جوار بمبل و ، په نږدې ساحه کې ترې څوک نه ښکاريدل، د پټيو پولې هم له وښوو ببرې او بېګانۍ پرخه لا ترې لمر نه وه لوټلې ، دمړه زانو اوازونه له څو پټيو وړاندې اورېدل کېدل، دفصلونو په مينځ کې په نريو پولو مې ځان دکوډګي کلي دحسنو ادې دېرې ته ورساوه .
دېره په همدې سهار تازه پړه شوې او ښه يخه وه ، ښکينې شمال دتوتانو او غوزانو دنيالګيو تنکۍ څانګې او شنې پاڼې په منظمه توګه يو په بل پسې نڅولې .
عبدالله جان اکا له دېرې لاندې د دويم پټې پولې رېبلې وې او څارويو ته يې ښه پنډ واښه برابر کړى و. د وښو پنډ يې کشر لمسي په شا کړ او دى ورپسې لور په لا س دېرې ته را وخوت، له روغبړ او حال احوال وروسته، اکا يوه شېبه د خپلو هغو مړه زانو غاړو ته ودريد چې د توت په نيالګي کې په دوو کتارونو کې راځوړند او په رنګا رنګ ټو ټو پوښلي پنجرو کې يې غاړې کولې.
له کاله څخه د چايو سبا نارى هم راووت، عبدالله جان اکا هم له سګريټ څخه چې د ښې لاس د خچو ګوتو ترمينځ يې کلک نيولى و، د وروستي ځل لپاره يې ورته لاس ښه موټى کړ او د زړه له خلاصه يې کش ور کړ، د سګريټ فلټر يې د روانو اوبو ډک لښتې ته ګوزار کړ.
لا مو سبا نارى نه و خلاص کړى چې حسنو ادې د خپلې مشرې لور او کړوسيانو په بدرګه له کاله راووته او په خپلو وړو او زړو قدمونو دېرې ته راغله. په دېره کې د لرګيو په پراته تخت کېناسته، له رنځورو سترګو يې اوښکې روانې وې چې د تور کتان ټيکري په پيڅکه يې شېبه، شېبه وچولي.
حسنو ادې د مرحوم حاجي سخي جان کډه، د اګام ولسوالۍ، د لنډيخيلو ولس د کوډګي کلي اوسيدونکي ده، چې په نږدې او خوا وشا سيمو او کليو کې تر ټولو پخوانۍ او د زيات عمر ميرمن ده، خو پدې عمر کې لا امساء ته نه ده اړ شوې، سترګې يې هم ښه کار کوي، پنځه وخته لمونځ، د شپې تهجد، او د سهار د څاښت لمونځ په ولاړه کوي. يو کال مخکې يې سترګو څه رنځ پيداکړى و، خو اوس بېرته ښې شويدې، يواځې يو څه اوښکه کوي، خپل لمسيان، کړوسيان او نور خپل، خپلوان کليوال او د ولس او وطن خلک هر يو بيل، بيل پېژنې. نوموړې ته د نږدې يوې نيمې پېړۍ عمر په تېريدلو سره اوس هم ډېرې پخوانۍ کېسې په زوَ ر او زِير يادې دي. د دې سيمې د ډېرو پخوانيو مشرانو چې اوس د خلکو په مينځ کې نشته لمسيان او کړوسيان يې د پاخه عمر خلک دي، خو حسنو ادې ته يې نومونه ورتلل او دې به په خپلو کېسو کې هلکان بلل، چې ټول خداى بخښلي د حسنو ادې په مخ کې پيدا او پناه شويدي، خو دا لا د ژوند څکه کوي، په خپلو پښو ګرځي ، ښه پوره خوراک کوي، په خبرو کې نه ستړې کيږي، لا د څو لسيزو نور عمر تمه هم ورته کيدى شي، خوکه د څښتن تعالى خوښه شي او رزق يې پاتې وي .
حسنو ادې چې څه له پاسه يو مېتر قد لري د خولې څنګونه يې خوړل شويدي، په خپلو خبرو کې شيبه په شېبه خداى ( جل جلا له ) يادوي، په پاسينۍ شونډه يې د برېتو په ډول سپينه ليكه اوس اوس راپيدا شوې، په خوله کې اېله يو غاښ لري چې دا ورته ډېره خوشاله ده او وايي چې پوره ګوزاره مې پرې روانه ده، په خوړو کې مرچک ډير خوښوي چې تر اوسه يې زيات خوري، مستې، شړومبې او د وريجو او شړومبو اوګره يې ډېره خوښيږي.
