شيخ منظور:
مننه نايك صيب!
موږ ستاسې جادوګر تقرير اورېده، چې په حقيقي او منطقي دلايلو ولاړ و او د اسلامي دعوت په ضد د دښمنانو خوله ماتونكى ځواب مو وايه _
اوس د دې ناستې دويمه برخه( پوښتنې او ځوابونه)) پيليږي، هغه ښاغلي چې پوښتنې كول غواړي، د مايك مخې ته دې په ليكه كې ودرېږي_
دويمه خبره دا چې د ډاكټر صيب ذاكر نايك غوښتنه ده چې دوستان بايد د موضوع اړوند پوښتنې وكړي، خو غير مسلم ورونه او خويندې له موضوع بهر هم پوښتنې كولاى شي.
اوس هم د پوښتنو او ځوابونو برخه پيلو:
لومړۍ پوښتنه به هغه ښاغلى چې د مائيك تر شا دې وكړي، او همداسې به ستاسې له منځه نورې خويندې او ورونه پوښتنې كوي، او په دې طريقې به دغه لړۍ پيل شي.
كه كوم غير مسلم ورور يا خور كومه پوښتنه كول غواړي لومړى دې هغه مخې ته راشي!
پوښتنه: ذاكره وروره! السلام عليكم
شيخ منظور: ته غير مسلم يې؟
پوښتونكى: نه زه الحمدلله نوى مسلمان شوى يم...!
رښتيا هم اسلام د انسانيت لپاره رحمت دى او زه دلته ټولو ورونو او خويندو ته او ذاكر صاحب ته سلامونه وړاندې كوم.
ذاكر صيب! لكه څنګه چې تاسې وويل چې رسنۍ اسلام تر پښو لاندې كوي، دا خبره بلكل سمه ده، تاسې ټولو مسلمانانو ته څه پيغام وركول غواړى چې موږ ټول يو ځاى د غه حالات څنګه ښه كولاى شو؟ زما هم اردو يو څه كمزورې ده، ځكه زه ځينې الفاظ په انګرېزۍ وايم، نو ته پاتې مسلمانانو ورونو ته څه پيغام وركول غواړې؟
ډاكټر ذاكر نائيك:
ګران ورور پوښتنه كړې چې رسنۍ د اسلام د بدنامولو او په اړه يې ناسمه پروپاګنډا كوي، نو مسلمانان بايد څه وكړي؟ لكه څنګه چې ما پخپل تقرير كې و ويل: موږ بايد ونه ويرېږو، اكثر موږ يرېږو، موږ بايد بې زړه توب او يره ايسته كړو او د اسلام سم تعليمات خلكو ته ورسوو.
د ډېر افسوس خبره ده چې موږ مسلمانان له رسنيو څخه لرې پاتې يو، كومې رسنۍ چې له موږ سره دي هغه يوازې مسلمانان ګوري، يا اوري، موږ بايد د رسنيو ډګر ته را ودانګو، موږ ګورو چې په هندوستان كې څومره د مسلمانانو رسنۍ دي هغه په اردو ژبه دي او اردو ژبه يوازې مسلمانان لولي، كه غير مسلم خلك يې لولي د هغوى شمېر له څو فيصدو څخه زيات ندى، موږ بايد په نړيوالو ژبو چاينلونه، مجلې او اخبارونه ولرو، نن سبا نړيواله ژبه انګريزي ده، موږ څومره په انګرېزۍ ژبه خپرونې لرو؟ هيڅ هم نه!!
څومره چې هم نړيوالې رسنۍ دي، نيوزويك، ټايمز، بي بي سي، سي اين اين....، دا ټول د غير مسلمو دي، موږ يوه هم نه لرو، موږ بايد د داسې رسنيو له لارې خلكو ته ديني خپرونې خپرې كړو او د خلكو بدګومانۍ لرې كړو _
موږ يو نړيوال چاينل هم نه لرو، موږ ډېر واړه يو، كومې اسانتياوې چې لرو هغه ډېرې كمې دي، خو بيا هم چې څه په لاس كې لرى، د الله د نوم په يادولو كار پيل كړئ، الله به درسره مرسته وكړي.
اته، نهه كاله دمخه موږ نړيوالو چاينلونو ته په انګرېزۍ او اردو ژبو وړيا پروګرامونه جوړول چې ډېرى به يې په انګرېزۍ ژبه وو.
د شپږ كالو راهيسې مو مختلفو (ETV,ETC) او نوورو چاينلونو ته هره ورځ نيم ساعت وړيا پروګرام جوړاوه او په همدې طريقې مو خپل كار پيل كړ.
څو مياشتې دمخه، په جنورۍ كې مو د Peace TV په نامه يو چاينل جوړ كړ چې يو ځانګړى انګريزي چاينل دى، خو يو څو ساعته اردو خپرونې هم لري، الحمد لله دغه سټلايټ چاينل(Peace TV) نن سبا د نړۍ په ډېرو هېوادونو او ښارونو(اسيا، اروپا او افريقا) كې ليدل كېږي چې ډېر ژر به په امريكا كې هم وليدل شي، انشاء الله په يوه كال كې به دننه، دننه ټوله نړۍ كې پيس ټلويزيون (Peace TV) ليدونكي ولري.
دا يو وړيا ....... چاينل دى چې ډيرى خپرونې يې په انګرېزۍ ژبه دي، ځكه چې زموږ پروګرام كله په نورو چينلونو خپريږي، نو ډېر غير مسلم وګړي يې ګوري او ګټه ترې اخلي، د دې پروګرام د ليدو وروسته يې په زړه كې د اسلام په اړه غلط فهمى لرې كېږي، پدې خاطر اړتيا ده چې دا ډول څو نور چاينلونه هم بايد واى، خو يوه خبره بايد په ياد ولرو، كله چې هم موږ كوم پروګرام جوړو، هغه كه په هره اندازه وي بايد معياري يې جوړ كړو، په نړيوال سټنډرډ يې جوړ كړو،
الله تعالى فرمايي: په هر مسلمان فرض دى چې غير مسلمو ته د اسلام دعوت وركړي او د دوى غلط فهمۍ لرې كړي، دا د خلاصون لاره ده، او دا رسنۍ، دا يوه داسې طريقه ده چې له لارې يې لكونو او كروړونو كسانو ته رسولاى شو، هيله ده چې پوښتنه دې ځواب شوې وي _
شيخ منظور:
دويمه پوښتنه دې د ميك مخې ته چې څوك دى وكړي _
زه له خپلو رضاكارو څخه هيله كوم چې لومړى غير مسلمو ورونو ته وخت وركړي _
پوښتنه:
زما نوم راج كمار دى، يو وړوكى شان كاروبار لرم، ما څو ځله قران كريم لوستى دى، تا چې د سورة توبه كوم ايات ولوست، هغه دې نيمايي ولوسته، پدې كې راغلي چې كله هم چرته كافر وينې نو وه يې وژنه، خو كله چې لمونځ وكړي يا روژه ونيسي(مسلمان شي) نو بيا يې پرېده.
