خاونده! چا ته ترېنه نېغه شمله وتړمه
زموږ زلمي وجود لري وجود كې سر نه لري


زيرك فهيم  له ننه 23 كاله وړاندې د جلال اباد په څلورمه ناحيه كې د سيد محمد په كاله كې سترګې وغړولې، نوموړى له آره د كونړ ولايت د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونكى دى او اوس د جلال اباد ښار د مجبور اباد په سيمه كې شپې سبا كوي
لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د نصرت په لېسه كې چې هغه مهال منځنى ښوونځى و ترسره كړي او په 1382 لمريز كال ننګرهار لېسې نه فارغ شوى دى او د1384  كال له كانكور ازموينې وروسته د تخار پوهنتون د ژبو او ادبياتو  پوهنځي ته بريالى شو، خو لا يې د دريم ټولګي په وره پښه نه وه ايښې چې د يو لړستونزو له امله اړ شو ترڅو ننګرهار ته ځان را بدل کړي چې اوس د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د دري څانګې د دريم ټولګي زده کړى دى.
نوموړي د  ننګرهار ټولنيز مركز_ ميديوتيك ، بي بي سي او آينې لخوا د ژورناليزم په وركشاپونو كې برخه اخيستې او په دې ساحه كې يې له يو شمېر رسنيو سره عملاً كار كړى دى.
   فهيم له  لسم ټولګي  راهيسې شعرليكي چې تر دې دمه يې د 200 په شا و خوا كې شعرونه ليكلي چې كله ناكله د هېواد په مطبوعاتو كې تر سترګو كېږي.
زيرك د دې په اړه چې شاعري يې څنګه پيل كړې، له يوې شېبې چوپتيا وروسته وايي: ((دا يوه لويه فلسفه ده، ترېنه تېر شه)) دى د دروېش دراني او اقبال لاهوري شعرونه خوښوي او لولي يې. نوموړي پر شعر سربېره يو ناول  او يو شمېر لنډې كيسې هم ليكلي، چاپي اثر نه لري، خو يوه ټولګه شاعري، ناول او يوه ټولګه لنډې كيسې يې د چاپ لارې څاري.
                                                                                                            سردارولي څرك
دا هم د زيرک د شعر يوه بېلګه

                       

غزل
دا زړه زخمي، زخمي دى دا د عشق په لاره وتى
اوس خود له مينې وتى، اوس نو خود له كاره وتى

دغه به هم د چا رضا وي چې ژوندى ګرځمه
ګنې د ژوند ستورى مې وخته له مداره وتى

يو څوك په سترګو كې راګوري خو زه نه ورګورم
خو يو څوك نه راګوري زړه مې پسې ياره وتى

زما ساده زړګى د يار په ژبه وغولېدو
پرون يې ښه ويل نن بيا له خپل اقراره وتى

هو اعتبار كوه، وي دلته زړه يې تاسره وي
ګنې فهيم خو ستا له كلي ستا له ښاره وتى