دا ښكلى اكثر زما په واك كې دى.

خيرالله خيال له نن نه ۲۸ كاله وړاندې د غبرګولي په ۱۹مه د جلال اباد ښار په دويمه ناحيه كې د حاجي زربادشاه په كاله كې سترګې وغړولې. نوموړى له اره د شېرزادو ولسوالۍ د كوديخېلو اوسېدونكى دى.
خيال لومړنۍ زده كړې په پېښور كې د حضرت زبير بن عوام، متوسطه زده كړې په سيدجمال الدين او د ثانوي زدكړو برى ليك يې په ۱۳۷۶ لمريز كال له ابن سينا لېسې نه تر لاسه كړ او بيا د كانكور له لارې د ننګرهار طب ته بريالى شو چې په ۱۳۸۵ كې ترې بريالى را و وتو.
د خيال څو كاله كېږي چې شعر ليكى او تر دې دمه يې يوه كوچنۍ ټولګه شاعري كړې، خو له  لامله يې دى خپله هم نه دى خبر چې څنګه يې دې ډګر ته مخه كړه، دى وايي: ((دا ذوق نه دى! دا سړى په يوه لاره نه په يوه لاره بيايي او بل له ډېرو مې اورېدلي دي چې شاعري يو الهي داد دى.))
نوموړى له شعر ليكلو نه شعر لوستلو سره ډېره مينه لري او د ژوند بې روزګاره شېبې په همدې تېروي چې په كلاسيكو شاعرانو كې يې د خوښې شاعران حميد مومند، كاظم خان شيدا، خوشال خټك او رحمان با با دى، دى يې په اړه وايي: ((لومړيو دوو يې ډېر نازكخياله او رنګينه شاعري كړې او د خوشال خټك رندانه طبعه مې خوښه ده او رحمان بابا خو هغه د خادم صاحب خبره تر شاعر پورته مقام لري.))
دى په اوسمهالو كې د كاروان او دروېش دراني شعرونه خوښوي، ځكه د ده په وينا د كاروان په هر شعر كې د لفظونو اوښان په رنګينيو بار دي او د دروېش د خيال نيلى په ډېره سادګۍ د شعر پر زمكه ځغلي.
خيال كله ناكله سندرې هم اوري او د خوښې سندرغاړى يې سردارعلي ټكر او خداى بخلى رفيق شينوارى دى. چې د ده په وينا د دواړو د شعر انتخاب لوړ، كمپوز يې ښكلى او خداى پرې جادويي غږونه لورولي دي.
نومړى چاپ اثار نه لري او نه يې هم دومره ژر د چاپ اراده لري، ځكه دى په دې اند دى چې ډير وليكه، لږ چاپ كړه، خو غوره.
دا هم د خيال د شعر څو بېلګې:


غزل
ها تكې سپينې د خونكارو جامې
آخر كړې داغ د وينو دارو جامې
په هر يو لوري مو هجرت كړى دى
موږ كړې زړې د ټولو لارو جامې
په پردۍ ستن يې پيوندونه كنډو
اسمان راكړي دي د خوارو جامې
ټول تصويرونه يې د ښكلو زړونه
كاڼو اغوستي د هيندارو جامې
كړي مې خړوب د زړګي تږى فصل
د خيال په غرو د ياد د واورو جامې.

***


ستا لاس كې خنجر زما په واك كې دى
څړيكو ته پرهر زما په واك كې دى
پل لاندې كه لار دې رانه واخيسته
لا خو مې نظر زما په واك كې دى
الوزم، خو نشم الوتلى پرې
مات د ژوند وزر زما په واك كې دى
وخته! طوفانو ته دې د زغم په نوم
كلك فولادي غر زما په واك كې دى
ټولې صحيفې د عشق به زده كړم ترې
ښكلى پيغمبر زما له واك كې دى
زه دا ستا لپاره ستا په لاره كې
سر وركوم، سر زما په واك كې دى
دا ښكلى زما له خياله نه ووځي
دا ښكلى اكثر زما په واك كې دى.