او دويمه خبره دا چې يو ايات كې راغلي دي چې اى مسلمانانو! تاسې له يهودو او عيسويانو سره دوستي مه كوئ، كه څوك ورسره دوستي كوي، د همغوى له ډلې څخه دى، دغه ايات زما له نظره د انسانيت پر ضد دى؟
ډاكټر ذاكر نائيك:
محترم ورور پوښتنه كړې، چې ما د سورة توبه پينځم نمبر ايات نيمايي ولوست، او دې كې راغلي دي چې هغه، هغه وخت پرېده چې لمونځ وكړي او روژه ونيسي _
ورور چې كومه خبره كوي، زه ورته د ټول ايات حواله وركوم، كه ته ټول ايات ولولې، نو ته به سم شاليد ترلاسه كړې، لكه څنګه چې ما پخپل تقرير كې ووې: د سورة توبه په پنځم نمبر ايات كې الله تعالى د مكې مشركينو ته د سمېدو (اصلاح كېدو) لپاره څلور مياشتې وركوي،كه نه نور ورسره د جنګ اعلان دى، او همدې د جنګ ميدان كې امر شوى چې چرته هم ته مشركين ګورې نو وه يې وژنه، خو كه كله له خپلو كارونو پښېمانه شي، يا بخښنه وغواړي، لمونځ وكړي، روژه ونيسي، زكات وركړي، نو پرې يې ږدئ، يعنې كه هغوى اسلام قبول كړي، يا يوازې سوله وكړي، نو پرې يې دئ.
- كه بخښنه وغواړي، يا اسلام قبول كړي، نو بيا يې پرېدئ.
- كه اسلام قبول نه كړي، خو بيا هم سولې ته غاړه كېږدي، نو پرې يې دئ.
په ورپسې شپږم ايات كې ليكل شوي... پدې ايات كې هم تاكيد شوى، كه چېرته سولې ته غاړه كېږدي، نو په صحيح سلامت يې امن ځاى ته ورسوى ( څو انتخابه ورته په مخكې دي)
خو كه چرته جګړه در سره كول غواړي، نو د جګړې ميدان كې يې و وژنئ.
دا غلطه خبره ده چې كه اسلام راوړي، نو پرې يې دئ، دا ډول اياتونه بايد له قرينې سره(context) ولولئ ، كه تاسې د ايات يوه برخه وړاندې كړئ، نو غلط فهمي پيدا كېږي _
نو سم ځواب دا دى چې، څو انتخابه يې وركړي او په څو سورتونو كې راغلي چې كه سوله وغواړي، نو سوله غوره ده، پدې كې دا ندي ليكل شوي، چې اسلام منل اړين دي، خو كه اسلام خوښ كړي، نو قبلولاى يې شي، د سورة بقره په ۲۵۶ايات كې الله جل جلاله فرمايلي:
ژباړه: ((په اسلام كې زور زياتى نشته))
حق له باطلو څخه جلا دي، كومه چې حقه خبره ده، هغه له ناسمو خبرو څخه جلا ده_ موږ بايد حق وړاندې كړو، كه يې قبول كړي، نو ښه خبره د، خو كه قبول يې هم نكړي پروا نشته، په قران كريم كې ډېر داسې اياتونه دي ، په كافرون سورة كې هم راغلي:
ژباړه: ((و وايه چې اى كافرانو! ، زه د هغو عبادت نه كوم چې تاسې يې عبادت كوى.
او نه تاسې د هغه ذات عبادت كونكي ياست چې زه يې عبادت كوم او نه زه د هغو عبادت كوونكى يم چې تاسې يې عبادت كړى دى، او نه تاسې د هغه ذات عبادت كونكي ياست چې زه يې عبادت كوم، ستا سې لپاره ستاسې دين دى او زما لپاره زما دين.))
نو دا پرموږ فرض دي چې خلكو ته حق ورسوو، له ور رسولو وروسته يې كه مني نو ښه خبره ده، كه يې نه مني نو بيا هم څه خبره نشته،موږ ته اجر راكول كېږي، موږ ته د هرې خبرې اجر شته، هغه كه يې مني او كه نه، دا به تاسې په څو اياتونو كې ولولى، خو شاليد نه يې ځان خبرول يا معلومات تر لاسه كول ضروري دي.
او دويمه پوښتنه دې ورور د ۶:۵:۵۱ايات په اړه كړې:
(( اى ايمان لرونكو! تاسې يهودو او عيسويانو سره دوستي مه كوئ، كه څوك ورسره دوستي كوي د همغوى له ډلې څخه دي))
د دې ورور له نظره دا ايات دانسانيت خلاف دى_
دغه ۶:۵:۵۱ كوم ايات دى؟
په حقيقت كې دا د قران كريم د سورة آل عمران ۲۸نمبر ايات كې ليكل شوي، د كوم چې مفهوم دى، كه تاسې په مخه كې دوه انتخابه وي چې مسلمان يا غير مسلم پكې غوره كړه، نو پدې صورت كې مسلمان غوره دى، خپله ساتنه په غير مسلمو مه كوئ او دغه راز په قران كې څو ځايه دا ډول اياتونه راغلي دي، د بېلګې په توګه: د سورة الممتحنه په اتم ايات كې:
ژباړه: ((الله تعالى تا له هغه چاسره له دوستى نه منعه كوي، چې ستا په دين ندي، خو تا سره جګړه نه كوي او تاسې له خپلو كورونو څخه نه باسي.))
ورپسې بيا ليكل شوي چې هغه غير مسلم يا كفار چې تاسره جګړه كوي، تاسې له كوره باسي، نو ته هغوى ته پناه مه وړه، پدې برخه كې مسلمانانو ته ترجېح وركړه، غوره ده چې د يهودو او عيسويانو پرځاى مسلمانانو ته پناه يوسې. هيله ده چې پوښتنه دې ځواب شوى وي.
شيخ منظور:
كه خويندې كومه پوښتنه لري، نو كولاى يې شي _
پوښتونه:
السلام عليكم ... زه ديويا شرما يم، زما پوښتنه د سورة بقرې د ۲۲۳ايات په اړه ده:
ژباړه: ((ستاسې ښځې ستاسې كروندې دي، ...
ايا ته ما ته د دې ايات وضاحت كولاى شې؟
ډاكټر ذاكر نائيك:
خور د سورة بقره د ۲۲۳ ايات په اړه پوښتنه كړې چې ښځې ستاسې كروندې دي... )) د دې ايات په اړه د پوهېدو لپاره ۲۲۲ ايات ولولى، پكې ليكل شوي:
ژباړه: ((اى نبي(ص) خلك تانه دحيض په اړه پوښتنه كوي، ورته و وايه چې هغه ګندګي ده، تاسې د حيض پر مهال له خپلو ښځو لرې اوسئ او ورسره مه يوځاى كېږئ، ترڅو چې پاكې شي، كله چې پاكې شوې، خوا ته يې ورشئ، لكه څنګه چې الله تاسې ته حكم كړى دى، په رښتيا چې الله توبه كوونكي او پاكي خوښونكي خوښوي.))
كله چې دوى د حيض په اړه پوښتنه كوي، نو الله وايي چې د حيض په حالت كې يې خواته مه نيږدې كېږه، ځكه چې د نن سبا طب هم دا وايي چې د حيض په حالت كې كورواله كول ښځو ته تكليف رسوي او پدې حالت كې د ډېرو ناروغيو د لېږد امكان هم شته دى، نو په دې خاطر يې خواته مه نيږدې كېږئ، ځكه اوسني طب هم دا ثابته كړې چې د حيض په حالت كې كله چې وينه بهېږي، پدغه حالت كې ښځو ته نږدېوالى، دوى ته تكليف رسوي، پردې سربېره د وينې له لارې د ناروغيو د لېږ امكان هم ډېر وي، نو پدې خاطر تاسې مه ورنږدې كېږئ، كه نه ښځې خو ستاسې كروندې دي، تاسې چې كله هم وغواړى ورنږدې كېداى شى، ... يعنې دا ستاسې لپاره دي.
