د تېلو بيې ولې په لوړېدو دي؟
د تېرو څو مياشتو په بهير كې د تېلو بيې په افغانستان، په تېره په ننګرهار كې ډېرې لوړې شوي، لامل يې د تېلو ځينې سوداګر افغانستان ته د تېلو راواردېدو د مركزي سيسټم نشتوالي او ځينې نور يې په نړيوال بازار كې د تېلو د بيوو لوړېدل بولي.
ګل ولي چې له پينځو كالو راهيسې په جلال اباد كې ريكشا چلوي وايي: ((تېل ورځ په ورځ په جګېدو دي، مونږ ته له مبلاينو سره يو ليټر پترول په 47 كلدارې تمامېږي، كله چې سوارلۍ پورته كړو هغوى همغه پخوانۍ كرايه راكوي.))
دى زياتوي چې كه كرايه لوړوي بيا ورسره سورلۍ نه پورته كېږي او كه نه يې لوړوي تاوان دى. عبدالحكيم چې د سراچې په لين غواګۍ (سراچه ) موټر چلوي له ګل ولي سره په ورته نظر لرلو سربېره د تېلو په سوداګرو نيوكه كوي او وايي چې دوى له انصافه كار نه اخلي. كه په نړيوال بازار كې د تېلو په نرخ كې يوه روپۍ لوړوالى راشي دوى يې لس روپۍ لوړوي چې زور يې د دوى غوندې بېچاره او عامو خلكو ته وځي.د تېلو نرخونو له لوړېدا وروسته د ډېرو موټر چلوونكيو له خولې دوى اوس ګټه لا څه چې د موټر د عوارضو لګښت هم نه شي پوره كولى.
د تېلو نرخونو پورته تلو نه يوازې موټر چلوونكي، بلكې ډېرى عام وګړي چې د برېښنا اړتيا پوره كولو لپاره له جنراتورونو ګټه اخلي، هم اغېزمن كړي. صفى الله چې په ښار كې د جنراتوري برېښنا سټېشن(دستګا) لري او نږدې ۱۶۵ دوكانونو ته يې د برېښنا مزي زغلولي، وايي: ((پينځه كاله كېږي زه دغه دستګا لرم، كله چې ما دا كار شروع كړ هغه وخت تېل ليتر په 11 روپۍ و او مونږ 30 روپۍ د كيلوواټ په سر اخيستلې، خو اوس چې تېل۴۵-۴۲ ته جګ شول مونږ ته خلكو په كيلو واټ كې يوازې پينځه روپۍ زياتې كړې، نو ته فكر وكړه چې موږ څومره ضربه ګورو.))
دى زياتوي : ((مخكې به مې په مياشت كې 30-40 زره روپۍ لاس ته راوړلې خو اوس مې هسې ځان پرې مصروف كړى. پرېښودى يې هم نه شم ځكه يو خو مې له خلكو سره پيسې بندې دي او بل په ښار كې داسې كار نشته چې هره ورځ وي، ټول خلك بې كاره ګرځي.))
اتلس كلن نورجان چې د نغلو د لين په موټر كې ناست و خپله ستونزه داسې بيان كړه: ((د تېلو په جګېدو سره مونږ له ډېرو مشكلاتو سره مخ يو، اول خو دا كرايه وګوره مخكې به مو پينځلس روپۍ وركولې اوس شل روپۍ اخلي او بل دا چې مونږ برق نه لرو جنراتور چالانوو، خو اوس چې دا څه موده تېل ګران شوي د لا ټين رڼا ته ناست يو.))
دا چې د خلكو نيوكې څومره پر ځاى دي په دې اړمو د تېلو له يو سوداګر محمد يونس څخه وپوښتل، هغه داسې وويل: ((د تېلو د بيو لوړول او ټيټول زمونږ كار نه دى ځكه مونږ يوازې په بندرونو كې خپل كسان لرو چې هغوى يې هلته له نورو سوداګرو اخلي، كه هلته مونږ تېل ارزانه خريداري كړل مونږ يې هم ارزان خرڅوو او كه قيمته مو خريداري كړل مونږ يې هم قيمته خرڅو.))
حاجي لطف الله چې د پمپ سټېشنونو د اتحاديې مشر دى له محمد يونس سره ورته نظر لري او ترڅنګ يې له دولته غواړي چې د تېلو واردول دې په خپل كنترول كې ونيسي. دى وايي: ((په نورو هېوادونو كې تېل د يوې ځانګړې ستراتېژۍ له مخې واردېږي، خو له بده مرغه دلته په افغانستان كې داسې نه ده، دلته تېل د يو څو شركتونو چې ستره بوديجه او سياسي ملاتړ لري، په انحصار كې دي او تېلو ته چې څه ډول نرخ وغواړي ټاكلى شي.))
دى زياتوي چې دولت بايد د دغو شركتونو انحصار مات كړي او خپل يې كړي ترڅو د تېلو نرخ ثبات پيدا كړي او خلك له دې سرګردانۍ خلاص شي.
دا چې افغانستان خپل تېل نه لري او د ځينو افغان سوداګرو لخوا له بهرنيو هېوادونو راوړل كېږي، نو كله چې په نړۍ كې تېل ګران شي نو ضرور به ورسره په افغانستان كې هم لوړېږي.
په تېرو څو كلونو كې په نړيواله كچه د تېلو اړتيا زياته شوې نو ورسره د تېلو نرخونونه هم لوړ شوي.
د نفتو د نرخونو ورځ په ورځ لوړېدلو سره د مقابلې لپاره د انرژۍ له نويو منابعو څخه ګټه اخيستنه پيل شوې چې د اوبو برېښنا او له نورو منابعو لكه لمر، باد... څخه په لاسته راتلونكې انرژۍ كې هر كال ۲.۴ سلنه زياتوالى راځي.
اوس هره ورځ په نړۍ كې د تېلو لګښت 80 ميليونه بېرله دى چې د اړتيا له مخې په كې بايد تر 2030 كال پورې په ورځ كې 38 ميلونه بېرله زياتوالى راشي چې د تېلو لېږدوونكيو هېوادونو اداره (OPEC) يوازې د 14.6 ميليونه بېرله زياتوالى راوستلى شي، نو د تېلو دغه پاتې اړتيا بايد له طبيعي غاز، اوبو برېښنا، اټومۍ انرژۍ او د انرژۍ له نورو سرچينو پوره شي.