پينځمه برخه

زما قيمت سل اشرفۍ

يديز له خپل نوي بادار سره تللې وه، اوس په دې ستره نړۍ كې زما څوك هم نه و، زه يوه داسې بندۍ وم چې نه يې كوم همدرد وو او نه كوم غمشريك، مخامخ راته هغه تور بدشكله سړى ولاړ و، زما له بادار  سره يې خبرې كولې دهغه څېره ماته ډېره خفه كوونكى ښكارېده. هغه ته په ليدو ليدو به مې د وينو غړپونه كول، په ټول وجود مې لړزه خوره شوه، دومره په غوښو او وازدو پټ اوږد  او چاغ سړى ما په ژند كې هم نه و ليدلاى.
زه لا هغې سړي ته په ځير وم چې چا غږ وكړ: ((وپلورل شوه، په سلو اشرفيو وپلورل شوه!))
زه لاندې ورښكته شوم او هغې تور مخي ته يې حواله كړم.
پښو مې بغاوت كول غوښتل، مګر زه يې حكم منلو ته اړه وم، زړه مې ويل چې وتښته، خو عقل مې ويل كه د ځان خير غواړې، نو د همدې دېو پسې ورځه!!
تر اوسه چې ما خپل سردار يو بد شكله او ناولى انسان بللو د دې نوي بادار په ليدو مې پرې شكرو وويست، زما نوى پېرېدونكى خداى خبر چې څه معجزه وه.
غلې او په لړزاندو قدمونو په هغه پسې روانه شوم، په ټوله لار يې راسره هيڅ خبرې ونه كړې، ترڅو يو ځاى ته ورسېدو هلته يوه وړه بېړۍ ولاړه وه، موږ پكې سواره شو، ښايي دا دومره ستړيا به زما بدبختيو يوه برخه وه او نه پوهېدم چې دا ستړيا به لا نوره څومره پاتې وه، خو زه د يو بدشكله سړي پسې د يو نامعلوم منزل په لورې روانه وم.
ما له خپل نوي پېرېدونكي ( بادار ) نه پوښتنه وكړه: موږ چرته ځو؟
ځواب يې راكړ: ((قسطنطنيې ته، هلته به دې د خپل بادار په مخكې وړاندې كړم.))
زه و لړزېدم او په يو ورك فكر كې وركه شوم چې زه به نوره لا له څومره بادارانو سره به مخ كېږم، يو خو دى دى او بل د ده بادار... !؟
بادار! څومره بې خونده دا لفظ دى ، څومره مې چې له دې لفظ نه كركه ده، نو بيانول يې راته ګران دي.
بيا مې په زړه كې يو څه لاره وشوه، ويل مې ځه دا بدشكله خو مې بادار نه دى، او نه د ده بندۍ يم، د كوم بل چا يم، ګوره چې هغه به څنګه خېژي.
كښتۍ د سمندر په غېږ كې ځنګېدلې روانه وه، ما له دې شخص نه غوښتنه وكړه چې خپل ځان راوپېژني چې څوك دى؟
هغه په خندا ځواب راكړ: ((د تركي سلطان د حرم سراى مرستيال يم))
تركى سلطان! دا نوم مې څو ځله په شونډو خپور كړ، د يوې شېبې لپاره دومره حيرانه شوم چې له خولې مې هيڅ نه وتل.
 خيالونه مې هم لكه د روانې  بېړۍ په څېره د درد په سمندر كې ځولۍ ځولۍ روان و، ويل مې كاش ما دومره حوصله درلودى چې ځان مې د دې تور سمندر څپو ته سپارلاى واى!
په شپه شپه كې قسطنطنيې ته ورسېدو، د ساحل پرڅنډو بلا لوې او وړې بېړۍ تر سترګو كېدې، هوا يې ډېره ښكلې وه، لنده او يخه  هوا يې لكه د سهار پرخه پر مخ را ورېدله.
ستوري زموږ پر سرونو ځلېدل، په وچې ته له رسېدو وروسته په تنګو او تياره كوڅو كې روان شو، د دې ځاى د جوماتونو دنګې دنګې منارې، د مقبرو لوړې لوړې ګمبزې او اسمانڅكالې ودانۍ د ستورو او سپوږمۍ په دې رڼا كې نورې هم  ښكلې برېښېدې.
پښو مې نور زور نه اخيستو، فكر مې كاوه چې كور ته ورسېدم، په همدې كې موږ د يوې بګۍ ترڅنګ ورسېدو، امر راته وشو چې پكې سپره شم، زه هم ورپورته شوم او د بګۍ په بخملي څوكۍ ښه په ارامه كېناستم.
دا قسطنطنيه وه! زه اوس په يوه ارامه بګۍ كې ناسته وم، داسې احساس مې كاوه، لكه دا چې د جنت كومه څنډه وي، اوس نه كومه وېره وه او نه فكر، د لږې شېبې لپاره  مې دا هرڅه هېر كړل، سپينه سپوږمۍ وه، ستورو سترګكونه وهل، د اباصوفيه جومات دنګې دنګې منارې داسې برېښېدې، لكه چاچې د سپوږمۍ څلى درولى وي. زما سترګې لا له دې منظره نه وې اوښتې چې بګۍ مو ودرېده او هغه تور ديو ته ورته سړى ترې ښكته شو، دروازه يې بېرته كړه، خپله يوې څنډې ته شو او په رو، مګر په راټول انداز يې وويل چې دا د يلديز ماڼۍ لاره ده...
