ستا نو څه خيال دى
ته نو څه فكر كوې؟
چې ما دې ژوند كې ياره!
د هېرېدولو كوښښ چرې هم ندى كړى؟
نه، داسې نه ده كنه
ما يو ځلې نه بلا بلا كړى دى
خو ته په خدى باندې باور وكړه چې
د هېرېدولو توان دې
په ماكې نشته ياره!
په ماكې نشته ياره!
۱۳۸۶ ليندۍ ۱۰
01.01.2008
- سردارولي څرک
د تېرو شپو مې سحر داسې نه وپيكه به و خو مګر داسې نه و
دا چا بدرنګ ورباندې كوډي كړيدلبر خو داسې دلبر داسې نه و
بلا مستي وه بلا شور و پكېغلى خاموش مازيګر داسې نه و
ښار كې به هم جونې اوبو له راځيخو دا بمبه ده ګودر داسې نه و
دا خو په موږ باندې ودان شو كنهګنې پخوا پېښور داسې نه و۶،۱۲،۲۰۰...
16.01.2008
- سردارولي څرک
كله مې چې د (يديز) دا خبرې واورېدې نو سترګو ته مې اوښكې راغلې، ځكه دې دا مهال هم ځان زما وينزه بلله او اوس يې هم ماته د بادارې په سترګه كتل.سرله دې چې په دې نړۍ كې د وفا تش نوم پاتې دى خو بيا هم پر دې نازكې جنۍ خدى پاك دغه نعمت پېرزو كړى دى.ما ورته وويل چې زما ګرانې يديز! څه چې كېږي دخدى رضا به وي، موږ يې د رضا پر خلاف هيڅ هم نشو كولاى، موږ بايد پرې باور ولرو او دعا او زارۍ ورته وكړو.يديز ټيټه شوه پر پښو يې راته سر كېښود تر څو ښكل يې كړي چې له سترګو يې اوښكې وڅڅېدې...