په ننګرهار كې سپورت كونكي نه تشويق كېږي
خوشال حضرتي چې له ديارلس كالو راهيسې د بوكس ورزش كوي په دې اړه وايي: د ننګرهار خلك غريب خلك دي، ځكه ډيرى خلك سپورت ته زړه نه ښه كوي او نه خلك هغه كسان چې سپورت كوي تشويقوي، ځكه دوى په دې عقيده دي چې ورزش كاران چې دغه وخت په سپورت لګوي ولې خپلې كورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ نه ګټي.
خودى بيا يو شمېر كورنۍ او خلك ستايي چې ورزش كاران تشويقوي ترڅو خپل ورزش پر مخ يوسي چې د ده كورنۍ يو له هغو څخه ده.
خودچمپيئن بدن جوړونې كلپ استاذ قيس شګيوال بيا د خلكو ترڅنګ په چارواكو هم نيوكه كوي او وايي : ((په عمومي صورت كې كه وګورې سپورت ته خلك نه تشويق كيږي، په تېره بيا د چارواكو لخوا، دى يوه بېلګه وړاندې كوي او وايي د باډي بلډنګ يو ورزش كار چې كله مسابقې ته ځان تياروي هغه بايد كم تركم دوه دونيم لكه روپۍ مصرف كړي، ځكه نن سبا اكثره خلك پيچكارۍ او نوره دوا استعمالوي.))
دى زياتوي چې كله دغه ورزش كار سيالي وګټي د ورزش امريت ورته يو پلاستيكي كپ يامډال وركړي. نو ته فكر چې په دې به د هغه ورزش كار څه تشويق وشي.
يوا ځې قيس نه د ورزش په هره برخه كې ورزشكاران د خلكو او چارواكو د نه تشويق له امله سر ټكوي
د ننګرهار د سپورت امر الحاج سيدعالم شاه مختاري پورته نيوكي مني او وايي:((موږ په ننګرهار كې ډېر ښه استعدادونه لرو، خو له بده مرغه د نا سازو شرايطو او نه تشويق له وجې زموږ وزرش كاران ښه وده نه شي كولى، دا څه چې تاسې وينۍ دا د وزرش كارانو خپل امكانات دي چې شكردى اكثرو يې ښه برياليتوبونه تر لاسه كړي.))
دى زياتوي: ((كه دولت يا سوداګر له ورزش كارانو سره مرستې وكړي او د دوى لپاره مناسب لوبغالي جوړ كړي نو تمه ده چې زموږ ورزش كاران به تردې هم لا زيات برياليتوبونه تر لاسه كړي. ))
خود ننګرهار والي وياند نوراغا ځواك بيا وايي چې د تېر په پرتله اوس مهال سپورت ته توجه زياته شوې، ورزش كاران هم تشويق كېږي او بله دا چې د دوى لپاره په درې ځايونو سراج العمارت بڼ، درونټې او دبهسودو پل ترڅنګ دشهيد عبدالحق سپورتي ميدان د جوړېدو په حال كې دى چې د سراج العمارت د بڼ د لوبغالي كار په سلو كې اتيا تكميل شوى او هغه نور به په نيږدې راتلونكي كې پوره شي.
سردارولی څرك