نږدې درې لسيزې وړاندې ۱۳۵۸ لمريز كال د وري په ۳۱مه د كونړ ولايت مركز، اسعد اباد، ته څېرمه كلي، كېراړه، كې له دولس سوو زياتو عامو وګړو ژوند پدې پلمه واخيستل شو چې ګوندې دوى د حكومت له مخالفينو سره لاس لري.
په دې اړه د كيراړې يو تن اوسېدونكى ډاكټر ثنا الحق چې د كورنۍ څلوېښت تنه يې پدې پېښه كې له لاسه وركړي، وايي: ((د كيراړې پېښه خو رښتيا هم د هېرېدو نه ده خو اوس نه هاغه وخت دى او نه هاغه خلك شته كومو چې موږ سره دا ظلم كړى، خو موږ اوس دا غواړو چې زموږ د شهيدانو درناوى وشي، زموږ دغه قرباني راتلونكي كهول ته د يو عبرت په توګه پاتې شي.))
قاضي امين الله چې د همدې كلي اوسېدونكى دى او د كورنۍ يو شمېر غړي يې په دې پېښه كې له لاسه وركړي وايي: ((دولت دې د دې او دې ته ورته پېښو عاملينو ته بايد سزا وركړي ترڅو نور خلك ترېنه عبرت واخلي او له دولته غوښتنه لرم چې د دغو شهيدانو د ياد تازه ساتلو لپاره د دوى په نامه يو څلى جوړ كړي.))
۲۸ كلن حزب الله چې د كراړې په بازار كې پلاستكي ګلان او څېرې پلوري او په دغه پېښه كې يې پلار، نيكه او د كورنۍ يو شمېر نور غړي له لاسه وركړي د خپلې مور له خولې داسې وايي چې په دغه ورځ يې د ده پلار چې له كوره بهر وو وويشته او زخمي كور ته رغى چې وروسته يې د د نيكه او د كورنۍ د نورو غړو په شمول وويشتل. دى وايي: زما له نيكه سره قران شريف و يو عسكر ورته وويل چې دغه زړه دوسيه وارتوه، خو هغه نه وه ارتولې او له قران شريف سره يې وويشتلو.
نعمت الله چې په توپچي غونډ كې دنده لري او په دغه پېښه كې يې پلار او ترونه له لاسه وركړي د قاضي امين الله سره ورته نظر لري او وايي: ((دولت بايد په تدريسي نصاب كې د دغې پېښې د شهيدانو لنډه تاريخچه وليكي، يو څلې دې پرې جوړ كړې او عاملين دې د قانون منګولو ته وسپاري.))
دا چې د دې پېښې د عاملينو محكمه څومره امكان لري د كونړ ولايت د راډيو تلوېزون ريس او د والي وياند زاهدا لله زاهد وايي: ((دا خبره خو ډېره مشكله ده ځكه له يوې خوا هغه خلك نشته او له بلې خوا شرايط نه دي اماده ترڅو د دغسې پېښو عاملين محكمه شي.))
دا چې د كيراړې د پېښې د عاملينو محمكمه څومره ممكنه او څومره اړينه ده او كه نه وي نو څه بديل زيانمن شو خلكو ته وركړل شي ترڅو انتقالي عدالت تامين شي په دې اړه په ننګرهار كې د بشر حقوقو خپلواك كمېسون د انتقالي عدالت څانګې مسؤل محمد رحيم نصرت وايي: (( يواځې د كېراړې موضوع نه ده، په تېرو څو لسيزو كې ډېره بې عدالتي او د بشر حقوقو نه سرغړونه شوې چې كمېسون غواړي د دغو پېښو او جرمونو عاملين د قانوني، عادلانه او باصلاحيته محكمې لخوا محكمه او حساب ورسره وشي.))
نومړى زياتوي چې دوى د دولت او ملل متحد سره په ګډه يوه طرحه جوړه كړې وه چې يوه اساسي برخه يې دغه د محاكمې او قضايي حل لاره وه، دا ځكه چې د افغانستان خلكو د ملي مشورې د پروګرام په ترڅ كې چې د كمېسون لخوا پلي شوى و په دې ډېر تاكيد كاوه چې د قضايي يا جزايي حل لارې نه پرته په افغانستان كې د تېرو بې عدالتيو په اړه د عدالت ټينګول كافي نه دي، ځكه په افغانستان كې ډېرې داسې پېښې شوي چې د بښنې وړ نه دي.
