معشوق شاداب له نن نه اته ويشت كاله دمخه د لغمان ولايت د ده زيارت په كلي كې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. دوى له آره د غزني دي او نيكونه يې لغمان ته راكډه شوي دي.
اوس د جلال اباد ښار په اوله ناحيه كې ( د ډولكي بابا زيارت تر شا) شپې سباكوي اته كاله وړاندې د چكنورۍ له لېسې څخه فارغ شوى خو له يو شمېر اقتصادي ستونزو له كبله ترې نيږدې دا اته كاله لوړې زده كړې پاتې شوي خو اوس  پلان لري چې په نيږدې راتلونكي كې خپلې زده كړې سرته ورسوي.
د طالبانو د پير نه يو څه موده وروسته د فلم نړۍ ته را ووتو او تر دې دمه يې په شپږو فلمونو، بې اجله مرګ، ميراث، همت او سلګۍ، مجبوراو  ولور كې كار كړى.
بې اجله مرګ چې د شاداب لومړى فلم دى، دى يې ډېر خوښوي ځكه همدا فلم و چې نوموړى يې پر خلكو وپېژانده او دده د پرمختګ لامل شو.
له كوچنيوالي راهيسې يې له فلمونو سره مينه وه،فلمونه به يې كتل او هيله يې وه چې په راتلونكي كې كه خداى كول په افغانستان كې شرايط ښه شول دى به هم په فلمونو كې كار وكړي ترڅو د دې لارې د هېواد او هېواد وال خدمت ترسره كړي. د ده په وينا ((اوس الحمد لله څه نا څه شرايط اماده دي نو ځكه مې دې نړۍ كې قدم كېښود، اميد دى چې پر مخ لاړ شم او هېواد وال مې د هنر قدر وكړي.))
شاداب يو شمېر ستونزو ته ګوته نيسي چې له امله يې په ننګرهار كې فلمي بهير سست روان دى چې هغه د كافي بوديجې، تخنكي وسايلو او په  تېره دلته په جلال اباد كې د سينما نشتوالى دى . دى وايي كه دوى پخپل فلم كې له هغو وسايلو چې نوره نړۍ كې ترې كار اخيستل كېږي كار واخلي او ديوې هندي فلم سندرې هومره مصرف  پرې وكړي نو ډېره ښه لاسته راوړنه به ولري، تردې وروسته دى دخپلو فلمونو د نمايش لپاره يوه سينما ضروري بولي ترڅو خپل فلمونو پرې خلكو ته وښايو او له دې لارې پرې  شوى لګښت بېرته پوره كړي. دى وايي چي ترڅوبه موږ اخترونو ته په تمه يو او هوټلونه به اجاره كوو.
دوى هغه ممثلينو ته چې له دوى سره په فلم كې كار كوي پيسې يا حق الزحمه نه وركوي نو ممثلين په خپل واك دي،او د زړه له خلاصه كار نه كوي، كه دشوټنګ وخت ورته سهار وښايي دوى غرمه ورځي او كه غرمه ورته وښايي د شپې.چې له دې امله د دوى فلمي بهير يو څه تت دى ، دى يې د حل په اړه وايي : (( كه ملي تاجران  او موسسې له موږ سره مرستې وكړي او سينمايي هنر ته توجه وكړي نو موږ به ډېر پر مخ لاړ شو او زه اطمنان در كوم چې كه  ده نړۍ په سطحه نه وي نو د سيمې په سطحه به ښه فلمونه ټولنې ته وړاندې كړو.))
سره له دې چې په افغانستان كې ډېرى خلك هنر ته په درنه سترګه نه ګوري خو شاداب له خلكو او په تېره له خپلې كورنۍ نه راضي دى چې دى هڅوي ترڅو خپل هنر ته دوام  وركړي او پر مخ لاړشي.
د ده په وينا ((يو ورڅ مې ورور راته وويل [ زه پوهېږم چې ته ښه كار كوې او خپل كار كې كامياب يې كه نه ما نه پرېښودې چې په فلم كې كار وكړې]))
شاداب  پر فلم سر بېره د تكواندو ښه لوبغاړى دى او تر لومړي ډان يې دا سپورت كړى. نومړي ته تر دې دمه يو شمېربهرنيو فلمي كمپنيو دعوت وركړى خو د خپل هېواد او خپلې ژبې سره د مينې له كبله يې د هغوى دعوت رد كړى او په دې نشتو امكانانو يې په ننګرهار كې د سينمايي هنر چوپتيا ماته كړې.