رڼاښار، تياره كورونه

د چا جونګړه پكې نشته دى د تېلو ډېوه
وايه قسمته! په تيارو كې به ترڅو پراته وي

دا مهال د جلال ابادښار دخوارو او بې وسه وګړو سترګې له ماښامه وروسته كور ته تګ پر مهال د ښار رڼاګانې داسې بدې برېښوي چې بيا ورته په كور كې د ډېوې رڼاهسې د وروركيو تت ځل ښكاري، خوعام وګړي دې د پورته شاعر په څېر دا پړه پر قسمت نه ور اچوي، بلكې خپل استازي او چارواكي دې له ګرېوانه و نيسي چې ولې يې تر اوسه په تيارو كې ساتلي؟؟
او كه چېرته عام وګړي له خپلو استازو او چارواكو نه ددې پوښتنې په كولو و توانېده، نو په څنګ كې دې ترې دا پوښتنې هم وكړي چې د ښار د څو كوڅو په رڼولو او په پاركونو كې د شپې  تر وروستۍ برخې پورې سپينه رڼا د اولس د كوم پرهر پټۍ كېدالاى شي؟؟
داولس دا اندېښنې او پوښتنې د دې مانا نه لري چې ګنې دا دومره لګښتونه بې ځايه شوي، خو له دې يې سترګې نه شي پټېداى چې لومړي توب په هېڅ كار كې  په نظر كې نه دى نيول شوى، موږ يې دلته يوه بېلګه راوړو او ګورو چې كوم پر ځاى او كوم  په بېځايه لګښتونو كې راتلاى شي، همدا د ښار د منځ پارك ( سراج العمارت ) به راواخلو چې ټوله شپه پكې لوى رڼا وركوونكي ګروپونه روښانه وي، دې پارك ته دا ښكلا په يو بل ډول هم وركول كېداى شوه چې د څو كسو خدمتګارانو ورځنئ مزدوري يې ورلوړه كړې واى، نو هغوى به كلكې ملاوې د پارك خدمت ته تړلې واى او هغه برېښنا چې په باغونو او پاركونو كې مصرفېده هغه به د څو جونګړو د رڼولو وړ ګرځېدلې واى، خو د بڼ او پارك بڼه به هم د مزدورانو د ښه كار له امله په سيمه كې د ښكلا نمونه ګرځېدلې واى.
نو اوس كه دا لوى ولايت ( ننګرهار ) د يو وړوكي كور په بڼه وګڼو او ( شېرزى صيب ) ددې كور يو مشر وګڼو، نو مشر بايد لومړى د كور كومې اړتياوې پوره كړې واى؟ په داسې وخت كې چې ددې كور مشر د نورو وړو كورونو د مشرانو په څير د لاسته راوړو پيسو په بدل كې غرونه نه دي سوري كړي، نوددې لوى كور مشر ته پكار وه چې د ډول، ډول بداخلاقيو زېږوونكو پاركونو پر ځاى يې ددې لوى كور هغه خونې رڼې كړې واى چې پكې د يوېشتمې پېړۍ خلك اوس هم د ډېوې رڼا ته ناست دي.
افغانستان خو لا هغه پوړ ته ندى رسېدلى چې د نورې نړۍ په څير دې يې ځوانان او پېغلې دشپې تر ناوخته په پاركونو كې وګرځي، نو چارواكو د كومې اړتيا له مخې په پاركونو كې شپه په رڼا ورځ بدله كړې ده؟، دغسې كه ددې ( لوى كور) په ډول نور  لوى كورونه ( ولايتونه ) راواخلو، نو په ډېرو كې دا ډول بې ځايه لګښونه شوي او كه همدا د ټولو ولايتونو بې ګټې او بې ځايه لګښونه دې ورځې ته ساتل شوي واى، نو اوس به ولې افغان وګړي دې ته محبورېده چې خپل اولادونه په نورو وپلوري، ايا دا د ټولو لويو كورونو او په ټوله كې ددې اولس ( مشر ) ته دمرګ او پېغور خبره نده؟؟
ددې نه دا خبره هم را وځي چې د لويوكورونو نه واخله بيا د ټول اولس تر مشره پورې خلك هغسې مشران نه دي لكه څنګه چې د يو كور مشر وي او لكه څنګه چي د يو اولس مشر وي او دې مشرانو په عمل كې وښوده چې د كور په نورو غړو او همدا ډول په دې كور و كلي يې هېڅ پروا نشته، كه وګړي مري او كه كور و كلى په بله اوړي...
لږ ترلږه ددې كور و كلي مشرانو دومره هم ونه كړه چې په دې څو كلونو كې يې د خپلو وګړو لپاره په نړېوالو دوستانو هغه څه كړي واى چې نن يې اړتيا ليدل كېږي، همدا اوس د لمريزې برېښنا څو ښيښيي تختي چې د يو وړوكي كور د برېښنا اړتيا هم نه شي پوره كولاى او دا تمه يې هم نشته چې له يوه كال نه به بل ته روغه پاتې شي د شل زرو ډالرو په لګښت تمامېږي، اول خو د دومره ډېر رقم له زوره څوك نه شي وتلاى او كه بيا په ټول هېواد كې څو كسه وي، نو په دې ټول رقم خو د برېښنا ښه بند جوړېداى شي او كه نه دولتي مشران دې دا نړېوال كېنوي او ورته دې ووايي چې د خداى په خاطر موږ دې اولس ته مه شرموۍ، ددې اولس لپاره پاخه او اساسي كارونه وكړئ!
 تر دې لويه د شرم او پېغور خبره افغان دولت او نړېوالو ته بله كومه ده چې د هېواد وګړي اوس هم د مسكو د وخت برېښنا ته ناست دي او هغه هم چارواكو څه په خپلو انګړنو او څه يې د بداخلاقيو په زېږوونكو پاركونو ويشلې ده.
ددې ټولو خبرو سره سره كه دولت او نړويوال غواړي د اولس په زړونو كې ځاى پيدا كړي، نو اولس دې نور نه تېرباسي او هغه څه چې تراوسه يې و نكړل اوس دې ورته ملاوې وتړي.

حيات الله ګهيځ