له حسنو ادې چې مې د عمر پوښتنه وکړه، نو هغې له ساړه اسويلي وروسته وويل چې : ((خداى مې دې غاړه نه بندوي د امير شيرعلي خان په وخت کې پنځه کلنه وم. ))
او نوره يې پسې د خپل پلار کېسه داسې را واچوله چې پلار يې معين الدين خان چې د سره رود ولسوالۍ و او مور يې (مير نساء) هم د همدې ولسوالۍ وه، خو پلار يې د دولت عمري نوکر و، له نوکرۍ نه په خلاصيدو مجبور شو چې په آس يې کينوي او پېښور ته لاړشي، په وينا يې هغه وخت دا (پاکستان ماکستان) نه و، خلکو ورته پېښور ويلي. پلار يې هلته له يوخان نه څه ځمکه په د هقانۍ ونيوله ، څه موده وروسته يې پلار مړ شو، او مور يې سره رود ته د پلار ورونو ته چې ددې ترونه کيدل خط وليکلو چې مېړه يې مړ شو او يتيمان ورته پاتې شول، دا خواره څه وكړي ؟ ((خو دا زما... لکه هندوان داسې و، بېرته يې د خط جواب راغلو چې نه مو مړه پکار ده او نه ژوندۍ.))
نوموړې وايي چې هلته په سره رود کې يې اوس هم دپلار ځمکه شته خو دتره زامنو يې پرې خېټه اچولې، مور يې هم نا اميده شوه، خو هغه خان چې دوى ورسره اوسيدل هغه سينه وډبوله چې تر څو ددوى ريښتينې وارثان نه وي پيدا شوي نفقه او نور مصارف به يې دى په غاړه اخلي.
پدې وخت کې هلته د پرنګيانو پاچاهي وه، او د ښځې حکومت و، هغه ښځه چې هلته يې پاچاهي کوله ((ميمه)) نوميده، تړل هم د ښځې په لاس و، او خلاصول هم د ښځي په لاس و. نوموړې زياته کړه چې هغه مهال پيښور ته تګ راتګ په غوايانو او څارويو و: ((مونږ يې چې له پېښوره راوستلو نو دغوايي پر ملا يې يو خوا ، او بل خوا کالي وتړل او دهغې په مينځ کې يې مونږ راکينولو.))
که څه هم حسنو ادې په خپلو خبرو کې څو ځله د امير شيرعلي خان نوم واخيسته چې د هغه په وخت کې پنځه کلنه وه، خو د لميسانو د حساب له مخې ښايي دا د امير عبدالرحمن خان په وخت کې د دومره عمر وه، ځکه چې د امير حبيب الله خان د دورې په شمول او له هغه وروسته ټولې پاچاهۍ يې ټکې په ټکې يادې دي.
ادې د امير حبيب الله خان د وخت کېسه کوله چې د امير پوځيان به په آسونو اګام ته راتلل، يو ځاى او بل ځاى به يې سپينې خيمې درولې او خپل آسونه به يې پرديو شوتلو کې خوشي کول، چا ورته څه نه شو ويلى چې دا آسونه مو در وتړئ. د هغې وخت حکومتونو له خلکو زړونه ويستلي و، او د اوسنيو خلکو پشان هغه خلک ويښ نه و.
همدارنګه ادې د حبيب الله له دورې دا حکومتونه را کتار کړل چې ټولې ښې کراره، او بې غمه پاچاهۍ وي، خلک ډېر صادقه و، خو لمونځونه يې نه کول او نه د لمونځونو په کېسه کې و. ادې زياته کړه چې د امير امان الله خان په وخت کې خلک د منګلو جنګ ته ووتل چې بېرته يې لس نفر بانډې کلي ته مړه راوړل، درې تنه يې مده خيلو ته او يو نفر چې نايب خان نوميده د شريف وراره و، ښځه يې هم ورته کړې وه، پچيرۍ وه چې کونډه ترې پاتې شوه.
پخوا به انجونې وړې ودېدلې، خلک غريب و، دومره ولور، د واده جوړې او دا خوراکونه او کيسې نه وې، ډېر ساده ژوند او ساده خلک و، ډېر پدې کېسو، ميسو نه پوهيدل. حسنو ادې هم د خپل هماغه ساده ژوند او ساده واده کېسه خپله داسې کوي: ((خداى مې دې غاړه نه بندوي چې لس کلنه به وم چې واده شوم، هغه دويم وار غاښونه مې د همده په کور كې وشول، زه يې ډېره وړه کړې يم، سل روپۍ يې زما ورور ته ورکړې وې، سل روپۍ هم نه وې، يو څادر و چې په مريو جوړ شوى و، هغه يې زما ورور ته ورکړى و، واده، ماده څه شى نه و، ورکې که خو ... )
نوموړې خپلې رنځورې سترګې يو ځل بيا د ټيکرې په پيڅکه پاکې کړې او زياته يې کړه چې نه يې خواښې وه، نه يې خسر و، (خداى پاک دربار يې پاک) په ټول کور کې يو کنډول و او يوه تور ونګ کوزه وه، چې په وينا يې هغه يې هم نه شوه پورته کولى چې له کوهي به يې راډکه کړه، بيا به يې په ځان پسې راکاږله، سينې ته يې نه شوه پورته کولى.
