واخله لونګ مړ شې ته
حيات الله ګهيځ له نن نه ۲۸ كاله دمخه د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ په روغانو كې د ارواښاد عبدالهادي په كاله كې وزېږېد.
لوموړنۍ زده كړې يې د پېښور په حضرت بابا ښوونځي كې چې سربندته نېږدې دى كړي او وروسته بيا هېواد ته راستون شو او په ۱۳۷۹ لمريز كال يې د دولسم ټولګي برى ليك د خپلې سيمې له حصارك مزينې لېسې نه تر لاسه كړ. چې د همدې كال د كانكور له لارې د كرنې پوهنځي ته بريالى شو او پر ۱۳۸۳ لمريز يې پاى ته ورسولو. ګهيځ د لېسې او پوهنتون ترڅنګ يو شمېر ديني كتابونه هم لوستي.
نوموړى لكه دنورو هغو له پوهنتون نه تر فراغت وروسته له خپل مسلك لرې پاتې شوى او خبريالۍ ته يې ملا تړلې چې څه موده يې پژواك خبري اژانـس او مينې مجلې سره كار كړى او دمګړۍ ته د ننګرهار ټولنيز مركز _ ميډيوټيك لخوا د خپرېدونكې مجلې (نننى افغانستان) مرستيالي په غاړه لري.
دى لا په دولسم ټولګي كې وو چې د شعر له ښاپېرۍ سره يې يارانه واچوله او د عمر له پخوالي سره يې دغه يارانه لا پسې پخه شوه، او اوس، خو هغه د چا خبره د ځوانو شاعرانو په سر لارو كې حسابېږي.
ګهيځ تر دا مهاله بلا شاعري كړې چې يو ټولګه يې (د سپوږمۍ شپه) په دې نږدې ورځو كې چاپ شوې ده.
دا هم د كهيځ د شعر څو بېلګې:
باڼه
دومره دې هم نه دي خونكار باڼه
تا عادت كړي دي په ښكار باڼه
نن مې پرهرته دي په كار باڼه
يا راته ستنه كړه يا تار باڼه
زما د زړه دزخمو شمار مه كوه
د دواړو سترګو دې كړه شمار باڼه
پښتانه تيږه كېږدي جوړه وكړي
ماسره هېڅ نه كوي لار باڼه
ګهيځه!ته دې په ژړا مړ شې
خو چې لانده نه شي د يار باڼه
***
تشه راغلې له چينې منګى دې مات كه
اوس به څه كوې باڼې منګى دې مات كه
په دوه ګوتو دې نيولى وو له كبره
په نازونو باندې تلې منګى دې مات كه
په وربل باندې دې ښكته اوبه راغلې
په سينه دې بهېدې منګى دې مات كه
ډېرو پېغلو و په غېږ كې ګرځولى
دا دكومې زمانې منګى دې مات كه
مات كودي يې د ګهيځ په قبر كېږده
كه دا شين د جګې خولې منګى دې مات كه
***
غزل
واخله لونګ مړشې ته
مه غواړه بنګ مړ شې ته
خوب مې ليده ياره چې
واوړې په جنګ مړ شې ته
مرې خو به مرګ هسې هم
كاسكې په ننګ مړ شې ته
هر وختې به تاته څوك
دركړي قلنګ مړ شې ته
څنګه چې ګهيځه ! يې
داسې ملنګ مړ شې ته
***
غزل
دې نړۍ ته په راتلو باندې پښېمان يم
خو اوس څه وكړمه اوس په كې ودان يم
دمنزل لاره مې دې لارو كې نه شته
كه نه ناست نه يمه شپه او ورځ روان يم
ته باور وكړه په دې هم خبر نه يم
چې لاڅنګه وم ماشوم او څنګه ځوان يم
كله يمه كله ډېره موده نه يم
دخپل چم د مرور سپرلي په شان يم
ماشومان به مې ضرور په كاڼو ولي
چې روان داسې رېښې رېښې ګرېوان يم
زما زړه لكه پروېته داسې خور دى
هسې نه يم،چې يو سر يمه يو ځان يم
ګهيځ څه لري؟ چې ګټه په كې وكړي
خو خپه يې په دې بې ګټې تاوان يم
***
مات سپاهي
څه په لر شي،څه په بر شي ماتې وخوري
سره بېل بېل مو لښكر شي ماتې وخورې
د(نصيب) سره په جنګ كې برى نه شته
كه څوك څومره زورور شي ماتې وخوري
چې په زړونو كې په زور اوسېده غواړي
كه اورګ كه سكندر شي ماتې وخوري
مخامخ دسترګو جنګ كې هر ورځې
رانه يار مرور شي ماتې وخوري