۲۰۰۶/۱۱/۱۰
د كوكنارو پر كر بنديز نا امني رامنځته كوي او بزګردكوكنارو پر بديل نا خوښه دي
د ننګرهار حكومتي اداره لا په دې نه ده بريالۍ شوې چې بزګرانو ته د كوكنارو وړ بديل ور په ګوته كړي. د ننګرهار په يو شمېر سيمو كې يو ځل بيا بزګرانو د كوكنارو كرل له دې امله پيل كړل چې دولت ورسره په كړو ژمنو كې پاتې راغى. ننګرهار چې نيږدې (97820) هكتاره كرنيزه زمكه لري او يو له هغو سيمو څخه دى چې دوه كاله وړاندې پكې د كوكنارو فيصدي د پخوا په پرتله په سلو كې پينځو ته راټيټه شوې وه سږ كال بيا په لوړېدو ده.
د سپين غر ولسوالۍ يو تن موټر چلوونكى چې پخوا يې هم كوكنار كرلي و او سږ كال يې هم نيت دى په دې اړه داسې وويل: ((كوكنارو كرلو ته مو ځكه نيت كړى چې موږ دا څو كاله د دولت په خوله واړول، دولت له موږ سره د مرستو وعدې وكړې، خو هيڅ يې هم ونه كړل.)) ده زياته كړه: ((يوازې يو نيم چارك غنم يې د تخم په نامه راكړل چې په هغې هم په ولس كې خلك په جنګ شول. په دغه يو نيم چارك غنمو باندې هيڅ هم نه كېږي، خلك مجبور دي چې كوكنار وكري، ځكه زحمت يې كم او ګټه يې ډېره ده.))
دى وايي حكومت به د كوكنارو اړولو كوښښ وكړي، خو موږ به يې د سر په بدل هم پرېنږدو چې راته وايې ړوي. نوموړى زياتوي: ((زموږ د ژوند ټولې اړتياوې او ضرورتونه په كوكنارو پوره كېږي كه دولت غواړي چې كوكنار واړوي، نو زموږ د ژوند اړتياوې او ضرورتونه دې راته پوره كړي.))
عنايت الله چې د اچين ولسوالۍ د پېښې په سيمه كې دوكان لري او له دوه كالو راهيسې كوكنار نه كري د دولت د يو لړ مرستو يادونه كوي او وايي: ((زموږ په سيمه كې څه نا څه مرستې شوي، خو دا د خلكو د درد نشي دوا كېدلى، تر څو په پراخه پيمانه مرستې ونشي او خلكو ته روزګار پيدا نشي.)) دى زياتوي چې خلك له مجبورې ورځې كوكنار كري، ځكه د دى په زمكو بل څه نه كرل كېږي، يوازې په غنمو به څه وشي.
د شېرزادو د ولسوالۍ يو تن ۲۳ كلن اوسېدونكى جميل شېرزاد هم دې ته ورته نظر لري او وايي: ((خلك تر دې حده مجبور دي چې سړكونو ته راووځي او شوكې وكړي، ځكه كار روزګار نشته او بچي ورنه نفقه غواړي.)) دى زياتوي: ((دولت دې لږ تر لږه زموږ د اوبو رسولو سيسټم راته جوړ كړي، ځكه موږ خپل پټي په ټېولونو خړوبوو او غنم كله دا لګښت پوره كولى شي.))
د كږې ولسوالۍ يوتن اوسېدونكى بريالى چې خپله ځمكه نه لري او دكوكنارو د كښت پرمهال له نورو خلكو سره د كوكناروپه خشاوه او اپين راټولو خپلې پينځه كسيزې كورنۍ ته نفقه برابروي وويل: ((وروره! په كلي كې كارو بار نشته مخكې ښه وو خلكو سره به مو د كوكنارو خشاوه او اپين راټولول خو اوس دا څوكاله هغه هم په موږ ودرېدل، دياړي مزدوري كله وي كله نه.))
دى زياتوي چې نور يې خون پوره كړى چې يا كلى پرېږدي او بل چرته كډه وكړي او يا په ډاكو او داړو پيل وكړي ځكه د ده په وينا كور ورترغاړه دى اوهغوى ته نفقه برابرول پر ده فرض دي.
د غني خېلو د سياچو د سيمې يو تن ۷۵ كلن شدوګل د دولت له مرستو انګار كوي او وايي: ((څوك دې په موږ پاو سره يا تخم زبات كړي، والله كه چا دانه هم راكړې وي.)) دى دغه راز په دولت نيوكه كوي چې يوازې خو كوكنار حرامو كې نه راځي او وايي: ((شراب، ټي وي، ويسيارونه هم په حرامو كې راځي، دولت ولې دا شيان نه بندوي چې زموږ كوكنارو پسې يې رااخيستې.))
خو د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي آمر سمونوال عبدالغفور بيا دا نه مني او وايي: ((د افغانستان د اساسي قانون د ۷ مادې په نظر كې نيولو سره د مخدره توكو كرل، قاچاق او استعمال جرم دى او دولت مكلف دى چې د جرايمو مخنيوى وكړي.)) دى زياتوي: ((كېداى شي يو شمېر خلك د كوكنارو د اړولو په ضد مقاومت وكړي، خو دولت مكلف دى چې كوكنار واړوي.))
دغه راز د ننګرهار والي وياند نور اغا ځواك بزګرو ته ډاډ وركوي او وايي:((دا چې دهقانان له دولته سر ټكوي چې له دوى سره په كافي اندازه مرستې نه كېږي ، د دوى نيوكې سمې دي، خو هلته يو څه بې امني ده او دغه بې امني د كوكنارو له كرلو رامنځته شوې، ځكه د كوكنارو اصلي ګټه د مافيا او ترورستانو لاس ته ورځي.))
دى زياتوي چې اوس ډېرې پروژې په كارل اچول شوي چې په دې سره به كه خداى كول ډېر زر د دوى ستونزې حل شي.
دم ګړۍ ته له يو مليونو ډېر افغانان په مخدره موادو روږد دي چې له دې څخه يې (۱۱۴۱۶۹ ) په ختځ زون كې ښودل شوي عبدالقيوم يو د دغو له ډلې څخه دى چې له (۳۳ ) كالو راهيسې چرس څكوي او اوس له اتو(8 ) ورځو راهيسې د ننګرهار د عامې روغتيا د رواني ناروغيو په روغتون كې تر درملنې لاندې دى په دې اړه وايي: ((كوكنار دي او كه دا نور نشه اور شيان ټول دې خداى ورك كړي، خراب شيان دي، د سړي ژوند تبا كوي، ما وګوره په څه حال يم.))
دى زياتوي چې د كوكنارو او يا نورو شيانو لكه چرس بنګ او ... امنيت خرابوي نه بندول، دى خپل مثال وركوي او وايي: (( كه زما غوندې يوڅوك چې چرسي وي او يو ورځ ورته چرس پيدا نه شي نو په كور كې وي او كه د باندې له خلكو سره جنګ كوي، دا وګوره هغه څو ورځې مخكې ماته چا چرس نه راوړل د كور ټولې شيشې مې ما تې كړې چې اخر ورور مې مجبوره شو او د ماموريت له لارې يې دلته راوستم.
سردارولي څرك