د تېرو شپو مې سحر داسې نه و
پيكه به و خو مګر داسې نه و
دا چا بدرنګ ورباندې كوډي كړي
دلبر خو داسې دلبر داسې نه و
بلا مستي وه بلا شور و پكې
غلى خاموش مازيګر داسې نه و
ښار كې به هم جونې اوبو له راځي
خو دا بمبه ده ګودر داسې نه و
دا خو په موږ باندې ودان شو كنه
ګنې پخوا پېښور داسې نه و
۶،۱۲،۲۰۰۷
01.01.2008
- سردارولي څرک
لېونى كېږمه دلداره راشهمړ شومه مړ له انتظاره راشه
بغير له تا مې پكې ساه ډوبېږيكلي ته يو ځلې خو ياره راشه
درنه به هېره شي ښكلا د كابليو ځل، خو ته تر ننګرهاره راشه
مونږه دې هم كړى بلا انتظارزمونږ چم ته هم بهار راشه۲۸،۱۱،۲۰۰۷...
01.01.2008
- سردارولي څرک
ستا نو څه خيال دىته نو څه فكر كوې؟چې ما دې ژوند كې ياره!د هېرېدولو كوښښ چرې هم ندى كړى؟نه، داسې نه ده كنهما يو ځلې نه بلا بلا كړى دىخو ته په خدى باندې باور وكړه چېد هېرېدولو توان دې په ماكې نشته ياره!په ماكې نشته ياره!۱۳۸۶ ليندۍ ۱۰...