نور يې د سورة بقره په ۱۸۷ايات كې ولولئ:
ژباړه: ((تاسې ته د روژې په شپو كې خپلو مېرمنو سره يو ځاى كېدل روا كړاى شويدي، هغه ستاسې جامه او تاسې د هغو جامه ياست، الله ته څرګنده شوه چې تاسې په پټه پټه له خپلو ځانونو سره خيانت كاوه، خو هغه ستاسې ګناه وبښله او در تېر شو، اوس تاسې له خپلو مېرمنو سره د شپې يو ځاى شئ او كوم خوند چې الله تاسې ته روا كړى دى هغه واخلئ. همدارنګه د شپې له مخې خورئ څښئ، تر هغه وخته چې د شپې د تروږمۍ له تورې ليكې نه مو د سپېده داغ څريكه تر سترګو شي، له هغه وروسته دا هرڅه پرېږدئ، تر شپې پورې خپله روژه بشپړه كړئ او كله چې تاسې په جوماتونو كې څيله ياست، نو له خپلو مېرمنو سره نژدېوالى مه كوئ، دا د الله وضع شوي حدود دي، دې ته نږدې مه ورځئ، دغه شان الله خپل حكمونه خلكو ته په ډاګه څرګندوي، ښايي چې هغوى له ناوړه چلن نه ځانونه وژغوري.))
هغه ستاسې جامه ده او تاسې د هغوى، موخه ترې ساتنه، پټول دې، يو بل ته مينه وركول، دا د ښځې او خاوند تر منځ خبره ده، دوى دواړه يو بل ته مثال دى، همدا لامل دى چې ښځې ته يې كرونده ويلې چې څه ډول رويه ورسره كوى كولاى يې شى، پردې سربېره نورې ماناګانې هم لري، كومې چې موږ يې په طبي دلايلو ثابتولاى شو.
كله چې ييوه(قلبه) كوې نو تاسې ته به پته وي چې (پالې) پسې وروسته يوه د لرګي تخته وي چې خاوره هواروي، پدې ډول تاسې خپلو ښځو سره سمه رويه وكړى، د دې نور تفسيرونه هم كېداى شي، خو اصلي موخه ترې د ښځو خيال ساتل، د دوى پالنه او له دوى سره سمه رويه كول دي، هيله ده چې تاسې به ځواب موندلى وي.
شيخ منظور:
خپله پوښتنه د مائيك له لارې وكړئ
تاسې غير مسلم ياست؟
مهرباني وكړى نوم مو واخلئ!
پوښتونكى:
ذاكر نائيك صيب السلام عليكم.....
زما تر څنګ زما يو غير مسلم ملګرى دى، دى په هندي سمې خبرې نشي كولاى خو ښه پرې پوهيږي، ايا زه د ده لخوا پوښتنه كولاى شم؟
ډاكټر ذاكر نائيك:
ولې نه!
پوښتنه: نو ښاغليه! د ده پوښتنه دا ده چې ما يو ورځ ورته د سولې ټلويزيون د ليدو پر مهال چې ستاسې پروګرام پكې روان و، وويل چې حضرت محمد(ص) د ټولې نړۍ لپاره رالېږل شوى او وروستى پيغمبر دى، نو ده رانه پوښتنه وكړه چې په بايبل كې چرته ذكر شوي چې حضرت عيسى ټولې نړۍ ته نه بلكې يوازې عيسويانو ته رالېږل شوى؟
ډاكټر ذاكر نائيك:
د ورور پوښتنه مې دا ده چې ما ويلي و چې د حضرت محمد (ص) څخه چې مخكې څومره پيغمبران رالېږل شوي، يوازې د خپل قوم لپاره دي او پيغام يې هم د يو ځانګړي وخت لپاره و، نو دا پوښتي چې په بايبل كې چرته راغلي چې عيسى عليه السلام يوازې يهودو ته راستول شوى، زه به مخكې د قران كريم حواله وركړم:
الله تعالى د سورة آل عمران په ۴۹ايات كې فرمايي:
ژباړه: ((عيسى عليه السلام بني اسرائيلو ته رالېږل شوى))
د سورة الصف، په ۶ايات كې :
ژپاړه: ((عيسى عليه السلام بني اسرائيلو ته استول شوى))
خو زه پوهېږم چې تاسې عيسويان ياست، ښايي قران كريم ونه منى، هيڅ خبره نده، كه تاسې بائبل ولولى، نو په بائبل كې ليكل شوي:
د ګوسپل آف ميتهيو، د لسم باب په ۵او ۶ايات كې راغلي:
عيسى عليه السلام خپلو پيروانو ته وايي:
د غيرو يهودو خواته مه ورځئ(مسلمانانو، هندوانو او..... ته) د دوى ښار ته مه ورځئ ، يوازې د هغو خواته چې يهود دي، خو له خپل دينه اوښتي دي، د هغوى خواته ورشئ.))
دا د حضرت عيسى عليه السلام وينا ده:
نو په بايبل كې راغلى چې عيسى عليه السلام يوازې يهودو ته راغلى او خپله هم يهود و او خپلو پيروانو ته يې هم يوازې د يهودو خواته د تلو اجازه وركوله، هيله ده چې پوښتنه مو ځواب شوي وي.
پوښتنه: د دين د خبرو پوهېدو لپاره زړه ته اړتيا ده كه دماغو ته؟
ډاكټر ذاكر نائيك:
ښاغلي ورور ښه پوښتنه وكړه چې د دين د پوهېدو لپاره زړه ته اړتيا ده كه دماغو ته؟
دواړو ته اړتيا ده، زړه ته هم او دماغو ته هم، دواړه يو بل سره اړيكه لري.
كه يو څوك د زړه منونكى وي او لګيا دى وايي...............زه له زړه نه منم چې ۲+۲=۳يا ۲+۲=۵ كېږي، نو......................ښاغليه! ته پخپلې پوښتنې كې نور څه زياتول غواړې؟
پوښتنه:..........زه ستاسې پروګرام اورم، تاسې د خپل هر تقرير په پيل كې وايى چې ((رب شرح لى صدرى ويسر لى امرى واحلل عقدة من لسانى يفقهو قولى)) د دى موخه څه ده؟
ډاكټر ذاكر نائيك:
پوښتونكى ورور غير مسلم دى او زموږ پروګرام ګوري، دى وايي چې زه د خپل تقرير پيل كې لولم،
((رب شرح لى صدرى ويسر لى امرى واحلل عقدة من لسانى يفقهو قولى))
د دې مانا دا ده : يا الله! زما سينه او مركز دواړه لوړ كړې، زما كار اسان كړې او كوم خنډونه چې زما او د اورېدونكيو تر منځ دي هغه لرې كړه، ترڅو خلك زما په خبرو پوه شي.
دغه د صدر كليمه چې ذكر شوى، دې نه موخه زړه دى، د صدر نه موخه مركز هم كېداى شي، نو تا چې پوښتنه وكړه چې كار له زړه نه واخلو كه له دماغو؟ نو د دې دوه ماناګانې دي:
په سينه كې زړه دى او په مركز كې دماغ دي، نو زه الله تعالى ته دعا كوم چې زما زړه او او دماغ دواړه لوړ كړې.(ځواكمن كړې) الله تعالى د سورة بقره په ۷ او ۸ ايتونو كې فرمايي چې الله په زړه باندې مهر لګولى دى، اوس به خلك وايي چې په زړه خو سړى سوچ يا فكر نه كوي، فكر خو په دماغو كېږي، نو د قلب دوه ماناګانې دي، يوه مانا يې زړه دى او بل يې ذهانت يا عقل او كله چې دماغ پرمختګ كوي په ژبه خپله الفاظ راځي، د بېلګې په توګه په انګرېزۍ كې د Lunitic وايو د دې مانا ده لېونى انسان، مګر د دې اصلي مانا ده Struck by moon يعنې سپوږمۍ چې پرې كوم اغېز كړى دى هغې ته وايي، خو زه ډاكتر يم، ما ته پته ده چې لېوني ته وايي، موږ پوهېږو چې د سپوږۍ د لېونتوب سره هيڅ تړاو نشته.
