د ناټو ځواکونو د پخواني قومندان ډيويډ ريچرډ وړاندوينه عملي جامه اغوندي
نوموړي په تېر اكتوبر كې ويلي وو كه د ملكي وګړيو په ژوند كې ښه والى رانه شي نو ښايي په سلو كې اويا افغانان له طالبانو سره يو ځاى شي چې روانو حالاتو ته په پام يې وړاندوينه پر ځاى برېښي.
په دې وروستيو مياشتو کې چې تاوتريخوالى ډير شوى، نو په لړ كې يې بهرني ځواکونه د ملکي خلکو پر وژلو پړه بلل شويي او د يو شمېر راپورونو له مخې د روان ميلادي كال د تاو تريخوالي په ترڅ كې څه باندې شپږ سوه تنه ولسي وګړي وژل شوې چې ښځې او ماشومان هم پكې دي.
همدغه ډول د يو شمير رپوټونو له مخې د روان کال په ترڅ کې د افغانستان په روانه جگړه کې د ښکېلو غاړو ٢٨٠٠ کسان وژل شوي دي چې ډېرې ورانۍ او ويجاړۍ هم ورسره ملګري دي.
د ولسي وګړيو د وژلو ادعاوې په داسې حال كې مخ په ډېردو دي چې څه موده وړاندې ولسمشر كرزي له باندينيو ځواكونو څخه بيا بيا وغوښتل چې د ولسي خلكو خونديتوب ته ډېر پام واړوي، نوموړي په همدې اړه په خپله وروستۍ وينا كې وويل چې د ولسي وګړيو وژل يې ډېر غوصه كوي، له بل لورې ملګرو ملتونو هم خبردارى وركړى چې په افغانستان کې د جون په مياشت د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې کچه لوړه شوې ده اوكه مخه يې و نه نيول شي، نو تاو تريخوالي ته بله بڼه وركولاى شي.
په کابل کې د ملگرو ملتونو د استازي دفتر (يونما) د ولسي وگړو مرگ ژوبلې په زياتيدو انديښنه ښوولې او ويلي يې دي چې ډير دغه کسان د هغو پوځي عملياتو په ترڅ کې وژل شوي چې د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو لخوا شوي دي، خو په تاو تريخوالي كې د وژل شوو كسانو د كره شمېرې وركولو نه يې ډډه كړې.
په کابل کې د ملگرو ملتونو د استازي دفتر وياند ادرين اډوارډز په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي په ترڅ کې د ولسي وگړو په مرگ ژوبلې خواشيني وښوده. هغۀ خبريالانو ته وويل چې په تيره مياشت کې د وژل شويو کسانو په شميره کې بېسارى زياتوالى راغلى دى.
د ښاغلي ادواردز په وينا ډيره مرگ ژوبله ولسي خلکو ته د افغان حکومت او د هغه د ملاتړو په پوځي عملياتو کې اوښتې ده، نوموړى زياتوي چې څو ورځې وړاندې د هلمند ولايت د گرشک په ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو د الوتکو په بمبارۍ کې نژدې پنځوس تنه ولسي وگړي ووژل شول، دغه راز د هلمند په ولايت كې د تېرو اوونيو د ولسي وګړيو د مرګ ژوبلي ريپوټونه هم خورا خواشينوونكي وبلل.
له بله اړخه د ناټو سرمنشي هوپ دي شيفر په افغانستان كې مېشتو بهرنيو ځواكونو باندې غږ كړى چې تر خپله وسه په افغانستان کې د ملکي کسانو د وژنې مخنيوى وکړي .
ښاغلي شيفر دا خبرې د افغانستان د قانون پر واکمنۍ د کيدونکي کانفرانس په پايڅوړ کې کولې چې په روم کې روان و، د ښاغلي شيفر دا څرگندونې په دې وروستيو کې تر يو شمير هغو پېښو وروسته کيږي چې وايي د امريکا يا ناټو ځواکونو له خوا د طالبانو پر ضد هوايي بريدونو کې ملکي کسان وژل شوي دي.
خپله په افغانستان کې هم دکندهار والي اسدالله خالد پرناټو غږ کړى دى چې له هغو سرتيرو پوښتنې گروېږنې وکړي چې د ده په وينا يې څه موده وړاندې په کندهار ښار کې دوه ښاريان وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
په ملگرو ملتونو کې د متحدو ايالاتو سفير زلمي خليلزاد هم په روان کال کې دافغان حکومت پلوو ځواکونو له خوا تر ٣٠٠ د ډيرو ملکي کسانو پر وژنې خواشيني ښوولې ده، هغه ويلي امريکايي او نور نړيوال ځواکونه دې تر خپله وسه د ملکي کسانو د مړينې د مخنيوي هڅه وكړي .
خو ولسمشر بوش په داسې حال كې چې د ولسي خلكو پر وژنو وير کوي، د دغو وژنو پړه په وسلوالو طالبانو ور اچوي او طالبان پرې پړه بولي چې ګوندې په جګړو كې له سم تكتيك نه كار نه اخلي.
