فرهاد دريا سربېره پردې چې ختيځواله او لويديځواله موسيقي يې له بېلابېلو استادو زده كړې، خو افغاني ولسي موسيقي ته يې د خپلو هلو ځلو او تجربو په ځواك يوه ځانګړې اروا ورپوكړې.
نامتو سندرغاړى فرهاد دريا په تېرو دوو لسيزو کې د هېواد يو له مخکښو سندرغاړو او کمپوزرانو څخه دى چې په پښتو، دري، هزارګي، ازبکي او اردو ژبو يې په لسګونو سندرې ويلي دي.
نوموړي په كندوز كې د قطغن د نايب الحمكه شېرخان ناشر د زوى ګل محمد خان ناشر په كاله كې چې يوه معتبره او اغېزمنه كورنۍ ده، نړۍ ته راغى، هملته يې په شير خان لېسه كې خپلې لومړنۍ او ثانوي زده كړې بشپړې كړې چې د ټولګيوالو په ډله كې د يوه تكړه زده كونكي په توګه پېژندل كېد او ډېرى استادان ورځنې خوښ دي او ښې خاطرې ترې لري. محمد آصف چې د ده له استاذانو څخه دى د ده په اړه وايي چې فرهاد له هوښېارو او مؤدبو زده كوونكيو څخه و: ((يو ښوونكى دغه ډول زده كونكيو ته له زده كړې خورا خوند اخلي.))
دى لا د ښوونځي زده كوونكى و چې د موسيقۍ په يو شمېر الاتو يې ګوتې خوځېدلې، استاذ حبيب الله برات چې د سيمې يو تكړه سېتار غږوونكى دى او له فرهاد دريا سره يې ډېره موده په كندوز او كابل كې همكاري لرله، د ده په اړه وايي: ((په لومړي ځل هغه مهال چې فرهاد دريا په لسم ټولګي كې و موږ ته دا جوته شوه چې دى د موسيقۍ يو شمېر الات غږولى شي او تر څنګ يې ښه اواز هم لري. ))
دريا په ۱۳۵۶ لمريز كال د خپلو دوه نورو ټولګيوالو، عبدالقدير او عبدل جان، پر مټ يوه هنري ډله د (ګروه نيستان) په نامه جوړه كړه، چې لومړنۍ كنسرت يې په همدې كال د كندوز د نسوانو په مركزي لېسه كې وركړ او د برخوالو لخوا په مينه بدرګه شو. همدا كنسرت و چې د ده د راتلونكيو پرمختګونو لپاره يې لار هواره كړه. د جنګ جګړو له امله له څه مودې وروسته دريا له خپلو دواړو يارانو بې برخې شو_دواړه په شهادت ورسېدل. خو دې كرار كينناست او خپلو هنري فعاليتونو ته يې ادامه وركړه چې د ده په وينا اوس يې د سندرو شمېر ده ته هم نه دى دى. لومړۍ سندره يې د (يار بې وفا ) په نامه وه چې يو كلاسيك راګ و.
فرهاد دريا له لېسې تر فارغېدو وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي ته راغى، چى په ښه برياليتوب سره يې پاى ته ورساوه او د پوهنځي تر بشپړولو وروسته د كابل پوهنتون د ښكليو هنرونو په پوهنځي كې پر اسادۍ لاس پورې كړ.
دى د موسيقۍ د زدكړې په هكله وايي : ((انجينير صديق قيام زما لپاره دهندي_افغاني کلاسيکې موسيقۍ په برخه کې د موسيقي د تيورۍ لومړنى استاد دى.)) له ده وروسته يې له ارواښاد استاد پولادي څخه لويديزه کلاسيکه موسيقي زده کړې ده. پر دغو استادانو سربېره يېله يو ګڼ شمېر بهرنيو استادانو هم د دغه علم پټې ښکاره خبرې زده کړي دي او ولسي او اصيله افغاني موسيقۍ يې پخپلو شخصي هڅو او تجربو زده كړې.
ده په پښتو سندرو کې ځينې فولکلوريکې سندرې په يوې نوې بڼې وړاندې کړي او د ځينو په ګومان يې نوى روح ورپوكړى دى. فرهاد دريا ګڼ شمېر پښتو سندرو ته خپله کمپوزونه جوړ کړي دي چې له هغې ډلې څخه ځينې يې پدې ډول دي: ((ليلا وړه ده ليلا))، ((مازديگر شو ليلا))، ((په نن سبا کلونه تېر شو مساپر رانغلى، ارمان دى))، ((شين خالۍ بيا كور ته ځينه))، ((اصلي وطن افغانستان دى))، ((بيلتونه کور دې مولا وران کړه))، خو په ټوليزه توګه يې په پښتو ژبه سندرې كمې دي. دى له پښتو ژبې سره د زړه له تله مينه لري او وايي چې زه داسې سندرې په پښتو كې ووايم چې سارې ونلري. دى وايي:((زه غواړم لږ دې وي خو پخې دې وي . زه پر پښتو د عشق تر کچې مين يم .)) د ده په پښتو د كمو سندرو ويلو يو لامل كېدى شي دا هم وي له كوچنيوالي په دري روږدى شوى او د ځوانۍ او كوچنيوالي ډېرى ملګري يې دري ژبي وو.
دريا چې په يوې پښتني كورنۍ كې سترګې غړولي او د ځينو خلكو په وينا د دغه ډول خلكو هنر ته مخه كول يو څه ستونزمن دي او ښايي د كورنۍ لخوا پرېنښودل شي خو دى له خپلې كورنۍ خوښ دى چې د ده د دې مينې مانع شوې نه ده. دى وايي: ((بر عکس يې له هغه پيله تر ننه پورې دعاګانې راسره وې.)) دى په دغه لار كې د خپلې مېرمنۍ يادونه هم كوي چې د ده يوه جدي اورېدونكې ده او دى يې د خپل هنر تر ټولو ستر مټ بولي.
په دې وروستيو كې يو شمېر کسانو نيت درلود چې د فرهاد د مينې ډک زړه ودروي. خو خداى ونه غوښتل چې د ده په وينا دا به د کوم بخيل کس کار و. خو اوس روغ رمټ دى. دى خپل پيغام مينه، عشق او پوهاوي بولي چې له څو لسيزو راهيسې له موږ څخه ورک شوي دي
د فرهاد دريا له پښتو او دري سندرو څخه يو شمېر ډېرې مشهورې شوي دي چې د هغې له ډلې څخه يې دا يوه ده:
ببولالى څار نا قرار كړم لېونۍ
وه په مين ګرانې، پلو راتيټ كړه شين خالۍ