موږ د Disaster كلمه كاروو، يعنې يو وېرونكى شى، د بېلګې په توګه: سېلاب، سونامي، زلزله او ... مګر د دې اصلي مانا دهEvil Star ، رټل شوى ستورى، موږ پوهېږو چې د ستورو له سونامي، زلزلې او نورو وېرونكو شيانو سره هيڅ تړاو نشته، مګر بيا هم په ژبه كې دا هرڅه پراته دي.
موږ وايو چې Sunrise، مانا دا چې لمر راخېژي، خو كه موږ ساينس ته مراجعه وكړو، نو لمر نه راخېژي، دا د ژبې د پرمختګ نښه ده، موږ پوهېږو چې زمكه له لمر نه ګرد چاپېره ګرځي، نه لمر له زمكې څخه، خو بېا هم موږ د لمر راختل او پرېوتل وايو، موږ وايو چې ما له زړه نه ياد كړو، يادښت خو په دماغو كې كېږي له زړه خو نه كېږي، ته وايې چې زه در سره له زړه نه مينه كوم، مينه او خوښونه خو په دماغو كېږي نه په زړه، ډاكټران وايي چې د مينې مركز دماغ دي(Center of Love is a brain) ، خو بيا هم يو ډاكټر خپلې ښځې ته وايي چې زه در سره له زړه نه مينه لرم، نه وايي چې له دماغو نه در سره مينه كوم، دا د ژبې پرمختګ دى.
راځم ستا اصلي پوښتنې ته، تا پوښتنه وكړه چې دين له زړه نه ومنو كه له دماغو نه، ما وويل له دواړو نه ، كه ته ووايې له زړه نه د دې مانا داخلي مينه ده، خو دماغ نه شې بندولاى، ته په پټو سترګو باور نه شې كولاى، ته وايې چې زما مذهب وايي چې ۲+۲مساوي كېږي له ۳ سره، كه زه يې له زړه نه منم چې دا خبره سمه ده، نو ځه زړه مې وايي، خو دماغ وايي چې دا خبره ناسمه ده، نو له زړه نه هم كار اخلو او له دماغو څخه هم، په همدې پار په قرانكريم كې څو ځايه راغلي دي چې دا د پوهو خلكو لپاره يو پيغام دى، څوك چې له دماغو څخه فكر كوي او له زړه نه يې مني، نو د دواړو شتون اړين دى، نو په دې خاطر ما وويل چې اسلام يو داسې دين دى چې دواړه اړتياوې پوره كوي، جسماني هم او روحاني هم، دا يوازينى مذهب دى چې زړه ته هم تسلي وركوي او دماغو ته هم، پاتې څومره مذاهب چې دي د روحانيت په اړه خبرې كوي.
هيله ده پوښتنه دې ځواب شوې وي.
شيخ منظور:
بله پوښتنه دې له دغه مخامخ مايك نه وشي_
پوښتنه:
ذاكر صيب ښې چارې! ما ډېر ځله د تلويزيون له لارې ستاسې پروګرام ليدلى دى_ زما نوم ګوويند تيواري دى زه په كالج كې ښوونكى يم_ زه چې په كومې سيمې كې اوسم په هغه سيمه كې څو مسلمانې ټولنې ښوونځي چلوي، دوى هره ورځ له زده كړې وړاندې ملي سرود نه غږوي، ما يې چې كله له سر معلم څخه پوښتنه وكړه چې ولې داسې كوي؟ نو راته يې وويل چې په ملي سرود كې هندي ده او د دوى په ښوونځيو كې هندي ژبه نه ويل كېږي او بله دا چې دوى د وطن پالنې د روحيې پيدا كولو لپاره له هرڅه ويلو څخه يريږي، ته ما ته دا ويلاى شې چې ستاسې په دين كې وطن پالنه څه ډول تشريح شوې ده؟
ذاكر نايك:
ورور يوه پوښتنه وكړه چې دى د تلويزون له لارې زموږ پروګرامونه ګوري او دا يې هم وويل چې د دوى په چم ګاونډ كې د مسلمانانو ښوونځي دي چې ملي سرود نه غږوي او هندي نه لولي، ايا دا كار سم دى او ستاسې دين د وطن پرستۍ په هكله څه ويلي دي؟
لومړۍ پوښتنه چې د مسلمانانو په ښوونځيو كې ملي سرود ولې نه غږول كېږي، موږ بايد دې ته وګورو چې كومه سندره تاسې وايى د هغې مانا څه ده، تاسې چې كوم ملي سردو غږوى د هغې مانا ده چې موږ دغې خاورې ته سجده كوو چې زموږ مور ده، دا زموږ لپاره شرك دى.
په هندو مذهب كې هم د يو خداى د عبادت امر شوى د خاورې يا هېواد نه، نو په هندو مذهب كې هم غلط دى په عيسويت كې هم او په اسلام كې هم.
مګر عام هندوان له خپل مذهبه نا خبره دي، ځكه دوى خپل مذهبي كتابونه نه لولي_ دغسې هره سندره چې مانا يې د خداى خلاف وي، د الله خلاف وي د بګوان خلاف وي ويل يې نا روا دي.
تا راته په پيل كې، نمستې وويل: د دې مانا څه ده فروپيسرو صيب؟
ته ويلاى شې؟ پته نشته؟... مانا يې څه ده؟
پروفيسور ګو ويند:
د نمستې ماناده: په ادب درته سر ټيټوم
ډاكټر ذاكر نايك:
په سر ټيټولو سره ماته احترام وړاندې كول شرك دى، ته ماته هم سر نشې ټيټولاى، كه څه هم ته له ماسره مينه لرى يا زما احترام كوې_ چې سر ټيټوې يوازې د خداى پر وړاندې_ د الله پر وړاندې او د .... پر وړاندې او زه خداى نه يم! ته زما عزت كولاى شې، ما چې څه ويلي پر هغې عمل كولاى شې... مګر ... !! ته ماته سر نشې ټيټولاى، نو ځكه زه درته په ځواب كې السلام عليكم ... وايم، دا سر ښكته كېږي، خو يوازې خداى لره_ تا ما ته د احترام لپاره وويل، خو كه ته ناسم څه ووايې، نو زه درته بېرته همداسې ځواب نه دركوم، ځكه زه پوهېږم، هغه څوك چې نه پوهېږي داسې حركت كوي.
د بېلګې په ډول: مياشت وړاندې د بمبي په هوايي ډګر كې له يوې هندوې سره چې ۲۵كاله وروسته له دوبۍ خپل هېواد ته راستنه شوې وه مخ شوم، هغې زما په ليدو وويل: ته ذاكر نايك يې؟
ما ورته وويل: هو صيب
ويل يې: تل زموږ پروګرامونه د تلويزون له لارې ګوري، بلا ستاينه يې وكړه، ټوله ستاينه خداى لره ده، زه هيڅ هم نه يم.
