ولې دولت په هېواد كې د بهرنيو اسعارو د چلښت مخنيوى نه كوي؟

له ډېرې مودې راهيسې دولت په دې هڅو كې دې چې په هېواد كې د بهرنيو اسعارو مخنيوى وكړي او افغانۍ په چلښت كې راولي خو تر دې دمه نه دي توانېدلي چې دغه چاره سر ته ورسوي. دا چې لاملونه يې څه دي په اړه يې د روان كتاب پلورني څښتن محمد حسن وايي: ((زه خپله كتابونه په افغانيو خرڅوم، خو دا چې ولې په ټول بازار كې دا كار نه كېږي، زما په نظره ځكه دا كار نه كېږي چې واړه دوكانداران دلته وي او كه خپله يې له پاكستانه راوړي خريداري په كلدارو كوي، نو كه بېرته په افغانيو شيان خرڅ كړي دا ورته يو ډول سر خوږى جوړېږي، دا په دې مانا چې كله دوى بېرته خريداري كوي دوى مجبور دي چې افغانۍ په كلدارو بدلې كړي چې په دې سره كېداى شي يو څه تاوان هم ور واوړي.))
دى زياتوي چې كه ملي تجاران خپل سودا ګريز توكي وړو دوكاندارانو ته په افغانيو وركړي بيا دا ستونزه يو څه حلېږي او كه نه نو همداسې به روانه وي.
په دې اړه موله يوتن ګلاب خان نه چې له پچير اګام ولسوالۍ څخه رغلى و او په ډنډ غاړه كې يې له يوه هندو څخه په كلدارو سودا كوله وپوښتل، ده وويل: ((دكانداران په كلدارو او افغانيو وشان سودا وركوي، تېره جمعه مې د پوليسو له وېرې په صرافۍ كې پيسې ماتې كړې كله مې چې دوكاندار نه سودا كوله د كلدارو په بيه يې رانه واخيستلې. دى زياتوي چې څه لېونى خو نه دى چې په افغانيو سودا واخلي .
د صرافانو د اتحادېې مشر غلام مصطفې د پورته نيوكو سره په ملاتړ سربېره د ښار والۍ څخه د بازار د جدي څارنې او د ترانسپورت رياست له مسؤلينو غوښتنه كوي چې موټر وانان اړ كړي ترڅو كرايه په افغانيو واخلي.
 دى وايي: ((سره له دې چې ملي تجاران وړو تجارانو يا دوكاندارانو ته خپل مالونه په افغانيو وركړي، ښاروالۍ بايد د بازار كلكه څارنه وكړي، د ترانسپورت رياست بايد موټروانانو ته ووايي چې له سورليو څخه كرايه په افغانيو واخلي او دغه راز د انحصاراتو رياست دى خپله او د پمپ سټېشنونو خاوندان مجبور كړي ې  تېل په افغانيو خرڅ كړي. چې په دې سره به كه خداى كول ډېر زر په ننګرهار كې د بهرنيو اسعارو مخه ونيول شي.
 د ننګرهار بانګ مرستيال امام الدين  له يو شمېرادارو  سرټكوي چې پوره همكاري نه كوي، دى وايي: موږ شپږ مياشتې په دې اړه كمپاين وكړ او اوس يو څه موده كېږي چې جريمه مو ټاكلې خو له بده مرغه څومره چې لازم دي هومره نه يو كامياب. د دې علت دا دى چې ښاروالۍ ټولو دوكاندارانو يا اجناسو ته په افغانيو نرخ نه دى ټاكلى او كه ټاكلى يې هم دى نو څارنه يې نه ده كړې.
دى زياتوي چې كه چېرې ښاروالۍ ټولو اجناسو ته په افغانۍ نرخونه وټاكي، د ترانسپورت رياست موټروانان مجبور كړي چې كرايه په افغانيو واخلي او ملي تجاران وړو تجارانو ته خپل مالونه په افغانيو وركړي نو دا موضوع به يو څه حل شي
دا چې ولې سوداګر خپل سوداګريز مالونه په افغانيو نه وركوي په اړه يې د ننګرهار د اصنافو د عالي شورا مالي مسؤل ګلاب نور وايي: (( يو خو په بازار كې افغانۍ كمه ده، كومه اندازه پيسې چې د مركزي بانګ نه د جلال اباد بانك ته د دولت د مامورينو د معاش په نامه راځي د هغې څوچنده زياتې د ګمركي مالونو په محصول كې ګمرك ته تحويلېږي چې بازار يا د عامو خلكو لاس ته هيڅ نه پاتې كېږي.
دى زياتوي چې كه ته اوس د ننګرهار د بانكونو رياست ته لاړ شې نو دوى سره به دومره افغانۍ نه وي چې د نننۍ ورځې د ګمركي مالونو د محصول لپاره بسينه وكړيي.نو چې د ګمركي مالونو د محصول لپاره نه وي نو د روز مره راكړې وركړې لپاره به له كومه شي ده دا هم وويل چې دوى كله ناكله د افغانيو د نشتوالي له كبله په ګمرك د محصول د پيسو په ضمانت كې كلدارې ږدي ترڅو چې يې له كابله را وغواړي.
نومړى زياتوي چې بل افغانۍ ثبات نه لري، كله په يو نرخ كې وي او كله په بل نرخ كې، كه د نورو ملكونو غوندې ثبات پيدا كړي نو يو څه به خلك ورته زړه ښه كړي.
ګلاب نور دولت سره د خپلو ( د اصنافو) همكاريو په اړه وايي: موږ په دې اړه چې څنګه كولى شو افغانۍ په چلښت كې راشي څو وارې له والي صيب او نورو چارواكو سره مشورې شريكې كړي دي چې دوى دى موږ ته اجازه راكړي چې د بازار په ټولو ماركېټونو او هډو كې د صرافۍ غرفې جوړې كړو چې د سودا اخيستونكي او سورلۍ لپاره څه عذر پيدا نه شي خومتاسفانه دولت زموږ خبره ونه منله.
  دم ګړى د ننګرهار ګمرك له شپږو مليونو افغانيو نيولې تر پينځلسو مليونو پورې هره ورځ د ګمركي مالونو څخه محصول اخلي چې دا له هغو پيسو څو چنده زياتې دي چې هره مياشت له مركز نه د دولت د مامورينو د معاشونو لپاره رالېږل كېږي.

سردارولي څرك