داچې پخوا هم د خوراکونو همداسې پريماني وه ؟ ! خلکو به څو وخته خوراک کاوه ؟! دا خورم او دا نه خورم .. . حسنو ادې خپل حال راته داسې وايي: ((نه وې ... نه وې ...بچيه ! خداى که چې ژمى به شو دې پتير ته به مې دوه منه ، يا درې منه غنم به مو ساتلي و، هغه بم وړه کړه، خاوند ته به مې ( ګډلى ) پخولو چې غره ته به تلو ... چې خمبېره به ورکه شوه کنه ! بيا به ټول ولس کې نه پيدا کيده.))
نوموړې زياتوي چې هغه وخت دا سوډاګانې او بلا بتر نه و، ټول کلي کې به خمبېره نه وه، بيا به دوى دا پياز يا د ګوړې کومه ټوټه دوه ورځې په لمدو وړو کې کېښوده، هغه به خمبيره شوه ... کله به چې د اوړې غنم را ووتل نو ډوډۍ به پيدا شوه.
ادې د هغه وخت د رژو كسه راته په يوه متل پيلوي او وايي : (([پياز پګړۍ تړي په غزا ځي]، بچيه ! په روژه کې بم شنو پيازو سره جوارى خوړو، (روټې) مو خوړلې، غټې، غټې ليشکې به پکې وي، او چې دا سې اوربشې لکه دا اوس چې دي، دا مونډۍ، که داسې وربشي هغه وخت وى، مونږ به شکر ويستلى وى، دا وربشي بم په کټو کې نينې کړې، بيا بم له بغريو وويستلې، چا به ژرندې ته وړې او مونږ غوندې خوارانو به له مېچنو نه دلولې.))
چى(چاى) چې دمګړى ډيرى خلكو په ځان فرض عين ګرځولى چې درې وخته ډوډۍ نه وروسته به يې خامخا څښي، ميلمه ته يې راوړي، ستړيا پرې وباسي او يا ورباندې د نيمي شپې بنډارونه تودوي، ايا هغه وخت كې هم خلكو څښلو كنه په اړه يې حسنو ادې وايي: (( خداى دې خير درکړي ... چاى، چا پېژندلو؟ چاى نه و ... دا د لښتيو په غاړه به مو ويلنې را وکى او هلته زمونږ يو شاه توت و، هغه بم را وکى ، دا بم يو ځاى کړل، و بم ټکول، او د روټې په سر بم واچول، دا زمونږ خوراک و، ټوله ورځ کې مو يو ځل خوراک کولو، دا درې او څلور وخته خوراکونه نه و.))
ادې له يو ساړه اسويلي وروسته بيا له ناروغو سترګو اوښکې پاکې کړي او زياته يې کړه چې اوس د خداى مهرباني ده هرڅه زيات دي، قسماقسم نعمتونه شته، هغه وخت هيڅ هم نه و، خو خوشالي ډېره وه، غم چا نه پېژندلو، اوس خو هرڅه ډېر دي، خو خوښي نېشته، خوشالي نيشته.
ادې بيا په خپلو رپيدلو لاسونو خپل تور ټيکرى په سر سم کړ، د خولې وښکې يې د ښې لاس په غټه او شهادت ګوته پاک کړل، ماته يې کړه چې په خداى چې هغه وخت يې کچه ماچو په جوارى اچولو او خوړولو يې خو خوشاله وو.
حسنو ادې دوه زامن او اووه لوڼې درلودې، زامن يې دواړه په ماشومتوب کې مړه شوي دي، د نورې اولادې په اړه مې د حسنو ادې له لمسې راج محمد څخه چې د سر ويښته يې ټول سپين او ږيره يې نيمه توره او نيمه عمر خوړلې (سپينه) ده، پوښتنه وکړه چې د ادې ټوله اولاده به څومره وي؟، هغه دخپلې سمې او اټکلي شمېرنې له مخې راته وويل: ((د ادې د اوو لورګانو په ګډون نږدې ( 300 ) تنو ته د هغې اولاده رسيږي.))، خو که د ادې له لمسيانو تير شو چې څومره لمسيانو يې ودونه کړي؟ يا واده شويدي، او کړوسيانو ته يې راشو، نو د راج محمد د حساب له مخې نږدې پنځلس کړوسيانو (نر او ښځه) يې ودونه او بې شميره يې بې ودونو لا پاتې دي چې خپلو نصيبونو ته ګوري.
