عبدالرشيد غازي څنګه مولانا شو؟
د لال جومات بنسټ ايښودونكى مولانا عبدالله عبدالله د سويلي پنجاب د راجن پور په كلي كې زوكړى دى. دى د كورنۍ لخوا د خادم العلوم مدرسه كې شامل شو چرته چې ده لومړني ديني تعليمات تر سره كړل.او له هغې وروسته د سيمي په مشهورې مدرسې قاسم العلوم چې مشري يې مذهبي او سياسي شخصيت مولانا مفتي محمود كوله او په ملتان كې ده شامل شو. له دې مدرسې نه تر فراغت وروسته د نورو زده كړو لپاره كراچۍ ښار بنورى مدرسې ته لاړ له كومې چې ده په ۱۹۹۷ زيږديز كې لوړه مذهبي ډګري تر لاسه كړه.
نوموړي له زده كړې نه وروسته تر نهو كالو پورې د كراچۍ په مختلفو سيمو كې امامت تر سره كړ، خو كله چې د پاكستان پايتخت اسلام اباد ته را انتقال شو، نو د هغه وخت ولس مشر ايوب خان د مولانا محمد يوسف بنوري په سپارښتنه دى د مركزي جامع جومات خطيب مقرر كړ.
دغه مهال د اسلام اباد ټوله ابادي د همدې جومات ګرد چاپېره وه، او د ښار ټول لوړ پوړي كسان همدې جومات ته د لمانځه لپاره راتلل.
د وخت په تېرېدو سره مولانا عبدالله هم خپله يوه حلقه جوړه كړه په كوم كې چې فوځي افسران،سياست مداران او د شاهي كورنۍ غړي شامل وو.
مولانا عبدالله او د هغه د لال جومات تحريك هغه وخت په سياسي افق لا وځليد چې د (تحريك ختم نبوت ) په غونډو كې يې مركزي كردار ولوبولو،د وخت په تېرېدو سره دې تحريك سياسي رنګ واخيست او د هغه وخت د لوى وزير ذوالفقار علي بټو په خلاف يې په هڅو لاس پورې كړ.
خو كله چې ضياء الحق واك ته ورسېد ، نو د نورو په څېر د مولانا عبدالله هم له ده سره ځانګړې اړيكې وې او د مرګ تر ورځې د مياشت ليدنې د كمېټې مشر پاتې شو.
مولانا د ده د حكومت پر مهال د يو تحريك لخوا په اسلام اباد كې د يو شمېر جوماتونو او مدرسو بنسټونه كېښودل چې جامعه فريديه او جامعه حفصه هم په كې شامله ده، خو ويل كېږي چې دوى د دې كار لپاره يو شمېر غير قانوني زمكې قبضه كړي دي. دغه راز مولانا په هېواد كې په فرقه ييز تشدد كې هم مهم رول درلود.
كله چې دى په اسلام اباد كې په ۱۹۹۸ زيږديز كې د نامعلومو كسانو لخوا و ويشتل شو، نو د ده له مرګ وروسته د ده په كورنۍ كې يوه د ده كونډه، دوه ځامن او درې لوڼې پاتې شوې چې له وصيت سره سم يې مشر ځوى مولانا عبدالعزيز پر ځاى كېناست او د لال جومات د خطيب په توګه وپېژندل شو. په دې ترتيب د پلار له وفات وروسته عبدالعزيز د لال جومات خطيب او د (جامعه فريديه) او ( جامعه حفصه) مشر شو كوم چې د دوستانو تر منځ د يو منونكي او بې بدو انسان په څېر پېژندل كېده، خو د ده كوچنى ورور د چا نوم چې د ده د نيكه نوم ته په نسبت عبدالرشيد غازي ايښودل شوى و، يو څه د بل ډول طريقو سره ميدان ته را وواته.
ده لومړى د هر ډول ديني زده كړو نه انكار وكړ، خو د پلار د ډير فشار له امله يې په فيصل جومات كې داخله وكړه،مګر زده كړه يې نيمګړې پرېښوه او د ږيرې په خريلو سره يې له مدرسې او جومات سره مخه ښه وكړه او په نړيوالو اړيكو كې يې د ايم اى لپاره د قائد اعظم په پوهنتون كې داخله وكړه. ده به پتلون كولو او د ښځو او نارينوو په ګډو محفلونو كې به يې برخه اخېسته او د وخت د غوښتنو بر عكس يې د خپل نوم سره د حافظ كليمې نه تېښته كوله.
پلار يې دهغې له غير شرعي ژوند نه دومره په تنګ شو چې بلاخره يې وصيت وكړ او دى يې د خپلو شتوو جيدادونو څخه حق كړ او د مشر زوى مولانا عبدالعزيز په نوم يې كړل.
عبدالرشيد غازي نور څه غوښتل، او د ښو نمبرو په اخيستلو يې ايم اى وكړه او وروسته يې په دولتي دنده واخيسته او په ۱۹۸۹ زيږديز كې يې په تعليم او تربيه وزارت كې افسر و ګومار شو. او دلته له څه دندې تر سره كولو وروسته د ملګرو ملتونو ادارې يونيسكو دفتر ته چې په اسلام اباد كې وو تبديل شو او دلته يې څو كاله دنده تر سره كړه.