نومړي هغو خلكو ته چې قضايي يا جزايي حل لاره نه خوښوي څه بديل وركړل شي وويل: (( زه بايد عرض وكړم چې د انتقالي عدالت مفهوم يو پراخ مفهوم دى، اكثره خلك فكر كوي چې انتقالي عدالت د مجرمينو محكمه كول او يا هغوى ته سزا وركول دي.
دى زياتوي چې له دې پرته نور بديلونه هم شته چې له هغې جملې څخه د هغو كسانو چې د خلكو اعتبار پرې نشته، په تېرو كې بدنام وي او د بشرحقوقو نه يې سر غړونه كړي وي له ادارو لري كړاى شي، يا دوى دې ته اړشي چې له خلكو معذرت وغواړي او د دغو قربانيانو په ياد يو شمېر ودانۍ او څلي جوړ شي .
په دې اړه مو د كونړ چارواكي وپوښتل چې دوى تر دې دمه په دې اړه څه كړي د كوڼړ ولايت د راډيو تلوېزون ريس او د والي وياند زاهدالله زاهد وايي: ((د ولايت په مقام كې مو د دوى په نامه يو څلى جوړ كړى او هر كال دغه ورځ د كيراړې د مشرانو په شريكه د دغو شهيدانو د ياد تازه ساتلو په موخه لمانځو.))
نوموړى زياتوي چى راتلونكي كې په پام كې لري ترڅو د دغو شهيدانو له ډله ايز قبرونو نه يوه اوسپنيزه كټاره تاوه كړي او يو څلى هم جوړ كړي چې په دې څلي كې به د دغو شهيدانو پوره تايخچه هم ليكل شوي وي.
دى په نصاب كې د دغو شهيدانو د تاريخچې د شاملولو په اړه وايي چې تراوسه يې داسې كوم كار نه دى كړى خو په پام كې لري چې په راتلونكي كې يې تر سره كړي.
دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د كيراړې خلكو د پېرونى د پېښې وروسته له هغه ځاى نه د عسكرو مړي او زخميان راوړل په داسې حال كې چې هيڅ چا هم نه شو كولاى دا كار وكړي. ځايي چارواكي له دې وروسته د كيراړې په او سېدونكي د مجاهدينو سره د په تړاو لرلو شكمن شول او پايله دا شوه چې اسعد اباد د كمانډو د قطعې قوماندان چې ګلرنګ نومېده او د خوږياڼو اوسېدونكى و او داسعد اباد ښار ګوټي د ښاروالۍ په هوټل كې اوسېده او روسي مشاورين هم ورسره وه، د پېج او اسمار دلاروله بندولو وروسته د معلم ثنا الحق په وينا د ده د تره په كور حمله وكړه او هلته يې هغه مجاهدين چې پټ شوي وو په شهادت ورسول او له هغې ځاى نه يې يو شمېر خلك لكه حاجي صاحب خوشال، معلم جلال او څو نور كسان را روان كړل او په لاره يې ووژل. او كلي كې يې خلكو ته وويل چې بيګا دلته مجاهدين راغلي والي صاحب غواړي له تاسو سره په دې اړه خبرې وكړي او تذكرې هم له ځانه سره راواخلئ ترڅو ستاسو او مجاهدينو توپير وشي، په دې بانه يې خلك دغه د بازار جامع جومات چې اوس د والي صاحب لخواد بيا رغونې په حال كې دى او هغه مهال خامه جومات و راټول كړل، قوماندان ګلرنګ پرته له دې چې د دې كسانو په منځ كې توپير وكړي او د دوى ګنا معلومه كړي عسكرو ته امر وكړ چې پر دغو كسانو ډزې وكړي او وى وژني چې يو شمېر عسكرو دا امر ونه مانه او هغوى هم په كې شهيدان شول، دغه شهيدان چې په بېلا بېلو ځايونو كې خښ شوي شمېر يې نيږدې ۱۲۳۰ تنو ته رسېږي
سردارولي څرك
۲۰۰۶/۱۰/۳