بيا يې وويل: چې زه دې پښې ښكلوم_ ما ورته وويل: دا كار غلط دى
_ ولې؟
هماغه ځوا ب مې وركړ:
بيا هغې وويل: هرڅه چې ته وايې زه يې منم، نو ما ورته وويل چې قرانكريم ولوله او عمل پرې وكړه.
ما يو تقرير كړى:(( په اسلام او هندو واله كې يو شانتيوالى)) او پكې مې ثابت كړى چې په هندويزم كې ليكل شوي چې ته بايد د يو خداى عبادت وكړې او پكې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د منلو امر شوى، كه ته په قران او ويدا باندې عمل كوې، نو پر يو خداى او اخري پيغمبر حضرت محمد(ص) باندې بايد ايمان راوړې.
ستا بله پوښتنه وه چې د مسلمانانو په ښوونځيو كې ولې هندي ژبه نه لوستل كېږي؟
دغه خبره ښايي په څو ښوونځيو كې وي، خو زما له نظره د هندوستان په ټولو ښوونځيو كې هندي ژبه لوستل كېږي، ما چې كوم ښوونځى (نړيوال اسلامي ښوونځى) جوړ كړى په هغه كې هم لوستل كېږي، يوازې هندي نه بلكې مراټهي هم چې زموږ محلي ژبه ده لوستل كېږي، مګر ډېر تاكيد مو په انګريزي او عربي ژبو دى، په لومړي سر كې انګريزي او عربي ده، بيا اردو، هندي او مراټهي او ښايي په راتلونكي كې سانسكريت هم ولوستل شي. ترڅو د ټولو مذهبونو پيروان چې پدې خاوره كې ژوند كوي پرې پوه شي، زه له دولته غوښتنه كوم چې په هندوستان كې سانسكريټ ژبه عامه كړي، ترڅو خلك ويدا ولولي او له لوستلو وروسته د حق لور ته مخه كړي او په پاى كې هندو او مسلمان يو شي.
هندي پرېږده، د سانسكريټ په لور راشه، ځكه ويد په سانسكريټ دى نه په هندي ژبه.
ستا وروستۍ پوښتنه دا وه چې په اسلام كې د وطن پرستۍ په اړه څه ويل شوي دي؟
موږ ته په اسلام كې تر ټول وړاندې دا ښوول شوي چې د الله جل جلاله خبره ومنو او هر هغه خبره چې د الله له خبرې سره ټكر لري له هغې نه ځان وساتو، تر كومه ځايه چې زما خبره ده، زه هندوستانى يم، خو فخر كوم چې يو بنسټ پال مسلمان يم، زه يو بنسټ پال مسلمان هم يم او ښه هندوستانى هم، زه د هندوستان له قانونه خبر يم، د هندوستان په قانون كې هيڅ داسې شى فرض نه دى چې په اسلام كې ناروا وي، داسې هيڅ شى نشته چې موږ پرې اړ شو او هغه كار په اسلام كې منعه وي، او دغه راز د هنددوستان په قانون كې داسې هيڅ حرام شى نشته چې هغه په اسلام كې فرض وي، نو زه دواړو سره يو ځاى مزل كوم، خو كه چرته ته په يو داسې هېواد كې ژوند كوې چې د هغه هېواد قانون له اسلام سره په ټكر كې وي، نو پدې وخت كې د الله قانون لوړ دى.
دا هېواد زموږ لپاره ښه دى، موږ ته يې اسانتياوې برابرې كړي، موږ په دې هېواد كې ژوند كو، خو ساه چا راكړې؟ هېواد كه خداى؟
خداى راكړى!
دغه هوا... له هوا پرته پنځه دقيقې هم ژوند نشې كولاى، څومره؟ پنځه دقيقې!
دا چا دركړې؟ خداى كه هېواد؟... خداى!
هېواد هم زموږ لپاره ښه كارونه كړي، زه د هېواد پر ضد نه يم، زه هم هېواد پال يم، د هېواد پالنې مانا څه ده؟ كه ته وايې چې د هېواد پالنې مانا د هېواد عبادت كول دي، نو بيا زه هېواد پال نه يم، ځكه زه يوازې د خداى عبادت كوم، خو كه د هېواد پرمختګ غوښتنه هېواد پالنه وي، نو زه هم هېواد پال يم، زه هم د هېواد ښېګڼه غواړم.
كه چېرته دا هېواد داسې قانون پلى كوي چې د شريعت په چوكاټ كې وي، نو زه يې ملتيا كوم، خو كه چرته يو هېواد هغه كه امريكا وي كه انګليستان داسې قانون پلى كول غواړي چې د اسلام سره په ټكر كې وي، نو زه به يې پر وړاندې ودرېږم، ځكه زه تر ټولو وړاندې له خپل خالق، له خپل خداى سره مينه لرم، بيا له خپل هېواد سره ، ترڅو چې د دې هېواد قانون د الله له قانون سره په ټكر كې نه وي زه يې پيروي كوم، او زما له نظره د هندوستان هيڅ قانون ما د اسلام پرخلاف نه اړ كوي، نو ځكه زه وايم چې زه يو بنسټ پال مسلمان او ښه هندوستانى يم_
هيله ده پوښتنه دې ځواب شوې وي!
شيخ منظور:
دا چې له موږ سره وخت كم دى، موږ يوازې دوه پوښتنو ته ځواب وركولاى شو، نو كه د ښځو له برخې څوك نا مسلمانه مېرمن پوښتنه لري نو كولاى يې شي_
اورېدونكي:
صاحبه! هيڅوك نشته!
شيخ منظور:
نو سمه ده له دې ځايه (په لاس اشاره كوي) يو غير مسلمان ورور پوښتنه كولاى شي.
پوښتنه:
ذاكره وروره! السلام عليكم...، زما نوم سرى رام راجيو دى، زه چې كله ستا تقرير اورم، نو فكر كوم ته هماغه څه وايې چې په ويد، چهتر ويد او بهګوت ګيتا كې راغلي (د الله، توحيد، رسالت او اخرت) نو بيا د نوم يا د مذهب بدلون څه مانا؟
كه يو سم وي نو په ټولو كتابونو كې يو شان دى، نو نوم او مذهب ولې تبديليږي، او ځينې خلك دي چې اسلام مني، خو ځينې مسلمانان دي چې پر دوى د نوم او مذهب بدلو ټينګار كوي چې له امله يې ډېرې ستونزې راولاړېږي او بله خبره دا ده چې ... .
ډاكټر ذاكر نايك:
وروره! يوه پوښتنه!... وخت كم دى، تا دوه پوښتنې وكړې زه به لومړى هغو ته ځوابونه وركړم بيا به وروستۍ سره ګورو، ورور پوښتنه وكړه چې په ويد كې ليكل شوي الله ج يو دى نو بيا د مذهب بدولون ته څه اړتيا ده؟ زه كله وايم چې مذهب بدل كړه، زه وايم چې پخپل مذهب سم عمل وكړه، ستا په ويد او بهګوت ګيتا كې ليكل شوي چې بت پرستي حرامه او ناسمه ده.
د بهګوت ګيتا په ۷ باب- شلمه كرښه كې ليكل شوي: ((كوم كسان د پيسو پسې منډې وهي، دوى د غلط خداى عبادت كوي، بت پرستي كوي))
داسې څو ځايه په ويد كې د بت پرستې څخه په سختۍ ممانعت شوى دى.
زه نه وايم چې مذهب بدل كړه، بلكې وايم چې پخپل مذهب په سمه توګه عمل وكړه.
بل ځاى ستاسې په ويد كې راغلي چې.
