((زه به خامخا داسې كسان در ولېږم چې هغوى له مرګ سره داسې مينه لري، لكه تاسې يې چې له ژوند سره لرئ.))

خالد بن وليد رضى الله عنه د اسلامي لښكر هغه ستر سرلښكر و چې د حق په لار كې يې بې ساري سرښندنې كړي او رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته د سيف الله لقب وركړى چې مېړانه يې تر دې دمه د مسلمانانو په زړونو كې ژوندۍ ده.

حضرت خالد رض هغه شخصيت دى چې رسول الله ورته د سيف الله (د الله توره) لقب وركړى  نوموړى د قريشو د قبيلې د بنو محزوم له كورنۍ څخه و او په اووم پلار (مُره بن كعب) كې د هغه د نسب لړۍ له رسول الله ص سره نښلي. د هغه پلار وليد بن مغيره نومېده چې د مكې د بډايو او د اسلام د سر سختو دښمنانو څخه و.
حضرت خالد رض هم تر ډېرې مودې له اسلام څخه لرې پاتې و خو دا چې نبي كريم (ص) يې د مسلمانېدو په هكله خداى ته دعا كړې وه نو خداى ج پرې ورحمېد او په اتم هجري كال په اسلام مشرف شو. نوموړى خپله كيسه داسې بيانوي: ((كله چې ما غوښتل د رسول الله عليه وسلم حضور ته ورشم له عثمان بن طلحه او عمروبن العاص سره مخامخ شوم، هغوى ته مې د پوښتنې په ځواب كې خپله اراده څرګنده كړه، بيا په ګډه سره ورغلو، سلام مې واچوه، پيغمر(ص) د سلام ځواب راكړاو مسكى شو، ما خپل اسلام اعلان كړ، پيغمبر عليه السلام راته وفرمايل: [ماچې ته د يو معقول انسان په توګه پېژندلې نو همدا مې هيله وه چې ستا پوهه به تا ارومرو د خير خواته رهبري كوي. ]))
 د خالد بن وليد تر اسلام راوړلو وروسته سرور كاينات (ص) صحابه و ته وفرمايل: (( مكې د خپل زړه ټوټه ستاسې خواته در غورځولې ده.))

