((د دنيا له ښځو څخه دوه ښځې غوره دي، يوه مريم بنت عمران او بله خديجه بنت خويلد))

بي بي خديجه د حضرت محمد صلى الله عليه والسلام لومړنۍ ماندينه او په اسلام لومړۍ مشرفه شوې ښځه ده چې خپل شته يې د حق د لارې په دعوت او د كونډو، يتيمانو او بېوزلو په لاس نيوي لګولي.

حضرت خديجه بنت خويلد له عام الفيل نه پنځلس كاله دمخه په مكه كې زېږېدلې، اصلي نوم يې خديجه او لقب يې طاهره او پلار يې خويلد بن اسد بن عبدالعزى بن قصى و چې په څلورم پښت كې يې د نسب لړۍ د حضرت محمدص له نسب سره يوځاى كېږي.
حضرت خديجه له كوچنيوالي څخه سپېڅلې او شريفه وه. كله چې د ځوانۍ منګ ته ورسېده له ابو هاله بن بناش (زراره) سره يې واده وكړ چې له هغه څخه يې دوه اولادونه وشول او د هغه له مرګ وروسته د خديجة الكبرى نكاح له عتيق بن عابد مخزومي سره وشوه له هغه څخه يې يوه لور د هند په نامه وشوه او څه موده وروسته هغه هم وفات شو.
د عتيق بن عابد مخزومي له مرګه وروسته د قريشو ډېرو مشرانو له خديجة الكبرا د نكاح غوښتنه وكړه، خو هغې ټولو ته د نه ځواب وركاوه. او له دې وروسته يې پام تجارت ته واړوه، ځكه پلار يې د زړښت له كبله نور نه شو كولاى چې تجارتي كارونه پر مخ بوزي.
حضرت خديجه الكبرى د تجارت ټولې چارې په ډېره ښه توګه پرمخ بيولې، په هغه وخت كې له يوې خوا د هغې تجارت په شام كې او له بلې خوا په يمن كې روان و. سره له دې چې نوموړې د دغې پراخې سوداګرۍ د پرمخ وړلو لپاره ډېر شمېر وګړي نيولي  و خو بيا هم هغه د يو داسې چا په لټه كې وه چې د هغه تر مشرۍ لاندې په پوره ډاډ خپلې تجارتي قافلې د باندې ولېږي.
په دغه وخت كې چې پيغمبر ص زلمى و او په مكه كې يې كور په كور د اخلاقو او غوره صفتونو اوازه خپره شوې وه د خديجة الكبرى غوږونو ته هم ورسېده او دا چې د چا په لټه كې وه په لاس ورغى.هغې پيغمبر عليه السلام ته پيغام ولېږه چې كه د دې تجارتي مالونه شام ته يوسي نو دا به ورته له نورو دوه چنده مزدري وركړي.
نبي كريم ص چې هغه وخت د خپل تره تر سرپرستۍ لاندې و او له هغه سره يې په سوداګريزو چارو كې ونډه لرله او په دې چاره ښه پوهېده، د خديجې پيغام ومانه او د هغې سوداګريز مالونه يې واخيستل او بصرې خواته وخوځېده، د تګ په وخت كې حضرت خديجې رض خپل خاص غلام ميسره هم ورسره ملګرى او پر هغې يې د محمد ص سپارښتنه وكړه چې څه تكليف ور ونه رسېږي.
د سر ور كاينات ص د ديانت او سوداګريزې پوهې په بركت مالونه په دوه چنده ګټې وپلورل شول او د سفر په اوږدو كې د كاروان مشر حضرت محمدص له خپلو ملګرو سره دومره ښه وضعه وكړه چې ټولو يې ستاينه كوله.
كله چې كاروان بېرته مكې ته راستون شو ميسره حضرت خديجې ته د سفر كيسه داسې واوروله: ((زه له ډېرې مودې راهيسې ستا خدمتګار يم، سوداګريز كار و بار كوم او په دې اوږدو كې مې له هر ډول خلكو سره سفرونه او ملګرتيا كړېده،خوږې او ترخې تجربې مې ترلاسه كړي خو دا ځل چې ما د محمد په ملګرتيا كې څه ليدلي دي هغه تر ټولو عجيب او د حيرانتيا وړ دي. د سفر ستړيا طبيعي خبره ده چې انسان وارخطا او لا لهانده كوي، مګر ما د محمد په مزاج او حوصله كې څه بدلون او تغير ونه ليده، په هر راز سختيو كې ډاډمن ښكارېده او په ورين تندي يې له هر راز ستونزو سره مقابله كوله. د ده په څېره كې مې هېڅ وخت د غم او خفګان نښې ونه ليدې، نه يې د نورو سوداګرو غوندې په ستاينو خپل مالونه خرڅول او نه يې په سودا كې څه فريب او غولونه وه، له هرچا سره يې په خوږه ژبه خبرې كولې په بې ځايه خبرو يې هيڅكله ژبه نه خوځوله، يواځې د ضرورت په وخت كې به غږېده هغه هم داسې چې الفاظ به يې د ملغلرو غوندې د ادب په مزي پېيلي وو....