((د كتاب ۸۳ مخ
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
كه ته يو رښتينى هندو يې نو ))
كه چېرته ته پخپل مذهب په سمه توګه عمل وكړې، نو ته به يو الله، وروستى پيغمبر او قران كريم ومنې، دغه ټول د عيسويانو په كتابونو كې هم ليكل شوي، د يهودو په كتاب كې هم دي او د هندوانو هم، تا پوښتنه وكړه چې ايا د نوم بدلول اړين دي؟ ... نه دا اړين ندى، په نوم څوك نه مسلمانېږي، ترڅو ځان په پوره توګه الله ته حواله نه كړې، هندو يوه جغرافيوي اصطلاح ده، چې د سيندهـ د سين دواړو غاړو پرتو وګړو ته كارول كېږي، دا لفظ تر ټولو لومړى عربو كارولى، نو پدې خاطر په دغه سيمه كې چې څوك اوسي هندوان دي او د همدې جغرافيې له مخې زه هم هندو يم، خو د مذهب له لحاظه نه، كه ته وايې چې هندو د بت پرستانو نوم دى نو زه هندو نه يم، زه د مذهب په لحاظ مسلمان يم او د الله اطاعت كوم، په اسلام كې هم د نوم بدلول اړين ندي، يوازې په يو صورت كې چې نوم څخه د شرك بوي پورته كېږي، ته پخوانى نوم سره سره هم مسلمان كېداى شې، اړينه خبره دا ده چې ته په عملي توګه د خداى پر احكامو عمل وكړې_
هيله ده پوښتنه دې ځواب شوې وي.
شيخ منظور:
موږ يو ځل بيا يو غير مسلمان ورور ته د پوښتنې وار وركوو:
پوښتنه:
زما نوم سنجى دى او زه انجينر يم_ زما پوښتنه دا ده چې هند ته لومړى هندوواله راغله، بيا بدهـ واله، بيا جين واله او پاى كې سكهـ واله،( د واله له وروستاړي څخه مطلب ايزم يا مذهب دى)
د دوى تر منځ كله هم جنګ جګړه نده پېښه شوې، خو له دې وروسته چې كله مجوسيت، عيسويت او اسلام راغى نو له هغې راهيسې تر دې دمه په جنګ جګړو دي؟ .... دويمه پوښتنه دا چې دا ترهګر ... د دوى تر شا چې هرڅوك دي دوى اسلام بدناموي، ته يې چې پر وړاندې كومې هڅې كوې سم كار كوې، بله دا چې په عراق كې چې څه روان دي دا ناسم دي، چې هرڅوك وي، مسلمان وي او كه هندو، داسې كار ورته ندى پكار، بس همدومره پوښتنه وه_
ډاكټر ذاكر نايك:
ورور دوه پوښتنې وكړې، لومړۍ دا چې هندوستان ته لومړى هندو مذهب او بيا ورپسې، بدهـ واله، بيا جين واله او بيا سكهـ واله راغله، خو د دوى ترمنځ كله جګړه نده شوې، مګر كله چې وروسته بيا مجوسيت، عيسويت او اسلام راغى نو تل يې ترمنځ جګړې شوي، ولې؟
ته ښايي د خپل مذهب په اړه نه پوهېږې، تا مها بهارت ندى لوستى؟
يا مها بهارت دې لوستى دى؟
په ټول مها بهارت كې جنګونه او جګړې دي_
له نورو مذهبونو سره نه... بلكې په خپلو منځو كې!
ته چې وايې نور دينونه پخپلو منځو كې جګړې سره كوي، كه ته مها بهارت ولولې نو ته به پكې ډېرې پيښې ووينې، څومره چې په مها بهارت كې د جګړو يادونه شوې هومره په قرانكريم كې نده شوې_
كله چې ته بهګوت ګيتا ولولې، چې د مها بهارت يوه برخه ده او اتلس فصلونه لري(د مها بهارت له ۲۵- ۴۲ ) پورې، كه ته دا ولولې پدې كې كرشن ارجن ته هدايت وركوي، مشوره وركوي. ارجن د جګړې په ډګر كې خپله وسله پر ځمكه ږدي او كرشن ته وايي: د دې پر ځاى چې له خپلو خپلوان سره جګړه وكړم زه تيار يم چې د جګړې په ډګر خالي لاس مړ شم.
ښايي تا لوستي وي، ورپسې په د دويم فصل په شلمه كرښه كې كرشن ارجن ته ويلي:
ارجنه! ته له كومه وخته دومره بې زړه شوى يې، ستا په زړه كې څنګه بې زړه توب راپيدا شوى)) او بيا ورته وايي چې د چهتريا مذهب جنګ دى.
ورپسې په ۳۱ او ۳۳ كرښه كې وايي: ((چهتريا خوش نصيب دى چې ورته د جګړې موقع په لاس ورغلې_ كه ته وجنګېږې نو جنت ته به لاړ شې او كه نه نو هيڅكله نشې تللاى))
څوك ورته دا خبره كوي، كرشن!! .... دا ارجن ته نصيحت كوي_
كه زه دا ووايم چې ستاسې ښاغلى كرشن وايي چې خپل خپلوان ووژنه، نو دا يو شيطاني عمل دى، كه زه دا ووايم چې ستاسې په هندو مذهب په كتاب كې ښوونه شوې چې خپل خپلوان ووژنه، نو دا يو شيطاني حركت دى_
يو هندو راته وويل چې دا جنګ د حق او باطل تر منځ دى، ما ورته وويل: په قرانكريم كې هم همدا ليكل شوي، چې د حق او باطل ترمنځ جګړه فرض ده، زه پوهېږم چې په هندو مذهب كې دا ندي ويل شوي چې هيڅ په هيڅه خپل خپلوان ووژنه، مګر يوازې د حق لپاره، كه په دې لاره كې دې خپلوان مخې ته راځي، كه مور و پلار، هيڅ پروا نشته، دغه خبره كرشن ارجن ته كوي_
پر اسلام نيوكه كونكي چې د بخارى شريف د كتاب الجهاد، ۴۶نمبر حديث تر نيوكې لاندې نيسي چې پكې نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي: (( هر يو مجاهد چې د جهاد لپاره له كوره اوځي او ووژل شي جنت ته ځي، خو كه ژوندى پاتې شو، نو غازي دى او د غنيمت له مال څخه به ورته خپل حق ورسېږي_ ډېرى مخالفين چې پكې ارون اشورى هم شامل دى همدا حديث شريف تر نيوكو لاندې نيسي او وايي چې دا څنګ دين دى چې خلكو ته د جنګ امر كوي او وايي چې كه څوك پكې مړ شو جنت ته ځي او كه ژوندى پاتې شو، د دې دنيا دولت به يې په نصيب شي!
كه ته چرته د بهګوت ګيتا د دويم فصل ۳۷مه كرښه ولولې، په هغه كې كرشن ارجن ته وايي:
((ارجنه! پاڅه او جنګ وكړه، كه مړ شوې جنت ته به لاړ شې كه ژوندى پاتې شوې د دنيا مال دولت به دې په برخه شي))
كټ مټ هغه څه چې په بخارى شريف كې نبي كريم ص فرمايلي، هغه كرشن ارجن ته ويلي دي.
ما ته داسې ښكاري چې ارون اشورى بهګوت ګيتا هډو لوستى نه دى، كه يې لوستى واى، نو د اسلام پرضد به يې ليكنې نه كولاى.
ترڅو له حقيقته خبر شې ته اړ يې دواړه كتابونه ولولې_
تا ښايي د هندوستان تاريخ نه وي لوستى، كه يې ولولې نو پوه به شې چې په سلګونه زره خلك پكې وژل شوي دي.
