نقيب الله شباب له نن نه نږدې ۳۰ كاله وړاندې د كږې ولسوالۍ په ډاګ كلي د غلام سخي په كاله كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې.
دى لا تنكى زلمى وو چې پېښور ته كډه شو او په كبابيانو كې يې واړول او هماغلته يې په صديق اكبر لېسه كې زده كړې وكړې او په ۱۳۷۸ لمريز كال ترې بريالى را وواته.
شباب غوښتل چې لوړې زده كړې هم تر سره كړي خو د وخت غوښتنو دى اړ كړ چې د زده كړې پر ځاى كسب ته مخه كړي او له دې لارې كورنۍ ته يو څه نفقه برابره كړي چې دمګړۍ ته دى د موټرو د انجن تكړه مستري دى.
دى نهه كاله كېږي چې شاعركوي او د خپلې شاعرۍ لامل د ډاكټر اعظم اعظم د شاعرۍ لوستل بولي، دى وايي: ((په پېښور كې مې، يوه ورځ د اعظم صيب كتاب ګوتو ته راغلو، هغه مى چې كله ولوستو يو ډول تاثير يې راباندې وكړو او زه يې شاعرۍ ته وتخنولم.))
شباب په شعري صنفونو كې غزل ډېره خوښوي او ليكي يې چې تر دې دمه يې يوه ټولګه شاعري كړې ده، او د چاپ لارې څاري.
د ده شعرونه يو شمېر سيمه ايزو سندرغاړو ويلي دي چې آصف خليلي، بيدار پاچا او خدايداد پاچا يې د بېلګې په توګه راوړو.دى خپله د نازيه اقبال سندرې ډېرې اوري.
سردارولي څرك
دا هم د شباب د شعر يوه بېلګه:
لكه پرخه چې د ګل په مخ پرته ده
بې وفا! مينه دې داسې مېلمنه ده
د اميد كاروان مې ځان پورې دمه كړه
ډېره ستړې مې د هيلو قافله ده
د اجل په غشو يې مه وله مكاره
رڼه اوښكه مې د سترګو مېلمنه ده
لكه خس يې د هجران په لمبو سيزي
جوړ د غوښې دې وړه غوندې كتره ده
وزګار نه يمه رقيبه! غم كې پروت يم
لا خو تا سره مې پاتې فيصله ده
يا خو مينې د نفرت په ټال زنګېږم
يا شبابه! په كې ستا برخه سپېره ده