تېره اونۍ چې جلال اباد ته تللی وم، نو ګران ورور سردار ولي څرک پرته له دې چې له مانه و پوښتي، وويل چې ما خپله ټوله شاعري راټوله کړې ده. د چاپ اراده يې لرم او  ته به پرې ليکنه کوې.
سبا ته چې مې بريښنا ليک پرانيست، نو د څرک ډيزان شوی کتاب مې په کې وموند. په چرت کې لاړم، له ځانه سره مې وويل چې ته په کوم جرئت د شعر په کتاب ليکل کوې. په شعر ليکل خو د شعر پوهانو کار دی نه د شاعرانو. په نه زړه مې د کمپيوټر په پاڼه کتاب پرانيست او د سردار ولي څرک د شعر ونو په لوستلو مې پيل وکړ. يو غزل مې ولوست چې ډېر خوند يې راکړ او همداسې مې نور غزلونه يو په بل پسې لوستل چې ګوتې مې پرې يو څه ليکلو ته وتخنېدې.
د څرک صاحب د شعرونو ژبه دومره روانه  او خوږه ده چې لږ لوستی کس پرې هم پوهېدی شي او خوند ترې هم اخيتسې شي. تر ډېره يې د کلي او ولس ژبه په ډېر مهارت سره کارولې ده. د ډېرو هغو زړونو استازيتوب کوي چې د سردار په څير مين وي.
لطيف ننګرهاری چې تازه يې د پښتو موسيقۍ د غنامندۍ له پاره مټې رانغښتي دي. د ده  له خولې دا غزل  چې:
ته چې بنګړو ته ورکړې شرنګ دلبره
قسم دی ما به کړې ملنګ دلبره
په ما ډېر ښه لګيده خو چې غزل به بې مقطع خلاص شو سوال به راته پيدا شو چې اخر د دې ښکلي غزل شاعر څوک دی.بيا به مې ځان ته په دې تسل ورکړ چې ځه خو د کوزې پښتونخوا د نوموړو شاعرانو څخه به د چا غزل وي. خو کله چې د څرک شاعري ما لوسته نو دا غزل د څرک صاحب راوخوت. له زړه مې ورته داد ورکړ. او بيا مې د کوزې پښتونخوا تغزل ته پام  واوښت. دا جوته خبره ده چې تغزل د کوزې پښتونخوا په شاعرۍ کې ښه پرېمانه ليدل کيږي اودا هم د هېرولو نه ده چې د ننګرهار د ځوانو شاعرانو په شاعرۍ کې هم ښه پرېمانه تغزل موندل کيږي. شايد وجه يې دا وي چې د ننګرهار او پېښور د شاعرانو ژبه او اصطلاحات ډېر سره ورته والى لري. ځکه خو د ننګرهار د ځوانو شاعرانو، په تېره بيا د سردار ولي څرک شاعري له تغزله ډکه ده.

 زه په دې باور يم چې څرک خپلې روماني شاعرۍ ته تغزل د کوزې پښتونخوا نه، ژبه له خپل ولس او مينه او عاطفه له خپل مين زړه نه را اخيستې ده او په ساده ګۍ کې يې رنګينه شاعري خپلو لوستونکيو ته ورکړې ده. دا چې تغزل يې د کوزې پښتنونخوا نه اخيستی دی، څرک صاحب هم جانانه اعتراف کوي:
څه د حمزه څه د خاطر خواږه دي
زما غزل کې د خيبر خواږه دي
که په يوه کلي کې د يوه مين مينه کډه وکړي، څه فکر کوئ چې د مين به څه حال وي؟ راځئ چې همدا خيال د سردار ولي څرک په دې لاندې بيت کې وګورو چې څومره ښکلی يې انځور کړی دی.

له ما دې ژوند له مادې شور وړى دى
تا چې زموږ له کلي کور وړى دى

دا لاندې بيت يې هم د يوه داسې ښکلي قيامت انځورګري کوي چې  هر مين به يې په خپل ذهن لمبې خورې ګڼي.
شي به لمبې له شنه ګودره پورته
جنۍ له ځانه سره اور وړى دى

د څرک صاحب د شاعرۍ مضمون ګرد سره مينه او عاطفه ده. په شاعرۍ کې يې تر ډېره حده ښکلې محاورې او اصطلاحات هم په ډېرې هنرمندۍ کارولي دي. يوه پيښورۍ اصطلاح  ده چې ((کار به راله وګورې.))  دغه اصطلاح يې په څومره ښکلې انداز کارولې ده.
ما ته چې خواږه ګورې
کار به راله وګورې.
 دا د لنډ بحر غزل دی اوتر پايه يې د دې غزل اوډنه په ډېر ښه شان سره کړې ده. د څرک صاحب ډېرې غزلې يوولس څپه ييز بحر لري خو تر څنګ يې د اووه څپه ييز بحر غزلونه هم دومره ښکلي اوډلي دي  چې له تخنيکي لحاظه ستونزه نه په کې پيدا کيږي. او خيال يې هم په ښه توګه په کې ځای کړی دی.
په غزل کې د رديف او قافيې پخلاينه ډېره اړينه وي. څرک صاحب دا اړتيا محسوس کړې او تر ډېره يې په خپلو غزلونو کې د رديف او قافيې پخلاينې ته توجه کړې ده.
همدا رنګه څرک صاحب د غزلونو روانۍ ته هم ډېر پام ساتلی دی. هره مسره او هر بيت يې دومره موزون راوړی دی چې په يوه وار لوستو هم د لوستونکيو په ذهن کې خوندي کيږي. چې زه خو يې د څرک صاحب کمال ګڼم... بله ځانګړنه يې دا ده چې ډېرې غزلې يې د موسيقۍ په پردو کې په اسانۍ سره ځايدی شي.

د څرک صاحب په غزلونو کې  پريمانه ښکلي بيتونه موندل کيږي، چې بيا بيا په لوستو ازري.

په درنښت
بازمحمد عابد
کابل، د زرداد سرای
٢٠٠٩/٠١/٠٤