمې يو تن قومي مشر اول داد مومند وويل  چې که بهرنۍ قواوې دغه ډول کړنې کوي، نو ننګرهاريان دوى ته هېڅ اړتيا نه لري .
 دى زياتوي چې  ولس د حکومت تابع دى  او حکومت پر اوضاع  مسلط دى، ((په داسې حال کې د بهرنيانو ګزمو ته هېڅ ضرورت نشته ))
 ګل آغا شيرزي د قومي مشرانو له وينا وروسته  له دوى سره هم غږى شو او دغه  پېښه يې په کلکه وغندله  او زياته يې كړه چې د دې عاملين مجرمين دي،(( زه دخپل ولس په نمايندګۍ ددغو کسانو دمحاکمې غوښتنه کوم . ))
د پېښې د لوى والې او د پرلپسې لاريونو له كبله په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولايت استازي هم چوپ پاتې نه شول او د امريکايي ځواکونو لخوا يې دعامو وګړو وژنه وغندله او ټينګار ي وكړ چې دوى به په ولسي جرګه کې په دې اړه احتجاج کوي .
په دغه  جرګې کې د ننګرهار ولايت د خلکو د استازى ببرک شينوارى په وينا  امريکايي ځواکونه په لوى لاس ځان او دولت ته دښمنان پيدا کوي، د ده له انده دغه كار د بشري حقونو او نورو ټولو قوانينو پر ضد كړنه ده چې بايد عاملين يې په سزا ورسول شي تر څو راتلونكي كې دغه كار بيا تكرار نه شي.
د شينواري د معلوماتو له مخې امريکايي ځواکونو  سړک ته نږدې په پټيو کې پرکار کوونکيو کروند ګرو هم ډزې شوي او  ويشتل شوي دي
له ننګرهاره يو بل وكيل عبدالمجيد هم دامريکايي ځواکونو دغه کار جنايت او نا ځوانمر ده بولي او وايي چې  امريکايان ددې پر ځاى چې خپل دښمن په نښه کړي د زړه بړاس په عامو وګړو باسي چې د ده له انده دغه كار به  د خلکو او دولت تر منځ واټن پيدا كړي او له مخالفينو سره به يو ځاى شي .
مجيد له دولت څخه غوښتنه كوي  چې په راتلونكي كې بهرنيو ځواکونو ته د دا ډول کارونو اجازه ورنکړي که نه ، نو په هېواد کې به يو ځل بيا ناورين رامنځته شي .
د ماليې او بوديجوي كمېسون غړى صاحب الرحمان همت چې د مومندرې د پېښې کميسيون کې شموليت لاره په دې اړه وويل چې ولسي جرګې په دې هکله دوه درې ځلې خبرې وکړې چې د همدې موضوع له کبله دختيځ زون  وکيلان څو ځله د احتجاج په توګه له پارلمان څخه ووتل چې موږ ته په ډاګه شي چې ولې ملکي وګړي وژل کېږي.
د ده د معلوماتو له مخې  په دغه پېښه كې ځانمرګۍ بريد په اړه څه  دقيق معلومات نشته چې شوى به وي كه نه، خو ايتلافي ځواكونو دوى ته وعده وركړې وه چې پوره معلومات به وركړي چې د ده په وينا د همدې لپاره يو پلاوى وټاكل شو ترڅو د پېښې ځاى وګوري او پلټنه وكړي چې واقعيت څه دى.
نوموړى زياتوي چې  بهرنيان پردوى د ډزو دعوه كوي  خو: (( دا خبره موپه کلکه رد کړه او دا مو  د دوى يوه بهانه وګڼله، ځکه دې قربانيانو کې ښځې او ماشومان چې پټو کې کار کولو هم شامل وو.))  د ده په وينا د پېښې په اړه لا تر دې دمه نهايي خبر دوى ته ندى رسېدلى چې څه شوي او څه به کېږي.
ايتلافي ځواکونو له پېښې وروسته ديوې خبر پاڼې له لارې ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله د ځانمرګي بريد او پر دوى د شويو ډزو پايله وګڼله چې ځواکونو يې له ځان څخه ددفاع په خاطر ځوابي ډزې وکړې .
ولس مشر حامد كرزي د ننګرهار ولايت قومي  مشرانو، د ولايتي شورا غړيو، د ولسي  او مشرانو جرګو د استازيو سره د ناستې په ترڅ كې دا وعده كړې وه چې پېښه تر تحقيق لاندې ده او پړه كسان به  له افغانستان څخه وځي خو لا تر دې دمه داسې څه نه دې تر سترګو شوي