ډير مې يا ديږې دزړه ښاره ،جلال اباده
عبد الله سهار له نن نه اوه ويشت ٢٧ کاله د مخه د ننګرهار ولايت د کږې ولسوالۍ د کوز بيار په سيمه کې د استاد سيد عمر په کاله کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې.
نوموړي لومړنۍ زده کړې د هجرت په چاپېريال (پېښور) کې تر سره کړي دي او پر ۱۳۸۰ لمريز کال د ننګرهار د عالي لېسې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوى چې د همدې كال د كانكور ازموينې له لارې د ننګرهار پوهنتون ادبياتو پوهنځي ته بريالى او تېر كال له همدې پوهنځي څخه په ښو نومرو بريالى راووت.
سهار له اوو ۷ کالو راهيسې شعر ليکي چې د ده په وينا اوس يې نيږدې يوه ټولګه شاعري کړې.دى په شعر سربېره په نثر کې هم يو څه لاس لري چې ادبي- نثري ټوټې يې د يادونې وړ دي.
سهار له پورته ځانګړنو سره سره يوه خاصه ځانګړنه چې هغه خوږ غږ دى هم لري چې په غونډو او مشاعرو کې پرې د خپلو يارانو تنده خړوبوي. دى تر دې دمه چاپ کړي اثار نه لري خو يوه ټولګه شاعري يې د چاپ لارې څاري.
نوموړي له پوهنتونه تر فراغت وروسته د ډېرو دفترونو ورونه د دندې په موخه وټکول خو، په هېواد کې د لياقت پر ځاى د واسطې بر لاسي دى يو څه موده بې دندې پاتې کړ، خو هغه د چا خبره قيمتي ډبره اخر هم خپل جوهر ښايي چې دى هم د همدې چوهر له مخې په کابل کې د کليد مجلې او راډيو ادارې ځانته ور وباله او اوس د همدې مجلې پښتو اډيټر اوراډيو تکړه وياند دى.
د يادونې وړ د چې سهار د پوهنځې پر مهال هم په ننګرهار کې د يوې سيمه ايزې راډيو (شرق) او دملګرو ملتونو د بشري راډيو( ارين) سره د رپورټر په توګه دنده تر سره کړې وه.
دا هم د سهار د شعر څو بېلګې:
ډير مې يا ديږې دزړه ښاره ،جلال اباده
زما دښې اوبدې ياره ،جلال اباده
لارې كوڅې دې هير ولى نه شم
خير كه نن ډير ه غر يبي ده ،دو خت
په ګونګه ژبه دې ستا يلى نه شم
ډير ه تر خه مو زند ه ګي ده ،دو خت
دما ښامونو تريخ خما ره ،جلا ل اباده
دا خو منم خو دا خو نه منمه
چې زمازړه زماځيګر نه يې ته
دد ې نړ ۍدښكلولو ښكلوپه څېر
ما ته يو ښكلى ما ذيګر نه يې ته
دسرو او سپينو زرو هاره ،جلا ل اباد ه
زما نه چرې هېر ېد لى نه شې
زما خو مينه ،زما زړ ه يې ا خر
در ته دروغ پكې ويلى نه شم
ماته له ګله خو كم نه يې ا خر
د مسا پرو لا رې څاره ،جلا ل اباد ه
درنه لو ګى شه سحرونه دژوند
دپسرلي نغمې دې اور واخلي
داښكلي ښكلي د مغرب ښارو نه
ستا په ليدو ديې ستر ګې تور واخلي
منم يې بيا اله( سها ره )،جلا ل اباد ه
۱۳۸۴ سلواغه ۲۰
جلا ل كوټ
***
ستا په سترګوكې بلا ماذيګري دي
چې ته نه يې نو تنها ماذ يګري دي
اوس دژوند په تېره ولوكې او بال دى
اوس بې خونده په والله ما ذيګري دي
تورې سترګې سره لاسونه په كې ګرزه
دغه چم كې خو او س ستا ماذ يګري دي
ددې خلكو تبعت سره ده ورانه
په دې كلي كې نا اشنا ما ذ يګري دي
په دې ښار با ند ې دكومې بلا غم دى
چې تيا ره ،تياره رڼا ما ذيګري دي
***
اوس مې هم زړه درد كوي
اوس مې هم لا مينه ده
څوك چې مې په زړه كې ده
هماغه مې شېر ينه ده
اوس يې هم صفت كوم
اوس هم لا حسينه ده
داچې راته نه ګوري
داخوشرمګينه ده
داښكلا اوداښايست
زما د اوجود وينه ده
***
اوس چې زړه دچا منګلو كې ايسار دى
داسې ژوند لره يو نوى تار پكار دى
چې ژوندون زماپه نيمه بيه پلوري
دانوياردى كه قاتل اوكه دلدار دى
اشنايي خو دخو با نو سر ه كاندې
بيا خو خير دى كه منزل دې سور انګا ردى
دا چې وچ مې لا ګريو ان له او ښكو نه دى
بيا نو څنګه دا منى شم چې بهار دى
بې له مرګه مې خلاصى په بل شي نشي
غمروان راسره سم پرلويه لار دى
دخپل عمرداترخې شېبې چې ژاړم
بس ( سهاره ) ستړى ستړى انتظاردى
۱۳۸۵ جلال كوټ