آيا ګلاب د كوكنارو بديل كېدى شي؟
د كوكنارو پر كر له قانوني بنديز وروسته د ننګرهار په ځينو سيمو كې كروندګر په خپله خوښه د ګلابو كرلو ته ځكه غاړه ږدي كوم چې د دوى له نظره له غنمو او جوارو ډېره ګټه لري.

كوكنار د ننګرهار د اقتصاد اصلي توكى جوړاوه خو په دې وروستيو كلونو كې د چارواكو لخوا غير قانوني اعلان شول. په لرو پروتو سيمو كې اوس هم وګړي په پټه كوكنار كري خو كه د حكومتي چارواكو وس پرې بر شي، كرونده يې ور ويجاړوي. بزګران هر مهال پدې ټكي ډېر ټينګار كوي چې كه غنم يا جوار وكري نو يوازې د غلې دانې لپاره يې هم بسنه نه كوي. د دې لپاره چې يو شمېر كروندګرو ته د كوكنارو يو ټيټ بديل په لاس وركړل شي جرمن اګرواكشن له تېرو دوو كالو راهيسي يوه پروژه، چې بزګران ګلابو كرلو ته هڅوي، پرمخ بيايي.
د ننګرهار په درېو ولسواليو، دره نور، اچين او نازيانو كې دا پروژه په 110 جريبه  ځمكه كې عملي شوېده، چې بزګرو په خپله  خوښه د ګلابو بوټې كرلي چې كېدى شي بزګر ترې له عامو كروندو لكه غنمو او جوارو ډېره ګټه لاسته راوړي. دا چې د ګلابو حاصل پدغو سيمو كې تر دې دمه ښه نتيجه وركړې او د راتلونكې ګټې ډېره تمه ترې كېږي نو په پام كې ده چې تر 1387 كال پورې په ننګرهار كې د ګلابو كرونده تر 400 جريبو پورې ورسول شي.
د ګلابو دغه بوټي  د لومړي ځل لپاره له بلغاريې او رومانيې څخه راوړل شوى او اوس جرمن اګرو اكشن خپله قوريه جوړه كړې چې په راتلونكي كې به ترې استفاده كوي، د ګلابو بوټي  د پسرلي او مني په موسمونو كې كرل كېږي.
ګلاب تر صنعتي كېدو پورې څو پړاوونه وهي، له ګلابو د ګلابو اوبه تقطيرېږي. چې وروسته  بيا په سابون، شاتو، درملو، ارايشي موادو، خوشبيو او شربتونو كې كارېږي.
دم ګړۍ ډېر مصنوعي د ګلاب اوبه لرونكي ارايشي مواد له پاكستانه افغانستان ته راواردېږي. چې د دې پروژې برياليتوب به پانګوال دې ته وهڅوي ترڅو په هېواد كې  له طبيعي هغو ګټه پورته كړي.
د جرمن اګرو اكشن پروجكټ منېجر، ناربرټ برګر په وينا د ګلابو پروژې برياليتوب د دولت په مرسته د كوكنارو د كركيلي په بندېدو پورې اړه نېغه په نېغه اړه لري. د اپيمو ګټه تر هرې بلې كروندې زياته ده، نارټ برګر وايي: ((هېڅ ډول كر كيله د اپيمو ګټې ته نه شي رسېدلى، خو دا هم رښتيا ده چې اپيم ناقانونه شمېرل شوي.))
دا چې د كوكنارو ګټه له ګلابو زياته ده نو څوك نه حاضرېږي، د ګلابو كښت وكړي، كله چې كوكنار بند شي نو خلك بيا له غنمو او جوارو كرلو د ګلابو كرلو ته ترجيح وركوي.
د ګلابو تېل د ګلابو تر ټولو ګټوره لاسته راوړنه ده، له 4000 كيلو ګلابو يوازې يو كيلو د ګلابو تېل لاسته راځي. ناربرټ برګر وايي : (( ښه كيفيت لرونكي د ګلابو تېل په نړيوال بازار كې له 4000 تر 5000 امريكايي ډالرو قيمت لري. دا تېل په عالي كيفيت لرونكيو ارايشي موادو او خوشبيو كې استعمالېږي.))