راج محمد وويل چې د ادې لمسيان اوس د لمسيانو خاوندان دي چې د ادې کوديان کيږي او شمېره يې نږدي لسو ته رسيږي، نو حسنو ادې اوسمهال دلسو کوديانو او بې شميره کړوسيانو او لمسيانو مشره نيا ده.
که ژوند ورسره ياري وکړه، نو څوکاله وروسته به د (پرديانو) خاونده هم شي او هغه د چا خبره ( د دوزخ اور به پرې حرام شي.)
د لنډيخيلو د ولس يو تن سپين ږيرى (ولي جان ماما) چې په خوله کې يې غاښونه نشته او د ډير عمر برېښي د مرکې پر مهال دېرې ته يو ناڅاپې راغى، کله مې چې له هغه نه د حسنو ادې د عمر په اړه وپوښتل هغه وخندل او راته يې کړه چي : ((مړه ته هم عجيبه سړى يې، حاجياڼۍ د چا ياديږي چې د څو کلونو ده، زما مور له ماڼو نه همدې حاجياڼۍ را واده کړې ده.))
د لنډيخيلو يو بل پخوانى سړى (حاجي جمال خان) چې خلک يې ډير پخوانى بولي، د هغه له لمسي مجاهد نه مې د هغه د نيکه په اړه وپوښتل چې نېکه دې څه وايي چې حاجياڼۍ مشره ده که نيکه دې؟ هغه هم وخندل او راته يې وويل چې نيکه يې کېسه کوي چې دى ماشوم وم او کله به يې چې ژړل، نو حسنو حاجياڼۍ به غلى کولو، دا هغه وخت واده شوې وه او غټه ښځه وه.
د حسنو ادې له خبرو او کېسو که را واخلو چې نوموړې وايي (دامير شيرعلي خان په وخت کې پنځه کلنه وم) نو نوموړې نږدې ( 180 ) کلنه ده، خو د لمسيانو د حساب له مخې او بله دا چې حسنو ادې ته د امير حبيب الله خان له دورې را ديخوا پاچاهۍ پوره ياديږي نو ويلي شو چې هغه اوس د ( ١٣٥ – ١٤٠ ) کلونو په شا اوخوا کې عمر لري.
حسنو ادې ډېره دينداره او د خلاص لاس لرونكې ښځه ده، نوموړې د داود خان د پاچاهۍ پر مهال د حج مبارکه فريضه اداء کړې وه.
د نوموړې د دومره قوي حافظې، ښه ذهن او صحت راز هم زما په اند د خداى (جل جلا له) په عبادت کې دى،ځكه نوموړې پنځه وخته فرض لمونځ، د شپې او څاښت لمونځونه نه قضا کوي، بلکې په ولاړه يې کوي.
حسنو ادې د پښتنو هغه ناوړه دود چې د لور او خور په ميراث سترګي پټوي، او د ميراث ورکول عار او شرم ورته ښکاري، او همدارنګه په لور او خور پيسي اخيستل يو بد کار وګاڼه او بد يې پرې وويل، او زياته يې کړه چې دې څو ځلې خپلې لورګانې راټولې کړې دي، هرې يوې ته يې خپل حق ښودلى دى او خپل ځان ته يې هم (اتمه) برخه ځمکه بيله کړې چې دا به د دې ګور او کفن وي: (( له مرګه وروسته به راپسې دوه غوايان او څو منه وريجې خيرات کوي چې جنازې ته راغلي خلک يې وخورې او ماړه لاړ شي.))
حسنو ادې قسم خوري چې دې په يوې لور هم پيسي نه دي اخيستي، څه چې ورته مېړونو کړي هماغه يې دي، دوى ورته نه کالي کړي او نه بل څه او نه يې دوى ته زومانو کوم نارى يا ميملستيا کړې، مېړه يې دې خداى وبخښې هغه به ويل : ((ځان په هغې دنيا کې پدې ناولو روپيو نا داغم.))
سربېره پر دې حسنو ادې په ژوندانه يو جومات، لويې لارې ته ځاى او يوه څاه کيندلې چې (صدقه جاريه) وي او ثواب يې دې ته ورسيږي. په پاى کې ادې داسې دوعا وکړه : ((ټولو هغو چې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم کليمه يې ويلي وي خداى ( جل جلا له ) دې ورسره ښه وکړي، الله ( جل جلا له ) مو دې د کافرو له طبقې خلاص کړي، طالبان دې خداى ( جل جلا له ) خپل ځاى ته بوځي، دا کافر دې خداى ( جل جلا له ) خپل ځاى ته بوځي. خداى (جل جلا له) دې مونږ پدې نه ګناهګاروي.))
عبدالله څار