د ميسره د رېپوټ په اورېدو حضرت خديجه الكبرى رض له حده زياته خوشاله شوه، بالاخره يې دخپلې ملګرې  نفيسې په واسطه له حضرت محمد مصطفى نه د نكاح غوښتنه وكړه اود هغه له موافقې وروسته ابو طالب دكورنۍ له نورو مشرانو سره د حضرت خديجة الكبرى كورته ورغلل او د پنځه سوو درهمو په مهر يې نكاح وتړل شوه، دغه مهال نبي كريم ص پنځه ويشت كلن او خديجه څلوېښت كلنه وه.
حضرت خديجې د پيغمبر عليه السلام په نكاح كې پنځه ويشت كلونه تېر كړل، په دې ټوله موده كې يې له سرور كائنات ص سره هر راز غمونه په ورين تندي وزغمل او دهغه د ملګرتيا او فدا كارۍ حقوق يې ادا كړل. د حضرت خديجې له اسلام راوړلو نه وروسته يو شمېر نورو هم ايمان راوړ چې  ابو بكر، علي او زيدبن حارثه رضى عنهم يې لومړنيو هغو وو. بي بي خديجه به د اسلام د دايرې په پراخېدو ډېره خوشالېده او دخپلو نا مسلمانو خپلوانو د غوسې او وېرې څخه بې پروايۍ به يې د حضرت محمدص سره د حق د لارې په دعوت كې مرسته او ملاتړ كاوه.
خپله شتمني يې د حق د لارې په دعوت كې لګوله او خپل مالونه يې د يتيمانو، كونډو او بېوزلو خلكو د لاس نيوي په لار كې مصرفول، په داسې حال كې چې په دې دور كې د اسلام دښمنانو مسلمانان د رنګارنګ ظلمونو په ژرنده كې اوړه كول.
كله به چې پيغمبر ص د كافرانو په ناوړو خبرو پرېشانه كېده نو خديجې رض به ډاډ وركاه او ورته ويل به يې: ((يا رسول الله! مه خفه كېږه، ايا تر اوسه پورې كوم پيغمبر راغلى چې خلكو ورپورې مسخرې نه وي كړي.)) د هغې په دې ډاډينې سره به د نبي كريم ص خپګان لرې كېده ، لنډه دا چې د دعوت د مودې په دغو ټولو سختو او لوړو ژورو كې خديجة الكبرى نه يوازې د پيغمبر ص خوا خوږې ملګرې وه بلكې په هر مصيبت كې به دهغه مرستياله وه، پيغمبر ص به ويل: ((مابه چې كله له كافرانو څخه كومه خبره اورېدله او را باندې به بده لګېدله نو ما به خديجې ته بيانوله، هغې به داسې تسلي راكړله چې زما زړه به ورباندې ډاډه شو او هيڅ داسې كوم غم نه و چې د خديجې په خبرو راباندې نه اسانېده.))
د بعثت په اووم كال چې كله د قريشو مشركانو بنو هاشم په شعب ابي طالب كې تر درېيو كلونو پورې محاصره كړل حضرت خديجې رض هم دغه ټول مصيبتونه په ورين تندي وزغمل. دبعثت په لسم كال دغه بې رحمانه محاصره ماته شوه، خو له هغې وروسته د ژوند مهلت له حضرت خديجې رض سره زياته ملګرتيا ونه كړله او دهمدې كال د روژې د مياشتې په يولسمه يې له دې نيمګړې دنيا څخه رحلت وكړ او په جنت المعلى كې دفن شوه.
د هغې په وفات حضرت محمد ص له حده ډېر خفه شو چې په تاريخ كې دغه كال د عام الحزن په نامه يادېږي. پيغمبر ص د هغې له وفات وروسته هم هغه نه هېروله، كله به يې چې قرباني كوله نو لومړى به يې د هغې ملګرو ته غوښه لېږله، د هغې كوم خپلوان به چې كله د پيغمبر عليه السلام حضورته راتله نو د هغوى به يې ډېر عزت كاوه.
حضرت عايشه صديقه رض فرمايي يو ځل له عادت سره سم حضرت محمد ص د حضرت خديجې ستاينه شروع كړه، زما رخه راغله او ومې ويل: (( يا رسول الله! هغه يوه زړه كونډه وه، خداى تا ته له هغې نه وروسته  ښې ميرمنې دركړې.))
هغه مبارك د غوسې په حال كې وفرمايل: ((نه په خداى قسم دى، له خديجې نه ښه مېرمن مې نه ده په نصيب شوې، هغې په داسې وخت كې ايمان راوړ چې ټول خلك كافران وو ، هغې په داسې وخت كې زما تصديق وكړ چې نورو ټولو زه دروغجن ګڼلم، هغې په داسې وخت كې خپل مالونه رانه قربان كړل چې نورو محروم كړى ووم  او الله له هغې نه اولادونه راكړل.))
حضرت عايشه فرمايي چې دا ووېرېده او له ځانه سره يې تعهد وكړ چې له دې وروسته به بيا د پيغمبرص په وړاندې د خديجې رض په هكله څه نه وايي.
څښتن تعلى يې خوښ كړى