دلوړ كيفيت  لاسته راوړلو لپاره بزګران نه شي كولى له كيمياوي سرو او حشره وژونكيو كار واخلي. په دې اړه د نازيانو د پروژې مسؤل انجنير ممتاز كوټوال وايي : ((دوى اړ دي چې هركال له اړوندو ادارو يو تصديق ترلاسه كړي  چې وښيي دوي دا ډول مواد نه دي كارولي. د دې پرځاى دوى كولى شي له كالو وينځلو سابون، هوګې، د بكياڼې له پاڼو او مرچو نه  د حشره وژونكيو پرځاى او له ډېراني سره د كيمياوي سرې پرځاى كار واخلي.))
دا چې څنګه په ننګرهار كې كرل شويو ګلابو ته ماركېټ پيدا كړي، جرمن اګرواكشن له يوې جرمنۍ ارايشي موادو جوړوونكې كمپنۍ سره، چې له افغانستانه د ګلابو تېلو رانيولو كې يې دلچسپي ښودلې، اړيكې ټينګې كړي.  همدا ډول په ننګرهار كې د توليدو شوو ګلابو اوبو يوه برخه به په جلال اباد كې يوې كمپنۍ ته چې د ګلابو خوشبويي لرونكى سابون جوړوي، وركړل شي.
ګلاب د د افغانستان په خاوره كې له توقع پورته ښه حاصل وركوي. د جرمن اګرو اكشن پروجكټ منېجر، ناربرټ برګر وايي: ((ګلاب دلته ډېر تر او تازه دي. په رښتيا هم دا ګلان په همدې ځاى كې لومړى منځته راغلي و او اوس بيا خپل كور ته راځي.))
ګلاب ډېره ورو ورو نمو كوي، له كرلو وروسته په دويم كال 30 فيصده ګلان كوي، په دريم كال 80 او يوازې په څلورم كال د پوره توليد كچې ته رسېږي. د دې لپاره چې د بزګرو د ستونزو مخه ونيول شي، جرمن اګرو اكشن هغو بزګرانو ته چې ګلاب كري په كال كې د هر جريب كرل شوې ځمكې په سر 220 امريكايي ډالر وركوي چې پدې كې د هر ګل قيمت چې په پنځوس روپۍ يې جرمن اګرواكشن اخلي نه دى شامل.
د اچين په انځري كلي كې يو  كروندګر ودان محمد چې څلوېښت جريبه زمكه لري او يو نيم جريب يې ګلاب كرلي وايي: ((سره له دې چې سږ كال يې 3۰ فيصده حاصل وركړى و خو بيا هم  ما سږ كال له يو نيم جريب زمكې نه له اجارې سره دوه څلوېښت زره كلدارې ګټه ترلاسه كړې، چې له كوكنارو سره يې پرتله كړو ګلاب ښه تمامېږي.))
نوموړي زياته كړه چې سږ كال يې نيت دى ترڅو دكوكنار پرځاى ټول ګلاب وكري ځكه د كوكنارو نيمايي ګټه دوى او نيمايي بزګر ته تله او دګلابو ټوله ګټه دوى ته رسېږي او زحمت يې هم نشته .
دا چې په ننګرهار كې د كوكنارو پر كر قانوني بنديز لګېدلى، خلك په اسانۍ نه شي كولى پر خپلو ځمكو كوكنار وكري، نو ځكه ځينو بزګرو د جرمن اګرو اكشن د ګلابو پروژې ته هركلى ويلى. دوى ته ويل شوي و چې د ګلابو كرونده تر غنمو او جوارو ډېره ګټه لري، نو بزګرو هم په ازمايښتي ډول ګلاب كرلي. په دې اړه د د نازيانو ولسوالۍ يو تن اوسېدونكى، دين محمد وايي: ((موسسه موږ ته د ګلابو د كركيلي د هر جريب ځمكې پر سراجاره هم راكوي موږ ويل كه ګټه يې نه درلوده نو زمكه خو رانه چا نه ده وړې، د ګلابو بوټي به بېرته ورنه وباسو او كوكنار يا غنم به پرې وكرو، خو دوى چې كومه خبره كړې وه هغه ريښتيا وخته ))