په مها بهارت كې هم ليكل شوي او پهراشوكا كې هم ..........
نو ته به وګورې چې په دنيا كې هر چرته وژنې شوي، په هر مذهب او هر دين كې، ته به ډېر داسې ځايونه وګورې چې هلته د حق او باطل ترمنځ جنګونه شوي او داسې ځايونه هم شته چې پكې مظلوم خلك وژل شوي دي، ته پوهېږې چې د مذهب په نوم ډېرې وژنې((كروسيډر)) كړي دي، ده په زرګونه وګړي د عيسويت په نوم وژلي دي_
ته پوهېږې په دنيا كې تر ټولو زياته وژنه چا كړې؟ هټلر!!
د يهودو وژنه!!
د اوه سوه زره وګړو ژنه!!
زه نه وايم چې عيسوي مذهب ناسم دى او بايبل خلكو ته دا ډول ښوونه كوي، كه هټلر اوه سوه زره يهود وژلي د دې مانا دا نه ده چې ګنې عيسوي مذهب غلط دى، خو دا هم حقيقت دى چې كوم كارونه د عيسويت په نوم كېږي هغه هم ناسم دي. دغه سپېڅلى جنګ چې ورته وايي دا هم پر ځاى ندى.
كروسيډرز خلك په زوره عيسوي مذهب ته دعوتول او په دې خاطر يې په سلګونه زره وګړي ووژل_
كه ته د هندوستان يا نورې نړۍ تاريخ ولولې نو داسې ډېرې بېلګې به ومومې، خو كله چې خبره د حق او باطل رامنځته كېږي، نو اړينه ده چې د باطل پر وړاندې توره له تيكې وباسې، نو ښاغليه! دا ستا غلط فهمي ده!!
ستا دويمه پوښتنه دا وه چې ايا ترهګرو اسلام بدنام كړى؟ او دا دې هم وويل چې موږ سم كار كوو چې حق خلكو ته ورښايو او سوله خوروو-
ستا خبرې تر يوې اندازې پر ځاى دي، خو دې ته بايد وګورو چې رسنۍ چاته ترهګر وايي دا څه ډول ترهګر دي؟ پر دې ځان پوهول موږ لپاره اړين دي، څوك چې ناسم كارونه كوي او د خلكو په زړونو كې ويره خوروي دوى سم يا حقيقي ترهګر دي، لكه بهګت سنګهـ چې ترهګر و، مګر پر حقه و، په همدې ډول كه مسلمانان خپل دښمنان( د ناسمو كارونو كوونكيو) سره د حق لپاره جګړه كوي، نو په حقه دي، مګر زه په دې هم پوهېږم چې ځينې خلك يوازې د نوم لپاره جنګېږي، او ډېرى خلك چې پكې مسلمانان او غير مسلمان وګړي شامل دي داسې فكر كوي چې ګنې هغه څوك چې د خپل نوم لپاره، ځمكې او جايداد لپاره، پيسو او شخصي ګټو لپاره جنګېږي دې ته جهاد وايي........ دا خبره ناسمه ده، دوى غلط پوه شوي دي_
په اسلام كې دا نه دي ويل شوي چې مسلمان چې هر ډول جنګ كوي هغه په جهاد كې شمېرل كېږي، نه، دې ته جهاد نه ويل كېږي.
د جهاد لفظ له جهد (كوښښ كولو) څخه اخيستل شوى چې همدا لفظ د خپلو خواهشاتو سره جګړې ته هم كارول كېږي، د ټولنې سمې لارې ته رابلل يا راګرځول هم جهاد دى، جهاد له ځان سره هم كېږي او د جنګ پر ميدان له ځانه دفاع كولو ته هم وايي، رسنۍ د جهاد مانا په ناسمه توګه خوروي، كه ته چرته ځان پوهول غواړې چې په سمه مانا ترهګر څوك دى، چې د خلكو په زړونو كې وېره اچوي او د اوسني وخت تر ټولو ستر ترهګر دى، هغه جورج بوش دى!!!!
ته پوهېږي چې ترټولو ځواكمن هېواد امريكا په ترټولو كمزوري هېواد افغانستان باندې بمونه غورځوي، ايا دا نارينتوب دى؟ ايا دې ته ناريتوب وايي؟ له پاسه پرې بمونه غورځې؟ د څه لپاره؟ د بن لادن لپاره...؟ په بن لادن تور لګوې... ! ، زه د بن لادن ملګرى نه يم او نه يې پېژنم، زه نه وايم چې هغه په سمه دى او كه ناسم- زه تر اوسه ورسره نه يم مخ شوى، زه دا هم نه وايم چې هغه ترهګر دى كه نه- خو چې څومره ثبوتونه دي ټول ناسم دي_ افغانستان له امريكې نه ثبوت غواړي او هغه يې مشرف ته وركوي، ټونيبلر ته ثبوت وركوي، دا چرته انصاف دى؟ موږ پوهېږو چې له دوى سره څه ثبوت هډو شته دى نه!
فرض كه د بېلګې په توګه دا منو چې هغه يو تن په غلطه دى، نو ايا د يوې سپګې لپاره ټول پوستين ته اور ورته كوې، د يو كس لپاره پر ټول هېواد بمونه غورځوې؟
په زرګونه خلك وژنې، دى څه حق لري؟
بيا عراق ته ځي او هلته هم په سلګونه او زرګونه خلك وژني-
زه د صدام پلوى نه يم، زه نه وايم چې صدام سم سړى دى، زه پوهېږم چې له هغه ډېرې غلطۍ شوي دي، مګر نن چې د عراق ولس په څومره كړاو كې ژوند كوي هومره د صدام د واكمنۍ پر مهال نه و_
دا هرڅه څوك تر سره كوي؟؟؟؟ ...... جورج بوش!!!!
دا خبره ما پنځه كاله وړاندې په استراليا كې هم هغه وخت چې مانه يوه امريكايي كونسلر پوښتنه كړې وه چې د دنيا تر ټولو ستر ترهګر څوك دى؟ ما ويلي وو.... جورج ډبليو بوش!!!
نن دغه خبره د خبرونو په سر ټكو كې چاپېږي_
نن ډېرى خلك وايي چې تر ټولو ستر ترهګر جورج ډبليو بوش دى، حتى په امريكا كې هم خلك په دې عقيده دي!
په امريكا كې يوه سروې شوې وه چې پكې له خلكو پوښتل شوي وو چې په بن لادن، صدام حسين او جورج ډبليو بوش كې څوك تر ټولو ستر ترهګر دى؟ نو خلكو جورج ډبليو بوش په ګوته كړى و، ۷۸% خلكو بوش ته ګوته نيولې وه، دوى اوس پوه شول، خو ما دا خبره پنځه كاله وړاندې كړې وه.
په قرانكريم كې د هيڅ ډول عبادت خانې د ورانولو امر نه دى شوى، څوك چې دغه راز كار كوي او درمسال، كليسا او جومات ورانوي دوى د انسانيت پر خلاف دي، دوى د قران پر خلاف دي-
هيله ده پوښتنه دې ځواب شوي وي_
شيخ منظور:
بله پوښتنه كه له دې ځايه كوم غير مسلم ورور وي كولاى يې شي-
پوښتنه:
زما نوم ټى راميش دى_زه په (يونايټد ايروى كوريئر كې كار كوم) (۹۲مخ)
زما پوښتنه دا ده چې ما څه موده وړاندې د رسنيو له لارې اوريدلي و چې اسلام پر لنډو سپورتي جامو بنديز لګولى، په دې اړه ستاسې نظر څه دى او بله پوښتنه مې دا ده چې زه ستاسې پروګرامونه د (QTV) له لارې ګورم كه چرته دا پروګرامونه پر سيمه ييزې(حيدر ابادي) ژبې وى نو ښه به واي_
ډاكټر ذاكر نايك:
ورور دوه پوښتنې لرلې، لومړۍ پوښتنه دا چې په رسنيو كې داسې ويل كېږي چې اسلام په لوبو كې د لنډو او نازكه جامو د اغوستو اجازه نه وركوي، نو ستا اشاره(نغوته) د ثانيه مرزا په لور وه، كه څنګه؟ نو ولې يې سم نه وايي!