نوموړى وايي چې ده  له رسول اكرم (ص) سره تر بيعت وروسته عرض وكړ چې ده  ته  له خدايه د هغه قصور چې دى  د خداى د دين په لار كې خنډ واقع شوى و، بښنه وغواړي. رسول اكرم ص ورته وفرمايل: ((په اسلام راوړلو سره مخكيني ګناهونه بښل كېږي.))
دى زياتوي چې ده بيا ترېنه غوښتنه وكړه چې سره له دې هم ورته بښته وغواړي، نو هغه دعا وكړه: ((خدايه! خالد بن وليد كه هر څومره ستا په لار كې خنډ شوى وي د هغو بښنه ورته وكړه... .))
له خالد بن وليد رض څخه وروسته عثمان بن طلحه او له هغه وروسته عمروبن العاص هم په اسلام مشرف شول.
د حضرت خالد د اسلام راوړلو نه دوه مياشتې وروسته د مؤته غزا مينځ ته راغله، نبي كريم ص د زيد بن حارثه په مشرۍ درې زره تنه واستول او هدايت  يې وكړ كه زيد شهيد شو نو د لښكر مشري به جغفر بن ابي طالب كوي او كه هغه هم شهيد شو نو عبد الله بن رواحه به د لښكر مشر وي.
حضرت خالد په دغه غزا كې د يو عادي سرتېري په صفت ګډون وكړ، د بصرې حكمران چې خبر شو نو خپله يې هم خپل پوڅ تيار كړ او له خپلو مرستندويو څخه يې هم د مرستې غوښتنه وكړه چې د دښمن د عسكرو شمېر نږدې دوه لكوتنو  ته رسېده چې يو مسلمان د شپېتو كافرو په مقابل كې كې ولاړ و، د مؤته په ميدان كې د دواړو خواو ترمنځ خونړۍ جګړه پيل شوه چې په كې زيد، جعفراو عبدالله بن رواحة رضى الله عنهم يو په بل پسې شهيدان شول، له هغه وروسته د لښكر مشري حضرت خالد بن وليد په غاړه واخيسته چې په پاى كې برى د مسلمانانو او ماتې د كفارو په نصيب شوه.د دې جنګ په دوران كې حضرت محمدص په مدينه كې و يو ناڅاپه يې ترڅنګ ناستو صحابه كرامو ته  وفرمايل: ((زيد بيرغ واخيست شهيد شو الله  وباښه، ور پسې جعفر بيرغ واخيست هغه هم شهيد شو الله وباښه، بيا عبد الله بن رواحة بيرغ واخيست هغه هم شهيد شو الله وباښه، او اوس هغه چا بيرغ پورته كړ چې د الله د تورو نه يوه توره ده او هغه فاتح شو.)) چې تر دې جګړې وروسته حضرت خالد د خداى د توري په نامه شهرت موند.
حضرت خالد رضى الله عنه د مؤته تر غزا وروسته په ټولو جګړوكې  د يو سالار او ما هر قوماندان په صفت  برخه واخيسته.
د نبي كريم ص له رحلت وروسته هم خالدبن وليد (رض) د ابو بكرصديق (رض) او حضرت عمر بن الخطاب (رض) د خلافت په دورو كې ښه په مېړانه د كفر مقابله كوله او تل به بريالى و او د كسرا ټولو واليانو ته يې په  دې مضمون فرمانونه ولېږل:
((بسم الله الرحمن الرحيم، د خالد بن وليد لخوا د فارس واكمنو ته!
سلام دې وي پر هغه چا چې د سمې لارې پيروي كوي، اما بعد: ټوله ستاينه هغه الله لره ده چې له تاسې يې پاچاهي واخيسته او ستاسې دسيسې يې شنډې كړې ....
هر كله چې زما ليك در ورسېږي نو سملاسي ما ته خپل بيعتونه را ولېږئ  او فرمان ته غاړه كېږدئ او كه نه نو، زما دې په هغه ذات سوګند وي چې له هغه پرته بل معبود نشته چې زه به خامخا داسې كسان در ولېږم چې هغوى له مرګ سره داسې مينه لري، لكه تاسې يې چې له ژوند سره لرئ.))
 خالد(رض) خپل تر اسلام راوړلو وروسته ژوند د اس پرشا، د توري تر برېښنا لاندې او په هغه ستر عبادت كې چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ورته لوړه څوكه ويلې ده او هغه د الله په لار كې جهاد كول دي تېر كړ.

د خالد رض د شخصي ژوند په اړه دومره معلومات نشته خو دومره ښكاره ده چې ده له يوې رومۍ ښځې سره واده كړى و چې له هغې يې يو زوى د عبدالرحمن بن خالد په نامه هم پيدا شوى و.
كله چې خالد ابن وليد مړ كېده نو د خپلې شتمنۍ وارث يې خپل تره زوى حضرت عمر رض وټاكه
نوموړي د عمر په شپېتم كال په 642 ميلادي  د شام په حمص كې  له دنيا رحلت وكړ، حافظ ابن عبد البر په الاستيعاب كې ليكلي دي چې خالد(رض) چې دخداى په لار كې د شهادت سخت هوسمن و، د ځنكدن په شېبو كې يې په نهيلۍ سره داسې ويل: ((ما پخپل ژوند كې تقريباً درې سوه جنګونو كې برخه اخيستې ده او زما په بدن كې داسې ځاى نشته چې په غشو، تورو او نېزو نه وي زخمي شوى خو شهيد نه شوم او نن مې په بستر كې د اوښ په څېر سا وځي .... )) د هغه په وفات باندې ژړېدونكو ښځو ته حضرت عمر وفرمايل: (( تاسې حق لرى چې وژاړى خو پام كوئ چې په لوړ آواز سره نه او سينې په سوكانو ونه وهئ.
په حمس يا اوسنۍ اميسا كې د هغه پر زيات اوس يو مسجد جوړ شوى چې د جامع خالد بن وليد په نامه يادېږي. د ده د قبر پر ډبرليك د نږدې ټولو هغو جګړو يادونه شوې چې ده په كې د قوماندان دنده ترسره كړې. په دغه ټبرليك د هغو 50 جګړو يادونه هم  شوې چې د ده لښكر په كې نه دى په شاه شوى او د جګړې له ډګره  بريالى راستون شوى.
مسلمانان هغه د نړۍ له تر ټولو ستر پوځي قوماندان بولي او د الله د توري په نوم يې په خپلو زړونو كې تلپاتى ساتي.

الله ورځنى خوښ دى.