دا د هغه ستړ سفر كيسه ده چې د ايتلافي ځواكونو له لاسه مو د كابل جلال اباد د دريو ساعتو مزل په نږدې لسو ساعتو كې وكړ.
د 1386 لمريز كال د زمري 11مه وه، زه له كابله د دفتري كار پاى ته رسېدو سره سم خپل سيميز دفتر ته چې په جلال اباد كې دى روان شوم. نږدې اته بجې به وې چې كابل كې د پلچرخي تلاشۍ ته څېرمه د جلال اباد هډې ته ورسېدم، هډه كې د معمول په خلاف نن د خلكو ډېره ګڼه ګوڼه وه او په سره لمر كې ولاړ او يا ناست وو.
ما لا سمه ساه نه وه اخيستې چې څو ډريورانو رانه پوښتنې شروع كړې (( جلال اباد ته ځې كه تورخم ته )) ، يو بل غږ وكړ ((لغمان دوه نفره!))
ما ځواب وركړ چې جلال اباد ته ځم، همدې سره يوه له لاسه ونيولم: ((راځه زما دوه كسه كم دي، ته كېنه يو بل پيدا كوم بيا به ځو.))
ما هم خپل بيك او نور توكي له زمكې راپورته كړل او د كرولا موټر ډيګۍ ته مې ور واچول. او خپله مخكې سيټ كې كېناستم.
شېبه وورسته يو سپين ږيرى چې د غني خېلو اوسېدونكى وو، موټر ته راپورته شو. او موټر مو حركت وكړ. كله چې د پلچرخي تلاشۍ ته ورسېدو يو تن مو د موټر مخې ته ودرېد چې پرچه وكړه، ډريور كه هرڅو ځان اخوا دېخوا كړ خو مجبور يې كړ چې پرچه وكړي. دوه قدمه لا نه وو تللي چې بل يې مخې ته ودرېد پرچه وكړه. هغه هم مجبور كړ چې پرچه وكړي. ډريو ر چې كله دويم پاټك نه بېرته موټر ته راپورته كېده نو له ځان سره يې ويل ((هسې نوم يې بدل شو دا خو هماغه پخواني پاټكونه دي.))
له شاتني سيټ نه پرې هغه سپين ږيري بابا غږ كړ چې (( ... هماغه دى يواځې كته يې بدله شوې.))دې سره موټر كې ناستو كسانو ټولو وخندل. زه چې د ډريور څنګ كې ووم په هغه پرچه مې سترګې ولګېدې، په پرچه كې بلا ډېر څه ليكل شوي وو، خو څو خانې چې بايد ډكې شوى واى تشې پاتې وې، هغه داسې چې د سيمې نوم په كې نه وو چې موټر چرته ځي؟ څو كرايه بايد واخلي او ... چې سړي ته دا شك پيدا كوي چې له موټروانانو څخه دغه اخيستل شوې پيسې د دولت جيب ته ځي او كه د دغو لار شكونكيو جېبونو ته؟
موږ په همدې خبرو كې وو چې موټر وان موټر يوې خوا ته ودرولو او زياته يې كړه: ((لاره لكه چې بنده ده.))
