امين سالار
د اسلامي تاريخ سرښندونكى سرلښكر چې آن د نبي كريم ص له رحلته وروسته هم ډېرې جګړې د ده تر لارښوونې لاندې پرمختللي، ابو عبيده بن الجراح رض دى.
د حضرت ابو عبيده بن الجراح اصلي نوم عامر بن عبدالله بن الجراح و چې د قريشو د بنو فهد كورنۍ ته منسوب و. هغه وخت د حضرت صديق اكبر رض په دعوت په اسلام مشرف شوى و چې لا رسول الله ص دار ارقم ته نه و داخل شوى. دى د بدر غزا ګډونوال، د عشره مبشره و يو تن او په هغو كسانو كې هم شامل و چې تر ونې لاندې يې د رسول ص په لاس د سرښندنې بيعت كړى و.
كله چې حضرت ابو عبيده رض د اسلام حق دعوت قبول كړ په هغو شرايطو كې اسلام قبلول د اور په سكروټو كې د لاس ننويستلو په څېر و، خو ده دغه اور ته په ورين تندي او پوره وياړ ور ودانګل.
ابو عبيده رض يو سرښندونكى مجاهد، د زهد او تقوا، ريښتينولۍ او امانتدارۍ سمبول و، له همدې امله كله چې په نهم هجري كال د نجران د خلكو نماينده ډله مكې ته راغله او ويې غوښتل چې د رسول الله ص استازى ورسره لاړ شي او د حق دعوت او تعليم ورته وركړي، نو رسول الله ص هغوى ته وفرمايل: ((زه به له تاسې سره يو ريښتينى امانتدار ولېږم.))
حضرت عمر وايي : ((كله چې پيغمبرص له لمانځه نه وزګار شو ښي او كينې خوا ته يې كتل او ما به د ځان ورښودلو لپاره ځان ور غورځوه ترڅو چې دغه سعادت او د امين لقب را په برخه شي په دې ترڅ كې د هغه نظر په ابو عبيده رض باندې ولګېده او ورته يې وفرمايل: ((له دوى سره لاړ شه او د دوى ترمنځ د دوى د خپلمنځي شخړو په منځ كې د حق پرېكړه وكړه.))
دا همغه وخت و چې نبي كريم ص وفرمايل چې د هر امت امين لري او د دې امت امين ابو عبيده رض دى. ابو عبيده په دريمه قافله كې حبشې ته هجرت وكړ او د مدينې په لومړيو مهاجرينو كې هم شامل و.
ده ته د الله دين تر خپل پلار او مور او خپلو خپلوانو ډېر ګران و. ده دا خبره د بدر جګړې پر مهال داسې زبات كړه چې د الله خوښى لپاره يې د خپل پلار سر په توره غوڅ كړ.
د احد په جګړه كې چې مسلمانان په سخته ازموينه كې ولوېدل، ابو عبيده رض له رسول الله ص سره د خپلې بې حده مينې څرګندونه داسې وكړه چې ابو بكر صديق رض وايي: ((د احد په ورځ په رسول الله ص باندې يو سخت ګوزار داسې وشو چې د زغرې د جنګي خولۍ دوه كړۍ د هغه په دواړو خواو اننګيو كې ښخې شوې، زه د هغه خواته ور روان شوم، كتل مې چې يو سړى په داسې بېړه د هغه خواته په منډه دى لكه چې په وزرونو الوزي او دا سړى ابو عبيده و. ما چې كله غوښتل د سرور كاينات ص له اننګو نه كړۍ وباسم نو ابو عبيده راته قسم واچوه او ويې ويل: [دا كار ماته پرېږده زه به يې وكړم.] په مخامخ غاښ يې د يوه مخ كړۍ را وويستله، كړۍ يې چې وغورځوله د هغه غاښ هم ورسره وغورځېد. بيا يې د بل مخ كړۍ په بل مخامخ غاښ سره ونيوله، هغه يې چې وويستله بل غاښ يې هم ورسره ووت.))
د دې زړه دردونكي منظر په ليدلو چې د رسول ص مبارك مخ په وينو رنګ و ابو عبيده په خواشينۍ سره وويل: ((څنګه به برى ومومي هغه قوم چې د خپل پيغمبر مخ يې په وينو رنګ كړ په داسې حال كې چې هغه يې د پرودرګار خوا ته دعوتوي.))
