كله مې چې د (يديز) دا خبرې واورېدې نو سترګو ته مې اوښكې راغلې، ځكه دې دا مهال هم ځان زما وينزه بلله او اوس يې هم ماته د بادارې په سترګه كتل.
سرله دې چې په دې نړۍ كې د وفا تش نوم پاتې دى خو بيا هم پر دې نازكې جنۍ خدى پاك دغه نعمت پېرزو كړى دى.
ما ورته وويل چې زما ګرانې يديز! څه چې كېږي دخدى رضا به وي، موږ يې د رضا پر خلاف هيڅ هم نشو كولاى، موږ بايد پرې باور ولرو او دعا او زارۍ ورته وكړو.
يديز ټيټه شوه پر پښو يې راته سر كېښود تر څو ښكل يې كړي چې له سترګو يې اوښكې وڅڅېدې او ورسره يې زما زړه هم ودردولو.
پدې كې د هغو بد مستو په منځو كې نورې هم چغې لوړې شوې، په مختلفو سُرونو سندرې ويل كېدې، ډول، باجې او شپېلۍ  غږېدې، اودا هرڅه اوس سم ګرم شوي وو، تر دې چې چاپېره سيمه يې راته اور ګرځولې وه.
په هغه توره شپه كې  اور او شغلو يې يو وېرونكى منظر وړاندې كاوه چې په دې منظر كې به دغه ډله لكه د ځناورو تاوېدل راتاوېدل، سندرې به يې ويلې او په زوره زوره خندا به يې كوله. دداسې وېرونكې شېبې ليدل خو څه چې مخكې يې ما كله تصور هم نه و كړى.
د دې ټولي يو شمېر خلك په شرابو دومره مدهوشه و چې ځانونه يې نشو كنترولاى، يديز راته وويل كه دا ټول داسې مدهوشه شي، نو څومره په اسانۍ به موږ ځان د دوى له منګولو خلاص كړو.
ما ځواب وركړ، ستا خيال غلط دى، ځكه دوه دونيم ساعته وروسته سبا كېږي، كله چې دوى پاڅي او موږ ونه ويني، نو لكه د لېونو به زموږ لټه پيل كړي، كه په لاس ورغلو خدايزده له هغې وروسته به مو څه حال وي؟ ښكاره ده هماغه چې له نورو سره كېږي، زمو پر شاګانو به هم قمچينې ټوټه ټوټه كړي.
د دغه داړه مارانو د ټولي كوم كسان چې تر دې دمه په هوش كې وو هغوى پاڅېدل او يو بل ته د (ښې شپې) په ويلو د خپلو خپلو خېمو پر لور روان شول.
د ټولي مشر له خپلو نورو ملګرو څخه يو څه بيدار و، سره د دومره شرابو څښلو يې بيا هم خپل هواس نه و بايللي، كله يې چې خپل ملګري نشه وليدل په غوسه شو او ورته يې وويل چې تاسې د شرابو څښلو حق نه لرئ. د شرابو څښلو سره هوش له لاسه وركول د كم ظرفو خلكو كار دى، ما ته وګورئ ما له تاسې ډېر څښلي خو څوك راباندې دا هم نشي ثابتولى چې كوم څاڅكى دى زما له حلقه تېر شوى وي، خو تاسې د  شرابو اهليت نه لرۍ، لږ وڅښۍ او بيا لكه د ځناورو ډېرۍ ډېرۍ پرېوځئ، كه توان يې نه لرئ،  نو ولې يې څښئ.؟
ټولي مشر د خپلو خبرو په دوام دا هم وويل چې  سبا مونږ خپل منزل ته رسېږو، د هغه ځاى مستي او رنګينې ډېره هوش تښتونكې ده، د اوس نه ورته ځان اماده كړئ.
د ټولي كسانو د خپل مشر خبرو ته هيڅ ځواب ورنكړ او غلي روان شول.