د نوموړي واده د يوې ازاد خياله كورنۍ له يوې جنۍ سره وشو، كومه چې اوس هم د خسرګنۍ د دود او دوستور خلاف د اسلام اباد په سړكونو خپله موټر چلوي.
د پلار مرګ عبدالرشيد غازي بدل كړ، او په كرار كرار يې د جومات او مدرسو سره علاقه پيدا كړه او ږيره يې هم پرېښوده سره له دې چې دولتي دنده يې لا روانه وه.
مشر ورور يې له هڅولو پرته دى د جومات او مدرسې په چارو كې خپل مرستيال او راتلونكى ځاى ناستى وټاكه.
حافظ عبدالرشيد غازي لومړى پلا په ۲۰۰۱ زيږديز كال هغه مهال چې د پاكستان مذهبي ډلو د امريكې د حملې پر خلاف كوم چې په افغانستان يې كوله ديو كېدو اعلان وكړ.
عبدالرشيد غازي سره له دې چې ديني زده كړې يې نه وې كړې مولانا شو او د مولويانو په دې اتحاد كې مهم غړى شو.
دا مهال به په اسلام اباد كې هره ورځ يوه غونډه كېده او ده به د نورو مذهبي رهبرانو په څېر په جزباتي انداز تقرير كولو.
له حكومت سره يې هغه وخت اړيكې خړې پړې شوې چې كله په ۲۰۰۴ زيږديز كې د پاكستان په سرحدي سيمو كې فوځي عمليات پيل شول، او د د نورو مذهبي مشرانو په څېر د حكومت دا كار وغندلو او د دې كار لپاره يې د لال جومات له چاپيريال نه كار واخيست.
كله چې د دغو عميلاتو پر مهال د دواړو لوريو نه د مرګ ژوبلې اوازې پورته شوې نو لال جومات نه يوه فتوا جاري شوه چې په كې فوځې افسرانو ته د هلاك او قبايلي طالبانو ته يې د شهيد كليمه كارولې وه، چې دا كار د پرېز مشرف او د هغه د پوځونو پر زخمونو د مالګې دوړولو په مانا و. ځكه چې د فوځي سرتېرو مړيو شمېره له هغې نه چې دولت ښودله ورځ په ورځ لوړېده.
نو له همدې كبله يو ورځ حكومت اعلان وكړ او په ترڅ كې يې عبدالرشيد غازي اسلام اباد اوراولپنډۍ كې د ازادۍ په ورځ په مختلفو دولتي ودانيو كې په شويو بمي بريدنو تورن كړ، خو عبدالرشيد غازي هغه مهال ځان ترى تم كړ او له بارودو ډك موټر يې دولت ته په لاس ورغى چې خبريالانو ته هم وښودل شو.
دا چې له پردې شاته څه وو معلومه نه شوه، مګر يوه ورځ د مذهبي چارو وزير اعجاز الحق اعلان وكړ چې غازي په دې سازش كې ككړ نه دى او نور تورن كسان عدالت ته وړاندې كړاى شول. چې په دې كې د سرحدي سيمو پر څو تنو اوسېدونكيو سربېره د يو دوه ازبك جنګياليو نومونه هم شامل وو. د كومو چې لال جومات سره د اړيكو تصديق شوى او په تګ راتګ ليدل شوي و.
د ځينو معلوماتو له مخې چې د تحقيقاتو په ترڅ كې پاكستاني چارواكيو ته په لاس ورغل تر جوته شوه چې عبدالرشيد غازي د وزيريستاني جنګياليو سره هم نږدې اړيكې لري.
خو مولانا ته هغه مهال د عسكري زده كړو د پلي كولو موقع په لاس ورغله كله چې پر ده باندې د لال جومات د عملياتو نه څه موده وړاندې وژونكى بريد وشو او دى پر كلاشينكوف ډزو كولو او تېښتې ته اړ كړاى شو. خو په لال جومات د پاكستاني فوځ حمله د ده لپاره د جنګ عملي سنګر وګرځېد.
د نوموړي دا عادت و چې تل په وسلو سمبال ګرځيدو تر دې چې يوه يوه كلاشينكوف به د ده په موټر، دفتر او خوب خونې كې هر وخت وه.
د نوموړي په اړه ويل كېدل چې له سيمې تښتېدلى، خو د سه شنبې په ورځ بيا دا اوازه درغو ثابته شوه ، ځكه دى هملته په لال جومات كې و او همالته په جنګ كې شهيد شو.
دغه عملياتو چې نږدې لس ورځ دوام وكړ او په ترڅ كې د دواړو لوريو نه په لسګونه تنه مړه او ټپيان شول، د يو شمېر روڼاندو او سياسي كارپوهانو په اند د لال مسجد پر خلاف د فوځي عملياتو د پاى سره پاكستانى ولس مشر مشرف له يو نوي جنګ سره مخامخ كېدونكى دى چې د لويو ښارونو پر ځاى به په كوچنيو كليو او بانډو كې پيل شي.
ژباړه : سردارولي څرك