غښتلى باډي بلډر
قيس شګيوال تر دې دمه د باډي بلډېنګ په نهو سياليو كې ګډون كړى چې په پنځو هغو كې لومړى راغلى.
رفيع الله چې د سپورت په نړۍ كې په قيس شګيوال شهرت لري له ننه ۲۶ كاله دمخه يې په پچير اګام ولسوالۍ كې د عبد الجليل په كاله كې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. دى له اره د ښېوې ولسوالۍ د شګې د شېخانو كلي اوسېدونكى دى.
تر يوولسم ټولګي پورې يې زده كړې كړي، دى د خپلو زده كړو په اړه وايي: ((كوم وخت كې چې مونږ مكتب ويلو هغه وخت جنګونه وو، كه به ټول كال مكتب ته لانړې بيا به هم كال ته په بل صنف كې ناست وې، دا نه وه چې غير حاضر، محروم يا ناكام شې چې ما هم په دې ترتيب مكتب لوستى دى.))
دى چې اوس په روښان مېنه كې اوسي د خپل سپورت سرچينه هم د روښان مېنې د واليبال له لوبو پيلوي. د ده له خولې يوه ورځ په بهسودو كې د سپورت نمايشونه وو، دى يې سيل ته تللى و: ((كله چې ما په هغو نمايشونو كې د باډي بلډرۍ (بدن جوړونې) ډله وليدله د دوى اندامونه مې خوښ شول.)) هماغه و چې ده هم د حسن استاد تر سرپرستۍ لاندې په شمشاد بدن جوړونې كلب كې چې هغه مهال د جلال اباد په چرګانو كوڅه كې وو، داخله وكړه او سپورت يې شروع كړ.
نوموړى وايي چې د ده كوښښ او د حسن استاد تشويق و چې دى يې تر دې دمه رارسولى. قيس له اتو كالو راهيسې دغه سپورت پرمخ وړي، او تر دې دمه يې په نهو سياليو كې ونډه اخيستې چې پينځه يې په جلال اباد كې ترسره كړي او په دغو ټولو كې لومړى راغلى، دوه يې په پېښور كې كړي چې په هغو كې په خپل وزن كې دويم راغلى او دوه هغه يې په كابل كې كړي چې يوه يې په 1383 كال كې وه. د يو كال لپاره ملي ټيم ته په خپل وزن (پنځم) كې دويم لمبر بريالى شوى.
قيس شګيوال تر دې دمه له ۳۰۰ زيات شاګردان روزلي. شاګردان يې د ده له اخلاقو او نېك سلوك ډېر اغېزمن دي. د ده يو شاګرد، جاوېد، وايي: ((زمونږ سره د استاد رويه ډېره ښه ده، مونږ ترې كله هم خرابه خبره يا كنځل نه دي اورېدلي.)) دى زياتوى دا چې ورزش خاص اخلاق لري له هغو ټولو د دوى برخمن دى. دى د خپل استاد له هڅونې ډېر خوښ دى او په درنه سترګه ورته ګوري: ((مونږ د ده له تشويق او زياره ډېر خوښ يو خو يوازې د قيس استاد په تشويق هم نه كېږي د ورزش امريت او نور چارواكي هم بايد ورزش كاران تشويق كړي.)) دى اوس د را تلونكي كال سياليو لپاره ځان چمتو كوي چې لومړى د هېواد او وروسته د اسيا په كچه قهرماني وګټي.
دا چې قيس ولې په سږنيو سياليو كې ونډه وا نخيسته، وايي چې د يو شمېر مجبوريتونو له كبله يې ونه شواى كولاى په دې سياليو كې برخه واخلي چې له دې جملې څخه يو هم د سياليو لپاره د ده د پوره اماده ګۍ نشتوالى و.
قيس د باډي بلډرۍ لپاره د يو شخص د كوښښ ترڅنګ پياوړى اقتصاد اړين بولي. د ده په وينا كه يو تن هر څومره زيار وباسي خو ترڅنګ يې ښه خواړه او د دې سپورت لپاره جوړې شوې پيچكارۍ او درمل استعمال نه كړي، عضلات يې ښه وده نه كوي.
دى زياتوي چې د دې ښكاره بېلګه يې د1383 كال په سياليو كې وليده، د هرات لوبغاړو چې د يو پياوړي اقتصاد خاوندان وو او دغه ډول درمل يې استعمال كړي وو، تر هغو چې درمل يې نه وو استعمال كړي ډېر غټ وو.
دا د ننګرهار له چارواكو او سوداګرو ګيله لري او وايي چې له دوى سره هېڅ ډول مرسته نه كوي، كه د دوى مرسته ورسره واى نو له سږنيو سياليو به بې برخې شوي نه واي.
قيس د خلكو د اندېښنو په اړه چې كه يو تن دغه لوبه پرېږدي بدن يې خرابېږي وويل: ((دا سمه ده خو يوازې باډي بلډري نه كه هر ورزش سړى پرېږدي له همداسې حالت سره مخ كېږي، هغه كه تكواندو ده، بوكس دى او كه... .))
يو شمېر خلك دا هم وايي چې دا سپورت خلك خسي كوي، خو شګيوال وايي چې دا سمه ځكه نه ده چې زه دا دى دا سپورت هم كوم او واده مې هم كړى، او درې اولادونه مې دي.