زه چې  لا د خپلې خېمې په خوله كې وم، ځان مې لارې ته  نور هم نېږدې كړ، يديز زما مخې ته شوه چې د دغو شرابيانو نظر راباندې پرېنوځي چې په ليدو يې ښايي نظر راته خراب شي.
د دغه خلكو له تېرېدو وروسته يديز بېرته ستنه شوه، فكر يې و چې هسې نه چاته يې دلته د راتګ پته ونه لګېږي چې له امله به يې دواړه سزا ووينو.
ما د خدى شكرونه ويستل چې تر دې دمه مې نه دا چې سزا ليدلې نه ده،  بلكې د مشر پر وړاندې حاضره شوې هم نه يم.
زموږ اخلى پخلى د ټولي يوه تن كاوه او په عادي لوښو كې به يې زموږ مخې ته اېښودله، تر كومه  چې زما د خوړو خبره وه ما خو هډو اړتيا هم نده احساس كړې،  ځكه چې خواړه دومره خراب و چې زړه مې ورته نه كېده، تور تور پوټي، بې رنګه شوروا او بوى لرونكې ډوډۍ چې د دې شيانو يو مړۍ هم زما لپاره ستونزمنه وه. كله به چې لوږې ډېره وځورولم نو يو ګلاس شوده به مې وڅښل، موږ سره په دې قافله كې يوه رمه هم وه چې زه يې له شودو سره دومره عادت شوې وم چې د خوړو خيال مې هم نه كاوه، كله به چې وږې شوم، نو شوده به مې څښل.
ټوله ورځ مو مزل وكړ نږدې مازيګر مو قافلې په يو ځاى كې پړاو واړولو، مو ږ ته وويل شول چې په يو ځاى كې سره راټول شو چې د قافلې سردار څه خبرې راته كوي.
د غلامانو بازار:
موږ ټول په يو صف كې قطار ودرېدو، د نورو خو راته پته نه وه، خو زما پښې لړزېدې او زړه مې دربېده، مګر حوصله مې پر ځاى كړه او كوښښ مې كاوه چې له دې كيفيت نه مې څوك خبر نشي.
د ټولي مشر زموږ د كتار په مخ ته قدم واهل پيل كړل، نن هم ور سره د عادت له مخې قمچينه وه چې په لاس كې به يې اړوله راړوله.، پشم داره ګرمه خولۍ يې پر سر وه چې له امله يې څېره دومره ډارونكي ښكارېده چې چا ورسره د سترګو جنګولو جرات نشو كولاى.
د چپې سترګې له پاسه يې د ټپ يوه نښه وه چې څېره يې دهغه دومره وېرونكي كړې وه چې په لومړي نظر پرې سړي د پيري ګومان كاوه.
د ټولي سردار په همدې تګ راتګ كې و چې يو ناڅاپه ودرېد او ويې ويل چې كه موږ ښه مزل وكړو، نو په يو ساعت كې به اسكودر ته ورسېږو او بيا به تاسې هلته په ډېرو پيسو وركونكيو كسانو وپلورل شئ.
تاسې ژر ژر غسل وكړئ او نوې جامې واغوندۍ چې په خپل وخت د غلامانو بازار ته ځانونه ورسو. دا يې ووې او زما لور ته يې مخ راواړولو او زياته يې كړه چې آيا تاته نڅا درځي؟ زما خيال دى ته به ښه نڅا كوې؟
د دې خبرې په اورېدو مې له سره هوش وتښتېد، ويل مې كاش په كومه ځمكه چې ولاړه يم ښكته لاړه شي او زه په كې ډوبه شم، كاش اسمان راباندې راپورېوزي، په لړزانده اواز مې ورته ځواب وركړ :
يواځې په هغې نڅا پوهېږم كومه چې په ګورجستان كې مروج ده.
هغه په خندا شو او ويې ويل: بس ده!
