حضرت عايشه رضى الله تعالى عنها تر بعثت څلور كاله وروسته د شوال په مياشت كې زېږېدلې. ابوبكر الصديق يې پلار او مور يې ام رومان بنت عامر وه چې دواړه له لويو صحابه كرامو څخه وو.
نوموړې له ماشومتوبه ډېره ذهينه او هوښياره وه او دومره قوي حافظه يې لرله چې د وړوكوالي ټولې خبرې يې په ياد وې. حضرت عايشه د حضرت معاويه رض د حكومت تر اتلسم كال پورې ژوندۍ وه. په پاى كې د (۵۸) كال د رمضان په مياشت كې ناروغه شوه او دهمدې كال او همدې مياشتې په اوه لسمه نېټه يې د شپې له وتر لمانځه اداكولو وروسته له دې ستړې نړې سترګې پټې كړې. د جنازې لمونځ يې ابوهريره رض ادا كړ او له وصيت سره سم په جنت البقيع كې دفن كړاى شوه.


تر سختې ازموينې وروسته

له بنو مصطلق غزا وروسته پر بې بې عايشې رضى الله عنها يو ناحقه تور ولګېد چې ورسره د هغې پر وړاندې د حضرت محمد ص په پاملرنه كې كموالى راغى. له ډېر خپګان او سرګردانۍ وروسته الله ج د دې مباركې بي بي لپاره د برائت ايتونو په رالېږلو هغه بې ګناه وښودله.

د رسول الله ص عادت و چې كله به يې د سفر تابيا ونيوله نو د قرعې په اچولو سره به يې پرېكړه كوله چې د هغه له مېرمنو څخه كومه ورسره ولاړه شي.  د بنو مصطلق د غزا پرمهال قرعه د بي بي عايشې په نامه وختله او ورسره ملګرې شوه. د بېرته راتلو پر وخت مدينې ته نږدې رسول الله ص د شپې په يو كاروان سراى كې واړول، او د شپې په وروستۍ برخه كې يې د كوچېدو تابيا ونيوله. بي بي عايشه وايي چې دا  د حاجت د رفعه كولو لپاره يو لور ته لاړه، كله چې بېرته خپل ځاى ته راستنېده ويې ليدل چې د غاړې امېل يې شكېدلى او چېرته غورځېدلى دى.  هغه وايي چې دا د امېل په لټه بوخته وه چې كاروان ورڅخه لاړ.
عادت دا و چې دا به د كوچ پرمهال په خپله ډولۍ كې ناسته وي ترڅو د څو تنو په واسطه پر اوښ كېښودل شي، خو د بي بي عايشې د خوارۍ او ډنګر والي له كبله دوى ونه پوهېدل چې په ډولۍ كې څوك شته او كه نه؟ خو ډولۍ يې پر اوښ كېښودله او روان شول.
بي بي عايشه چې كله له امېل پيدا كولو وروسته راستنه شوه ګوري چې كاروان تللى، ځان يې په ټيكري كې وپېچلو او په دې هيله په هماغه ځاى كې څملاسته چې ګوندې كه په لاره كې يې پام شي چې دا ورڅخه پاتې ده نو پلټنه به يې ضرور كوي. په همدې حالت كې ورباندې خوب راغى.
سهار مهال چې كله صفوان بن معطل سلمى په هغه لار تېرېده پر دې يې نظر پرېوت او ويې پېژندله، ځكه ده مخكې له سترېدو ډېر ځله ليدلې وه، د دې په ليدو يې په غير ارادي ډول له خولې نه د انا لله وانا اليه راجعون الفاظ را ووتل او ويې ويل : ((اوه، د رسول الله ص ميرمن دلته پاتې ده.)) بي بي عايشه وايي: ((زه يې د اواز په اورېدو را پورته شوم، سمدلاسه مې مخ په پلو كې پټ كړ، هغه له ما سره هېڅ خبرې ونه كړې، لاړ خپل اوښ يې راووست او زما ترڅنګ يې چو كړ او لرې ودرېد. زه پر اوښ سپره شوم. هغه اوښ له ترسيري ونيوه او روان شو.  تنكۍ غرمه مو كاروان په داسې حال كې را لاندې كړ چې په يو ځاى كې يې دمه كړې وه، خلكو ته لا تر دې دمه نه وه معلومه چې زه بېرته پاتې شوى يم.  زما په ليدلو بهتان ويونكو خولې خلاصې كړې چې سركښ په كې عبدالله بن ابي ابن سلول و، مګر زه په دې نه وم خبر چې په ما پسې څه ويل كېږي.))