د موټر له درېدو سره موږ هم له موټر نه راكوز شو، ګورو چې له موږ وړاندې ټوله لار بنده ده او سلګونه موټر ولاړ دي. زه يو څو قدمه وړاندې لاړم او پوښتنه مې وكړه چې څه خبره ده؟ يو موټر چلونكي ځواب راكړ چې د ماهيپر خوله كې د ايتلافي ځواكونو موټر خراب شوى ځكه يې لاره بنده كړې. ددې خبرې په اورېدو سره مې مازغو كې څړيكه غوندې وشوه چې د ايتلافي ځواكونو موټر خراب دى نو خلك يې ولې درولي؟ د موټر خوا ته راغلم او په موټر كې ناستو ملګرو ته مې وويل چې مخكې د ايتلافي ځواكونو موټر خراب شوى، هغوى لار بنده كړې بايد انتظار وكړو، يو څو شېبې هماغلته ودرېدو، خو د كابل تود لمر كله سړى پرېږدي، بير ته موټر ته وختو، زموږ دغه د څو شېبو انتظار په ساعتونو بدلېدو. خداى مې دې غاړه نه بندوي چې په دې موده كې به زه لس پينځلس كرته له موټر ښكته شوى او پورته شوى يم. كله به مخكې لاړم ما ويل چې وګورم دا لار چرته بنده ده، چې سر او بر به يې راته معلوم نه شو نو بېر ته به راستون شوم، ګرمي بې حده زياته وه او هغه د چا خبر لمر په دې ورځ څو نېزې راښكته شوى وو. او يو شى چې ډېر زورونكى وو هغه د پاكو اوبو نشتوالى،كه څه هم كابلى سيند مو تر څنګ بهېده، خو هغه د چا خبره موږ د سيند پر غاړه تندې اخېستې وو او لامل يې دا و چې د سيند اوبه له څښاكه وتلې وې، خلكو به يو خوا او بل خوا منډې رامنډې وهلې چې اوبه پيدا كړي، خو مشه، ځكه خلكو چې كومې اوبه له ځانه سره راوړې وې هغه خلاصې شوې او د نورو درك نه و. بس څه به مو سر خوږوم سمه د قيامت ورځ وه چې د دې ساتونكيو له لاسه پر موږ او نورو مسافرو راغلې وه، هېڅوك نه پوهېږي چې دا بهرنيان ولې دومره ډارېږي چې په لسګونو ډك موټر يې له ځانونو پسې درولې وي او د مخكې تلو اجازه نه وركوي.
دې اوږده او نامالومه انتظار د ټولو د صبر كاسې په بله اړولې وې، هره خوا د كوچنيو ماشومانو د ژړا غږونه اورېدل كېده، د خولو له لاسه خو په جامو كې وچ تار پاتې نه و،څو ځله مې نيت وكړ چې بېرته كابل ته ستون شم، خو چې مخكې او شاته به مې نظر واچولو د موټر د بېرته راګرځېدو شان نه و، له مجبورۍ هاغلته پاتې شوم. په دغه جريان كې څو ځله موټر ته په دې هيله پورته شو چې ګنې لار خلاصه شوه، خو بېرته به پاتې شو، نږدې 12 بجې به وې چې لاره يو څه خلاصه شوه او موټرو د مېږيو مزل پيل كړ، خو دغه سړك چې يو ځل بند شي بيا يې خلاصېدل اسانه نه وي ځكه له يوې خوا د سړك سور كوچنى دى او بل دواړه لوريو ته په سلګونه لوى او واړه موټر وي چې له امله يې دغه ستونزه څو چنده كېږي. دغه لاره د ماهيپر تر بېښه بنده وه، له ماهيپر نه چې ښكته شوو د موټر ستنه ورو ورو په لوړېدو شوه او مزل مو پيل كړ، خو لا مو لس پينځلس دقيقې مزل نه وو كړى چې د ايتلافي ځواكونو له كتار سره چې له امله يې لاره بنده وه مخ شو. اوس نو حالت داسې وو چې تا به ويل ورا روانه ده، دوى مخكې وو او موږ ور پسې نږدې پنځوس متره شاته روان وو او هېچا كې د امجال نه و چې له دوى څخه مخكې شي. د نغلو تر بنده سره له دې چې د دوى شاته وو، خو بيا هم ښه وو لاره خو خلاصه وو، خو كله چې د نغلو بند ته ورسېدو د موټرو د زياتې ګڼې ګوڼې له امله يو ځل بيا لار بنده شوه چې دلته هم نږدې يو ساعت لاره بنده وه او دغه چارې د سروبي تر بازاره دوام وكړ، سروبي كې موټرو يو ځل بيا موشم واخيست او ستن يې له شلو پورته شوه، هر موټروان به كوښښ كولو چې له بل نه ځان مخكې كړي، خو چې مخكې به شو او د ايتلافي ځواكونو په كاروان به يې سترګې ولګېدې بېرته به په كرار شو، څه كم شپږ بجې به وې چې درونټې ته څېرمه د ايتلافي ځواكونو يو موټر تېل خلاص كړل. يو ځل بيا د دغه كاروان اخرني ټانګ كې سپور پرنګي خپله ماشينداره زموږ لوري ته ونيوله او په لاس يې راته د درېدو اشاره وكړه. دلته بيا هاغه د ماهيپر قيامت را له بره شو او څه د پاسه يو ساعت يې دلته وځنډولو ترڅو دوى تېل راپيدا كړل، بيا د دوى جنج روان شو، موږ (جنجيان) ورپسې وو او د مخابراتو تر څلور لارې مو بدرګه كړل.