بيا يې موږ ته وويل چې ځئ ځان تيار كړئ، ريښتيا هم موږ په يو ساعت كې اسكودر ته ورسېدو او هلته يې بيا هم موږ ته د غسل او نويو جامو اغوستو امر وكړ. كوم ځاى كې چې زموږ پړاو و دا د ښار تر ټولو ناولى او ګنده ځاى و. مسافرينو او توريستانو چې غسل ته به يې اړتيا وه همدلته د لارې پر سر به يې لمبل، هېڅ د پردې انتظام نه و، ټولو ښځو او انجونو به په ازاده فضا كې پرته له كومې پردې څخه د شنه اسمان لاندې پر ځمكه ودرېدې او غسل به يې كاوه چې د پهره دارانو نظر به پرې لګېده، كله چې ما لمبل، نو زما وفاداره نوكره يديز زما مخې ته ودرېده چې د خلكو نظر راباندې ونه لګېږي.
د يديز په دې كار مې په زړه كې ورته نور هم عزت او محبت پيدا شو، په ظاهره خو مې ورسره د دې خلكو په مخكې كومه اړيكه نه نيوله چې مننه ترېنه وكړم، خو په زړه كې مې بلا بلا دعاګانې كولې چې خداى مو دې يو له بل نه نه جدا كوي، چرته چې هم ځو چې يو ځاى لاړې شو، دا چې له پلورلو نه ورسته به څه كېږي پر هغې مې سوچ نه كاوه، څه چې خداى كوي ښه به وي، خو مګر يديز! له دې نه مې د بېلتانه تصور هم نشو كولاى.
شېبه وروسته موږ غسل وكړ، جامې مو بدلې كړې او ځان مو ښه تيار كړ، اوس راته حكم وشو چې نېغ د غلامانو بازار ته لاړ شو.
دلته په راتګ سره زموږ په ډله كې څلور تنه نور بنديان هم زيات شول، موږ په خپلو پښو روانې شو او ځانونه مو هغه ځاى ته چې د ساز او شور له امله پكې د سړي د غوږو پردې شلېدې ورسول، شور ماشور دومره زيات و چې خبرې سمې نه اورېدل كېدې، داسې معلومېده چې كومه مېله وه.
زموږ په هېواد ګورجستان كې به هم مېلې كېدې چې هر لوري ته به په كې ژوندون تر سترګو كېده ، هر ځاى به سوله او امن و، خو د دې ځاى كيفيت څه بل شانې و، دلته  قدم قدم كې روح خفه كېده.
موږ اوس يو لوى ميدان ته ننوتو او له هغې ځاى نه يوې لوړې چوترې ته پورته شو، دې ځاى كې د اسونو ليلامي شروع وه او لا يې پايته رسېدو ته يو ساعت پاتې و، موږ كېناستو او د خپل وار انتظار مو كاوه.
له دې وروسته زموږ له ډلې څخه يو ښځه پورته شوه او خلكو بولي پيل كړه، اخر په پينځه پونډو معامله وشوه، له هغې وروسته څو نورې ښځې پورته شوې هغوى هم څوك ارزانه او څوك قيمته، خو وپلورل شوې.
اوس ما ليدل چې زما ګرانه يديز يې راوسته او خلكو پرې بولي پيل كړه، د اسونو يو سوداګر راغى او په اتو پونډو يې وپېرله.
ليلامګرو زما د حسن په اړه ځمكه او اسمانونه تناب كړل او ډېر خلك يې زما پلورلو ته وهڅول، زما بدن لړزېده، اعصابو مې كار پرېښى و، سترګې مې ټيټې وې او دا توان راكې نه و چې پورته يې كړم.
له څلور پونډو نه مې بولي پيل شو او يو يو پونډ پورته كېده، بولي تر پېنځلسو ورسېده او يوه خاموشي خوره شوه، په همدې لړزانده بدن او نارامو اعصابو مې ليدل چې يو لوړ چاغ تور رنګى سړى زموږ د مشر خواته راغى او ورسره په خبرو شو.
نور بيا