مدينې ته چې كله ورسېدل بي بي عايشه ناروغه شوه او تقريباً يوه مياشت پر بستر پرېوته، په ښار كې د دې تور خبرونه خپرېدل،  د  رسول الله ص غوږونو ته هم دا خبره رسېدلې وه خو لا دا ترې خبره نه وه. حضرت عايشه رض فرمايي: ((زه چې كوم شي پرېشانه كړې وم هغه د هغې پاملرنۍ كموالى و چې د رسول الله ماته  الله ص له خوا بايد ماتهد ناروغۍ پرمهال بايد شوى واى. هغه ص به چې كورته راغى  نو د كورنۍ له غړو به يې پوښتنه كوله چې زه څنګه يم، پخپله له ماسره يې خبرې نه كولې، له دې نه ماته اشتباه پيدا كېدله چې ارو مرو څه خبره شته، په پاى كې د هغه په اجازه د مور كور ته لاړم ترڅو چې هغوى په ښه شان زما دارو درمل وكړي.))
يوه شپه دا د ضرورت رفع كولو لپاره له كوره د باندې چې د مسطح بن اتاثه مور هم ورسره وه، لاړه. دا لا هغه وخت و چې د دوى په كور كې بيت الخلاء نه وه. دوى به ځنګل ته د حاجت رفع كولو لپاره تلل، په لاره كې د مسطح مور خپل زوى ته د ښېرې په ډول وويل چې مسطح دې ورك شي. بي بي عايشې ورته وويل: ((دا څنګه مور يې چې خپل زوى ته ښېرې كوې، زوى هم داسې زوى چې له بدري صحابه و څخه دى؟ هغې راته وويل: [لوري ته د هغه له خبرو څه خبره يې] بيا يې ماته ټوله كيسه تېره كړه چې خلك مې په باب څه وايي.))
حضرت عايشه فرمايي: ((ما په هغه ورځ هم وژړل او په ورپسې شپه مې هم تر داسې حده وژړل چې نه مې اوښكې ودرېدلې او نه خوب راغى، سبا ته زما مور او پلار راغلل، ما مسلسل دوه شپې او يوه ورځ ژړلي وو، داسې فكر مې كاوه چې له ژړا څخه به مې زړه وچوي. هغوى زما ترڅنګ كېناستل او ما ژړل، په دې ترڅ كې يوه انصاره ښځه له اجازې غوښتلو وروسته را ننوتله، هغې هم له ماسره په ژړا پيل وكړ،  د ژړا  په دغه حالت كې رسول الله ص تشريف راوړ. د يوې مياشتې په اوږدو كې چې دغه خبرې روانې وې دا لومړى ځل و چې رسول الله ص له ماسره كېناست، د شهادت كليمه يې ولوستله او ويې ويل: ((ماته ستا په باب داسې او داسې خبرې رارسېدلي دي، كه ته بې ګناه يې نو الله تعالى به ستا بې ګناهي ثابته كړي او كه له تا څخه غلطي شوې وي نو له الله نه بښنه وغواړه او توبه وكړه. ځكه كله چې بنده پر خپلې ګناه اعتراف كوي او توبه باسي نو الله تعالى يې توبه قبلوي.))
دا مهال هغه نوې ځوانۍ ته رسېدلې جلۍ وه او دومره زيات قران كريم يې هم نه و لوستى خو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې وويل: ((په خداى قسم دى زه پوهېږم چې تاسې د خلكو خبره اورېدلې ده او هغه مو په زړه كې ناسته ده او ريښتيا مو ګڼلې، كه زه تا سې ته ووايم چې زه بې ګناه يم تاسې به يې ونه منئ او كه ستاسې لپاره په داسې يوې خبرې اعتراف وكړم چې الله ښه پوهېږي چې هغه په ما كې نشته نو تاسې به زما خبره ريښتيا وګڼئ ، قسم په خداى دى زه تاسې لپاره د يوسف عليه السلام د پلار له مثال نه پرته بل مثال نه وينم چې هغه ويلي و: (( فصبر جميل والله المستعان على ما تصفون.))