د الله ج د لارې دغه ستر مجاهد په ټولو غزاګانو كې د يوه تكړه قوماندان په څېر برخه واخيستله. د سلاسل په غزا كې چې كله رسول الله ص د عمرو بن العاص رض لپاره د مرستې لښكر ورلېږه او په هغه كې حضرت ابوبكر صديق رض او حضرت عمر رض غوندې شخصيتونه شامل و نو ابو عبيده رض يې د دغه لښكر قوماندان وټاكه.
د خبط په غزا كې رسول الله ص څه لپاسه درې سوه تنه مجاهدين د حضرت ابو عبيده رض تر قيادت لاندې واستول. په دې غزا كې له مجاهدينو سره د خوراك لپاره يو څه اندازه خرما وې. هر سړي به ټوله ورځ يوه دانه خرما داسې رودله لكه ماشوم چې د مور تى روي او اوبه يې ورپسې څښلې او په همغې به يې ګوزاره كوله. كله چې هغه خرما هم ختمې شوې بيا به يې د ونو پاڼې خوړلې او اوبه به يې ورپسې څښلې خو د مجاهدينو په صبر او ثبات كې څه سستي رانغله.
د رسول اكرم ص له رحلته وروسته هم ابو عبيده رض د ابو بكر صديق او عمر فاروق رضى الله عنهما د خلافت په دورو كې د خداى په لار كې جهاد ته ادامه وركړه. كله چې د شام او ايران د جګړو اوږده لړۍ پيل شوه. ابو بكر صديق رض د شام خواته ابو عبيده، د فلسطين خواته عمرو بن العاص، د اردن خواته شرحبيل بن حسنه او د دمشق خوا ته يزيدبن ابي سفيان وټاكل خو د رخصتېدو په وخت كې يې ورته هدايت وركړ چې كه د جګړې په ترڅ كې تاسې يو ځاى كېدو ته اړوځى، نو بيا به ستاسې قومندان ابو عبيده وي.
كله چې حضرت ابو عبيده رض روانېده، ابو بكر صديق رض تر ثنيه الوداع پورې ورسره لاړ او د خداى په امانۍ په وخت يې ورته وويل: ((ابو عبيده! ښه عمل كوه، چې ژوندى يې جهاد كوه، چې مرې شهيد مړ شه، خداى دې ستا عملنامه ستا په ښي لاس كې دركړي، په دنيا او اخرت كې دې ارمان پوره شه، په خداى قسم زه هيله من يم چې ته له هغو كسانو څخه يې چې له الله نه ډېر وېرېږې، له دنيا سره دې مينه نشته او د اخرت غوښتونكى يې،
تا باندې الله ډېر لوى احسان كړى چې ته يې د اسلامي لښكر د مشر په توګه د كفارو پر وړاندې جهاد ته روان كړى يې، نو كوم خلك چې له الله سره شريك نيسي او د دروغو خدايان يې د ځان لپاره نيولي له هغو ټولو سره وجنګېږه.))
حضرت ابو عبيده ته په دې سترو جنګونو كې ستر برى په نصيب شو، د شام او روم لښكرو ته يې ماتې وركړه او د توحيد بېرغ په بې شمېره سيمو كې ورپېده.
حضرت عمر رض د شام د اوږدو جګړو په ترڅ كې حضرت ابو عبيده ته د خالد بن وليد پر ځاى د قوماندانۍ فرمان وركړ. هغه دا فرمان د جګړې تر پايه پټ كړ، كله چې جګړه پاى ته ورسېده فرمان يې وركړ، خالدبن وليد رض وويل: ((الله دې پر تا ورحمېږي اى ابو عبيده ولې دې همغه وخت راته ونه ويل چې دغه فرمان درته رسېدلى و.))
ده ځواب وركړ: ((ما دا ښه ونه ګڼله چې جګړه درباندې خرابه كړم، ځكه موږ نه دنياوي اقتدار غواړو او نه د دنيا لپاره كار كوو، موږ ټول د خداى په لاره كې سره وروڼه يو.))
ابو عبيده رض تر عمر فاروق مخكې وفات شو، حضرت عمر رض يوه ورځ وفرمايل: ((كه ابو عبيده بن الجراح ژوندى واى ما به خپل ځاى ناستى ټاكلى واى او كه الله رانه په قيامت كې د ده په هكله پوښتنه كړى واى، نو ويل به مې چې ما د الله او د هغه د رسول امين خپل جانشين ټاكلى و.))
رضى الله تعالى عنه