السلام عليكم !
ړومبى خاص خاص خبرې:
ستاسې له لوري مې ليك تر لاسه كړ چې ته د واده لپاره ډېر ناكراره يې. د ليك ليدو سره مې مور وپتيله چې له سعودي عربستان نه راته  د سرو زرو ګاڼې او له هندوستانه راته كالي را وغواړي، خو پلار مې چې لا  له وړاندې ور سره چندان ښه نه دى ضد كوي چې هرڅه به د خپل كلي په بازار(خوشګنبد) كې پېري.
تفصيلي خبرې له يوې خندا نه وروسته.
ګرانه راتلونكيه خاونده! ما چې ستا له لوري په ليك كې د واده دومره خوشالي وليده، نور ارمان مې وكړ چې كاش څو كاله وړاندې مو واده كړاى واى.
خو، ځه خير ، مور دې احوال را استولى چې راتلونكې اونۍ به د واده د نېټې معلومولو لپاره زموږ كور ته راځي. ته پوهېږې د دې خبرو په اورېدو زه اوس په زمكه نه په هوا ګرځم، خو يوه وېره راسره ده او هغه دا چې خداى مه كړه زړه نيا مې چې د ګور په غاړه ده مړه نه شي( لږ تر لږه تر واده پورې)
ګرانه! د كور ټول غړي د واده لپاره په ښه شور سره تابيا نيسي، مور مې ماته د عربستان نه د سرو او هندوستان نه د كاليو را غوښتو اراده لري، خو پلار مې ضد كوي چې نه هرڅه به د خپل وطن اخلم او د دې لپاره يې نيت كړى چې د خوشګنبد ښار ته لاړ شي او دا هرڅه وپېري، دغو ناندرو نږدې ۴۸ ساعته ونيول نيږدې وو چې خبرې د جنګ جګړې رنګ خپل كړي، خو له نېكه مرغه  مشر ورور مې يو ناڅاپه  له مزار شريفه راغى او دوى يې سره بېل كړل كه نه  زموږ د كور د ډېرو شيانو د ماتېدو امكان وو.
يوه بله خبره : سرخرود نه مې د ترور مسيج راغلى چې له واده دوه اونۍ مخكې به له خپلو يو نيم درجن ماشومانو سره راځي. او نيت يې كړى چې دوه مياشتې به له موږ كره تېروي چې د دې خبر په اورېدو سره دمګړۍ ته د كاله دټولو لويو وړو شونډې بوڅې دي.
 اوس هم د موسم حالات:
په كور كې موسم داسې دى چې هر خوا ته د مور قهر جن غږ خپور دى او د پلار په شمول مې د كور ټول غړي مړاوي غوږونه د واده په تابيا بوخت دي.
ګرانه اشنا! د دې حالت په ليدو سره هر لوري ته د واده د ډول او سورني اوازونه اورم او له خوشالۍ په كالو كې نه ځايېږم، نو و مې غوښتل چې ليك در واستوم او له ځان سره دې په دې خوشالۍ كې شريك كړم.
ګرانه! مور مې راورانه ده، مخكې تر دې چې د جارو وار مې په سر وتپل شي خپل ليك پاى ته رسوم،انشاء الله ډېر ژر به سره وګورو، د اوس لپاره د خداى په امان.
ستا راتلونكې مېرمن