له هغه وروسته پر خپل بستر پرېوتم، په خداى قسم دى په دې وخت كې ماته معلومه وه چې زه بېګناه يم او الله به زما بېګناهي ښكاره كوي، خو دا توقع مې نه وه چې الله تعالى به زما په باب وحې نازلوي چې لوستل كېږي به، ځكه چې ما خپل شان له دې نه كم ګاڼه، زه بس همدومره هيله منه وم چې رسول الله ص به ما په خوب كې وګوري او الله به زما بېګناهي ورته ښكاره كړي، مګر په خداى قسم چې رسول الله ص لا په همدې مجلس كې ناست و چې الله تعالى پرې وحې نازله كړه. كله چې د وحې ځانګړى كيفيت ورڅخه لرې شو، نو په خندا يې راته دا خبره وكړه چې اى عايشې! د الله تعالى شكر پرځاى كړه چې ستا بېګناهي يې ښكاره كړه. د هغو ايتو ژباړل داسې ده:
((كومو كسانو چې دغه بهتان جوړ كړى دى هغوى ستاسې له منځ څخه يوه ډله ده، دغه پېښه د ځان لپاره شر مه ګڼئ، بلكې دا هم ستا سې لپاره خير دى، چا چې په دې كې هرڅومره برخه واخيستله همغومره ګناه يې راغونډه كړه او چا چې د دې مسؤليت لويه برخه پر غاړه واخيستله د هغه لپاره لوى عذاب دى. په كوم وخت كې چې تاسې دا بهتان اورېدلى و، نو ولې نارينه او ښځينه مؤمنانو ښه ګومان ونه كړ او ويې نه ويل چې دا ښكاره بهتان دى. هغوى د تهمت د اثبات لپاره ولې څلور شاهدان رانوستل؟ اوس چې هغوى شاهدان نه راولي د الله په نزد همغوى دروغجن دي. كه پر تاسې باندې په دنيا او اخرت كې د الله فضل او مهرباني نه واى نو په كومو خبرو كې چې تاسې غورځېدلي وئ د هغو په مجازات كې به لوى عذاب درته رسېدلى واى. (لږ زير شئ په هغه وخت كې تاسې څنګه سخته غلطي كوله.) چې كله تاسې له يوې ژبې نه بلې ژبې ته دغه دروغ وړل او تاسې په خپلو خولو سره هغه څه ويل چې د هغه په باب تاسې څه علم نه درلود. تاسې دا يوه عادي خبره ګڼله، په داسې حال كې چې د الله په نزد دا ډېره لويه خبره وه. ولې تاسې  د دې په اورېدو ونه ويل چې له موږ سره دغسې خبرې كول نه ښايي، سبحان الله دا خو يو لوى بهتان دى، الله تاسې ته نصيحت كوي چې په راتلونكي كې هيڅكله داسې حركت ونه كړئ كه تاسې مؤمنان ياست. الله تاسې ته روښانه، روښانه لارښوونې دركوي او هغه پوه او د حكمت څښتن دى. كوم كسان چې غواړي د مومنانو په ډله كې فحشا خوره كړي هغوى په دنيا او اخرت كې د درد ناك عذاب وړ دي. الله پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ ، كه پر تاسې باندې د الله مهرباني او د هغه رحم او كرم نه واى او دا خبره نه واى چې الله ډېر زيات رؤف او رحيم دى ( نو دغه بهتان چې همدا اوس په تاسو كې خپور كړاى شوى و ډېرې بدې پايلې را منځته كړى واى.) د النور سورۀ ۱۱ تر ۲۰ ايات
د دغې اسماني وحې په نازلېدلو سره كه له يوې خوا د پاكې او پرهېزګارې بي بي عائشې صديقې  رضى الله تعالى عنها د سپېڅلي زړه پر هغه زخم باندې ملهم پټۍ ولګول شوه چې عبدالله بن ابى بن سلول دخپلې ناولې ژبې زهرجنې تورې په وسيله جوړ كړى و او لكه څنګه چې قران اشاره وكړه، د دې لوى بوهتان په نتيجه كې شر نه بلكې ډېر لوى خير ثابت شو او دحضرت ام المومنين عائشې عظمت يې دومره لوړ كړ چې ترڅو پورې تر دغه نيلي چت لاندې د خداى بندګان د قران تلاوت كوي د هغې د عظمت، عصمت، او عفت په ستاينه به يې ژبه خوځېږي. په دې اسمان تزكيې سره هغه وشول چې پخپله حضرت عايشې رض ترې ځان كم ګاڼه چې د دې په هكله به الله تعالى څرګنده وحي نازلوي او د دې بېګناهي به ثابتوي.

بې بې عايشه رضى عنها د خپل ځان په اړه وايي:
• يوازې زه د پيغمبر عليه السلام په مېرمنو كې پېغله وم چې د هغه په حريم كې داخله شوم
• جبريل امين زما بڼه پيغمبر ص ته وښودله او ورته يې وويل چې له عايشې سره واده وكړه.
• الله تعالى زما له پاره د برائت اياتونه نازل كړل.
• د وحې  نازليدو پرمهال به له ټولو بيبيانو څخه يوازې زه له هغه سره وم.
• ما جبريل په خپلو سترګو ليدلى.