زه پوهېږم چې ثانيه مرزا د حيدر اباد اوسېدونكې ده، او ستا پوښتنه د هغې په اړه ده، دغه موضوع څو مياشتې وړاندې كورنيو او بهرنيو رسنيو راپورته كړې وه او د اخبارونو په سرټكو كې ليكل شوي و چې اسلام د ثانيه مرزا په خلاف دى، ما په دې اړه پوره ريپوټونه لوستي، خو زما رايه دا ده چې كله داسې پوښتنې راولاړېږي نو موږ بايد له حكمت څخه كار واخلو، زه دا نه وايم چې دا فتوى ناسمه ده، ډيرى علماو چې دا فتوى وركړې پر ځاى ده، خو زه دې خبرې ته لږ وضاحت وركوم چې بيا ورسته دا موضوع سياسي شوه او رسنيو ليكل چې اسلام د نړيوالو لوبو پر ضد دى، د سپورت د پرمختګ خلاف دى، او له ثانيه مرزا څخه هم دا پوښتنې شوې وې چې كه اسلام داسې جامو اغوستو ته اجازه نه وركوي، نو دا يې ولې اغوندي؟ او داسې نورې ډېرې خبرې وې چې هغه وخت كېدلې_
زه دا پوښتنه كوم، چې ثانيه مرزا خو د ټينس لوبې د لوبغاړو په څلور دېرشو تنو كې يو دېرشمه جنۍ ده، تر ټولو مخكې او ړومبۍ سيريناوليم ده، تاسې ولې له هغې څخه پوښتنه نه كوئ چې ايا د هغې مذهب هغې ته د داسې جامو اغوستو اجازه وركوي كه نه؟
تاسې ولې له ملا څخه پوښتنه كوئ چې ايا اسلام دې كار ته اجازه وركوي كه نه؟ ولې له پاپ څخه پوښتنه نه كوئ چې كومې جامې سيريناويليم اغوندي ايا هغې ته په عيسويت كې اجازه شته؟... پاپ به لكه زما درته رډ ځواب در كړي چې داسې جامې اغوستل حرام دي.
د ډيټرونو په ۲۲ فصل- ۵نمبر ايات كې د حجاب په اړه واضح ليكل شوي چې ښځو ته د سمو او پوره جامو اغوستل پكار دي، د داسې جامو اغوستل پكار دي چې حيا پرده يې پكې وشي....
عيسويت هم د دغه راز جامو له غوستلو څخه ممانعت كوي، هر راهب او هر پادرى به دا درته ووايي چې د راهبې( مېرمن) جامې بايد د مسلمانې غوندې وي، ټول بدن يې بايد پټ وي، يوازې مخ او لاس تر بندونو پورې كولاى شي ښكاره كړي.
خو كه ته فكر كوې چې يوازې مذهبي ښځې بايد پوره جامې واغوندي او حجاب واغوندي، نو دا پر ځاى خبره نده، په اسلام كې هره يوه ښځه بايد د اسلامي حجاب مطابق جامې واغوندي او خپل عورت پټ كړي_
د افسوس خبره ده چې ځينو رسنيو دا خبره راولاړه كړه او يو شمېر سياستوالو هم په دې موضوع كې مداخله وكړه او ويل يې چې ملا صيب ته پكار دي چې يوازې مذهب پورې محدود پاتې شي، بايد په سپورت كې مداخله ونه كړي، زه هم دغه راز سياستوالنو ته وايم چې دوى هم بايد د سياست تر پولو وانوړي او په اسلام كې مداخله ونه كړي-
دوى وايي چې ملا صيب د ښځينه سپورت د پرمختګ پر ضد دى، ځينو غير مسلمانو سياستوالو خو دا هم ويل چې څوك د ثانيه مرزا په خلاف وي هغه د هېواد په خلاف دى، خو زه دا وايم چې څوك د ثانيه مرزا د دغه راز جامو پلوي كوي دوى د ويد او هندو والې خلاف دي-
په هندو واله كې هم د رګ ويد په لسم جلد- ۸۵باب – ۳۰مه كرښه كې او اتم جلد – ۳۳ باب -۱۹مه كرښه كې راغلي دي چې:
((براهما(الله) ته! ښځه پيدا كړې يې، نو خپل نظر ښكته كړه او خپل سر پټ وساته))
په هندو واله كې هم حجاب شته، خو دغو سياستوالو خپل مذهبي كتاب كله لوستى دى-
زه هندو او مسلمانو سياستوالو ته دا وايم چې سمه ده، له لوبې به څخه به څوك نه منعه كوو،دا لوبې خو مخكې هم كېدلې، هغه مهال خو مېرمنو پوره جامې اغوستې، خو د وخت په تېرېدو مېرمنو خپلې جامې لنډې كړې، فرض كړه كه بله ورځ د وليبال لوبې لپاره هم لنډو جامو ته اړتيا وليدل شي، نو ته به خپله لور يا خور دې لوبې ته واستوې؟
كوم هندوستانى سياستوال داسې غواړي؟
زه پوهېږم چې پوره جامو سره د لوبغاړي چټكتيا كمېږي، ښايي يو فيصد، نيم فيصد اغېز وښندي، د بېلګې په ډول د لامبا لپاره اړتيا ده چې لنډې او تنګې جامې واغوستل شي، ځكه په دې سره لامبوزن په چټكتيا سره لامبو وهي، خو زه وايم چې كه تاسې عقل په كار واچوئ او پرته له جامو لامبو تر سره كړئ ښايي هغه كمي چې جامو سره ليدل كېږي ختمه شي، نو ايا ته به په لړغ ځان دې سيالۍ كې برخه واخلې؟؟
نو ځكه زه وايم چې موږ بايد د رسنيو دا لوبه ختمه كړو-
كله چې مانه پوښتنه وشوه چې ثانيه مرزا كوم كار كوي ايا دا پر ځاى دى كه نه؟ ما ورته وويل: ثانيه مرزا پرېږده، ډيرى د كركټ لوبغاړي، د سياليو پرمهال لمونځونه هم نه كوي، په حديث شريف كې راځي چې د كافر او مسلمان ترمنځ توپير په لمانځه سره كېږي، ثانيه مرزا خو لږ تر لږه لمونځ كوي، كه خداى كول په راتلونكي كې به پوره جامې هم واغوندي، نو زه وايم چې د كركټ مسلمان لوبغاړي تر ثانيه مرزا هم ناروا كار كوي، ثانيه مرزا خو لمونځ كوي، نو پدې خاطر موږ ته پكار ده چې ملتيا يې وكړو او ورسره له حكمت نه كارو واخلو، الله به ورته لارښوونه وكړي او انشاء الله په راتلونكو څو مياشتو يا كلونو كې به هغه جامې هم پوره واغوندي.
زه منم چې دپوره جامو سره د لوبغاړي چټكتيا كمزورې كېږي، خو كه ?