مګر د ناټو سر منشي ياپ دي هوپ شيفر ملکي وگړو ته د ځينو اوښتو زيانونو مخنيوى له امکانه ليرې وباله، هغه هم پړه د وسله والو طالبانو پر جنگي تکتيکونو واچوله او وسله وال طالبان يې تورن كړل چې له ملکي کسانو څخه د ډال کار اخلي.
په کابل کې د مشرانو جرگه هم په دې وروستيو ناورينونو غلې نه ده پاتې شوې او داسې يوه پرېکړه يې تصويب کړې چې له حکومت څخه له کورنيو وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو، د خبرو پر مهال د اوربند، او د ملي پوځ او پوليسو له غښتلتيا وروسته د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره د مهالوېش غوښتنه کوي.
په همدې مهال کې ځينو سياسې گوندونو او ډلو هم افغان حکومت او ملي شورا ته د سولې د ټينگښت لپاره کټ مټ همداسې وړانديزونه کړي وو.
په ولسي جرګه كې دغه بحث تر هغه وروسته را پورته شو چې امريکايي او ناټو ځواکونه په څو پرلپسې داسې پېښو کې ښکېل شول چې د ولسي خلکو په وژلو پړه وبلل شول.
د مشرانو جرگې پرېکړه به اوس ولسي جرگې ته اېښودل کېږي او که هلته هم ومنل شي، ولسمشر کرزى به يې په لاسليک کولو کې له دوو سختو لارو سره مخامخ وي.
د ولسي وګړيو د وژلو تر ټولو خونړۍ پېښه يې څه موده وړاندې وه، چې په شينډنډ کې امريکايي ځانگړو ځواکونو، د سيمه ييزو چارواکو په خبره، په پوځي عملياتو کې تر پنځوسو زيات ملکي خلک ووژل.
دغه راز د هلمند ولايت په سنگين ولسوالۍ کې د ناټو ځوكونو د بمباريو له امله د هغه ولايت د والي اسدالله وفا په وينا، يوېشت ولسي خلک وژل شوي دي، خو ځايي اوسېدونكي بيا د وژل شوو شمېره له دېرشو پورته بولي چې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم پكې دي.
خو تر ټولو وروستۍ پېښه كوم چې په كې د ملكي وګړيو د مرګ ژوبلې شمېره تر دېرشو لوړه ده هغه د كونړ ولايت د وټه پور ولسوالۍ دڅانګار سيمه ده چې د ايتلافي ځواكونو لخوا د تېرې جمعې په شپه رامنځته شوه
همدې اندېښنو او پاروونكو خبرونو سره په تړاو د ناټو ځواکونو پخواني لوى قومندان ډيويډ ريچرډ په تېر اوکتوبر کې يوه اټکلي وړاندوينه كړې وه، نوموړي هغه مهال ويلي و چې كه د عادي خلکو په ژوند کې ښه والى رانه شي شپږ مياشتې وروسته به په سلو کې تر اويا زيات افغانان طالبانو ته ور واوړي.
د سنگين تر بمبار څو ساعته مخکې امريکايي پوځ په ختيځ ولايت ننگرهار کې د هغې پېښې له امله بښنه وغوښته چې د مارچ په مياشت کې يې ١٦ ملکي وگړي په ډزو کې وژلي وو، د امريکا پوځ يوه وياند وويل دوى د ولسي خلکو پر وژل کېدو سخت خواشيني دي.
د مارچ له مياشتې راهيسې په همدې ولايت کې څو نورې پېښې هم وشوې، چې قهرجن لاريون کوونکي يې د افغان حکومت او امريکا په ضد ترخو شعارونو ته رامات کړل، آن د پوهنتون زده کوونکو په جلال اباد کې د ملکي وگړو د وژنو د ادامې په حال کې له مخالفې غاړې سره د يوځاى کېدو گواښ وکړ، هغه څه چې جنرال ريچارډ يې شپږ مياشتې مخکې اټکل کړى و.
داسې ښکاري چې د ملکي خلکو مړينو اوس په ولس کې د بهرنيو ځواکونو لپاره خواخوږي تر بل هر وخت خورا ټيټې کچې ته رغورځولي چې له امله يې د دوى د وتلو غوښتنې يوازې تر عادي خلکو او لاريون کوونکو پورې محدودې پاتې نه شوې، بلکې په ولايتي شوراگانو، سياسي گوندونو او مدني ټولنو کې هم ورته غږونه پورته شول او تر مشرانو جرگې يې ريښې ور وغځېدې.
معلومه نه ده چې په ملي شورا کې د ولس د استازو او د ځينو سياسي گوندونو دا غوښتنه به حکومت ومني که نه چې له طالبانو سره دې له اوربنده وروسته خبرې وشي او د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره دې وخت وټاکل شي.
د ياد وړ ده چې په ټوليزه توگه ناټو او امريکايي ځواکونه وايي چې د وسله والو طالبانو له ماتولو سربېره غواړي د ولسي خلکو زړونه را خپل کړي، خو وروستۍ پرمختياوې ښيي چې دا هيله نه ده پوره شوې.
حيات الله ګهيځ او سردارولي څرك