د يلديز ماڼۍ
دا خبره ما ته بلكل بې مانا برېښېده، ځكه زه پر دې نه پوهېدم چې د يلديز ماڼۍ مطلب څه دى، مګر په هر حال يو ډول د ارام او سكون احساس راكې پيدا شو او داسې مې وانګېرله چې هغه د شپو شپو اوږد سفر نور پاى ته ورسېد او اوس زه خپل منزل ته رسېدلې يم.
زه له بګۍ  ښكته شوم او د خپل تور پوستي لارښود پسې قدم په قدم روانه شوم، له يو څه مزل وروسته مو لوړ، دنګ  او شودو ته ورته سپين دېوال تر سترګو شو چې يوه غټه اوسپنيزه دروازه يې درلوده، دروازې ته په رسېدو مو ټك ټك وكړ، له شانه اواز وشو څوك ياست!؟
زما ملګري په لوړ اواز ځواب وركړ: زه يم، د سلطان  د حرم سراى  مرستيال!
سمدستي دروازه پرانيستل شوه، در بان هم لكه زما د اوږدې لارې د ملګري په څېر چې زه يې پېرلې وم تور او بدشكله و.
له دې پاټك نه وړاندې يو بل پاټك هم و چې بايد موږ ورنه تېر شوي واى، پر لار دواړو لوريو ته دنګې دنګې ماڼۍ وې چې لارښود راته يوه يوه راپېژندله.
دا وګوره! خزانه ده.او هغه وړاندې ګورې! هغه كتابتون دى!
دا خوړنځاى دى.
له دې ودانيو نه وړاندې د حرم سراى منځنۍ دروازه وه، دلته يوه ډلګۍ وسله وال ساتوونكي ولاړ وو. هلته په رسېدو د تور پېړ سړي مسؤليت پاى ته ورسېد او زه يې يوې ښځې ته چې زما د سينګار او هوساينې مسؤليت يې پر غاړه و حواله كړم.
سينګار:
دلته په رسېدو يې له ټولو وړاندې حمام ته بوتلم، په حمام كې رڼې او خوشبوى لرونكې اوبه وې، زما لپاره بلكل نوى څيز و چې له امله يې زه بې سارې خوښه شوم.
په دې اوبو له لمبا وروسته ښكلې او قيمتي جوړه چې لا له وړاندې يې راته راوړې وه را په تن كړه، ويښتانو كې مې چې د مسلسل سفر له امله خزندو ځاله كړې وه، لومړى يې په مختلفو شيانو راپرې مينځل او بيا يې له څو وارې ږمنځولو وروسته كمڅۍ كړل.
دا هرڅه يې په ډېر پام سره تر سره كړل چې له امله يې ما يو ډول خوند اخيسته، دې غسل زه ډېره نازكه او ښكلې كړم.
تېرو تكليفونو خو زه بېخي له پښو غورځولې وم، خو د يلديز ماڼۍ كې څو شېبو زه بېرته تر او تازه كړم، داسې برېښېده لكه له جهنم نه چې جنت ته راوتلې يم.
كومې ښځې چې زما خدمت كاوه، هغې راته ويلي و چې ډېر ژر به زه د بادشاه د مور په مخكې حاضره كړاى شم.
ما خپله حيرانتيا پټه نشوه كړاى او پوښتنه مې ترې وكړه:
دا آغلې څوك ده؟
هغې په خندا وويل: ((دا زموږ د معظم سلطان مور ده ، په ټول حرم سراى او شاهي ماڼۍ كې د همدې واك دى، امكان نشته چې څوك يې خبره پر ځمكه وغورځوي او يا ور سره سترګې په سترګو شي.
خدمتګاره چې زما د ويښتانو له سينګاره اوزګاره شوه، پخپلو لاسو يې نوې او قيمتي جامې راپه تن كړې او بيا يوې كوټې ته چې مالپاره په نښه شوې وه يوړل شوم.
دا ځاى زما د ارام لپاره ټاكل شوى و، خو د كوټې د ساز او سامان په ليدو مې له سترګو نه خوب وتښتېد، ځكه دا څيزونه كله هم ما نه وو ليدلي، رښتيا چې د دې ځاى هرڅه د شاهانو لپاره جوړ شوي وو.
له يوې خوا دلته سترګې برېښونكې ځلاګانې وې، ښايستونه وو او بل خوا ادب او تكلف و له كوم څخه چې موږ د ګورجستان وګړي خلاص وو، عجيبه شان كيفيت راباندې راغلى و، حيرانتيا، خوښي، غم، اضطراب او سكون هم ورسره مل و.
ناڅاپه مې ذهن تېرو وختونو ته وګرځېد او هغه ورځ مې راياده شوه چې مور مې زه كله خفه وليدم، نو پرېكړه يې وكړه چې د څو ورځو لپاره مې د خور خسرګنۍ كره ولاړې شو.
بيا مې هغه وخت را ياد شو، كله چې ما، يديز او مور مې د سفر سامان راټولولو، د خوښۍ نه لكه د ګل غوړېدمه، څه د سفر شوق و او څه هم له جداشوې خور د ديدن تنده وه، موږ په همدې خوښيو كې و چې قسمت لوبه سرچپه كړه او د لار شكونكيو يوې زورورې ډلګې پر موږ بريد وكړ او زموږ سړي يې په بې رحمۍ سره ووژل او كور يې راته په كنډرو بدل كړ، په بريد كې مې د مور د زړه درزا ودرېده او زه او يديز يې ونيولو، زموږ خوښي له خاورو سره خاورې شوه، ښايي قدرت ته زموږ خوښي نه وه منظوره.
موږ يې له نيولو وروسته په راښكلو راښكلو له كوره بهر وويستو او يو نوې، بلكل نوې او عجيبې نړۍ ته راورسېدو، شېبه په شېبه مې هغه نور يادونه هم ذهن ته راتلل، خو...
نور بيا