ماخو د يار په سپكو سپورو شاعري كوله
حامد غورځنګ د محمد بصير حميدي ځوۍ دۍ چې نن نه پوره ۱۹ کاله وړاندې په ۱۳۶۷ لمريز كې زوکړى دى نوموړى دمګړۍ ته د جلال اباد په شاه مردخان مېنه کې اوسي.
دى ۷ کلن وو چې د ښوونځي ور يې وټکولو او په ۱۳۸۵ لمريز کال له مياعمر عالي لېسې بريالى را وواته.
شاعري يي که څه هم لکه د پښتون کهول په خټه کې آغګلې وه خو په ۱۳۸۲ لمريز کال يې د کاغذ مخ د شعر په نوم تور کړ.
دى د خپلې شاعرۍ لامل د يو شمېر شاعرانو د شعرونو لوستل را په ګوته کوي او لومړنى شعر يې په سپوږمۍ مياشتنۍ خپرونه كې خپور شوى چې د ده په وينا دا ده ده يو ارمان وو.
حامد د خپل څلور كلن ادبي ژوند په بهير كې توانېدلى چې ۴۴ ازاد شعرونه او ۳۵ غزلې وليكي. نوموړى په معاصرو شاعرانو کې د رحمت شاه سايل شعرونه خوښوى او لامل يې د نوموړي د شعر سادګي او سندريز والى بولي. دى د ناشناس سندرې اوري او خوښوي يې.
غورځنګ چاپ اثار نه لري.
دا يې د شعر څو بېلګې:
دا به ضرور واورې ناځوانه! لېونى به شمه
له ځان مې مه شړه جانانه! لېونى به شمه
دا چې لمدېږې ته هر وخت د چا د نم په اوښكو
يو ورځ به وشكېږې ګرېوانه! لېونى به شمه
ما چې په دومره ماضي ژوند كې خواږه ونه ليده
څنګه به پوه شې ته ارمانه! لېونى به شمه
دا څو كلونه وچكالي مو سپرلى ونه ليده
لږ خو راووره بارانه! لېونى به شمه
تا ته ازل كې ټول غمونه بدبختي ليك شوي
نور دې پرېږدم افغانستانه! لېونى به شمه
***
نه مې اغيار بولي، نه زړه كې راله زړه راكوي
زه لا په تمه يم چې دا به راله خوله راكوي
ماخو د يار په سپكو سپورو شاعري كوله
اوس چې شعر نه ليكم اوس يار غمونه نه راكوي
زړه پښتانه يو له فرياد سره ښه نه ښكارېږو
خير كه دښمن راله دردونه ډېر درانه راكوي
نوره كم عقله ده وړه ده په هيڅ نه پوهېږي
حيران په دې يم جوابونه ډېر پاخه راكوي
غورځنګ د مينې كچكول بيا غاړې ته واچولو
دا ځل به وګورم چې څوك خيرات كې څه راكوي